بریا او پرمختګ سیاست ګټه وټه له نړۍ

له جنوبي کوریا زده کړه؛ له ژور ناورین نه څنګه خلاص شو؟

لیکنه: ياران

لیکوال: مجتبی لشکربلوکیلیک
ژباړن: بشر دروېش

ایران او جنوبي کوریا شاوخوا ۶۰ کاله مخکې یو ځای را شروع کړه. جنوبي کوریا اوس د نړۍ د اقتصادي قدرتونو له ډلې دی او خلک یې د لوړې کچې ژوند لري. خو ایران د کوریا په پرتله د پياوړو سرچینو او مناسبو شرایطو د لرلو باوجود وروسته پاتې دی.

ایرانیان ممکن د دې وروسته پاتې والي دلیل دا راوړي، چې د دوی له وس او کنټروله وتلې ننګونې یې لرلې، خو دا دې نه هېروي، چې د جنوبي کوریا ننګونې که تردوی زیاتې نه وې، نو کمې هم نه وې.

جنوبي کوریا په نیږدې ۲۰ کلونو کې څلور ناورینه تجربه کړل:
۱- د جاپان خپلواکي
۲- له شمالي کوریا سره جګړه
۳- د ۱۹۶۰ د اپریل انقلاب
۴- پوځي کودتا

د کوریاګانو له جګړې او له یو بل څخه تر جلا کیدو وروسته د ټاپو وزمې ۹۰ سله بریښنا او د معدني، کیمیاوي او فلزي تولیداتو ۸۰ سلنه د شمالي کوریا لاسته ورغلل. جنوبي کوریا له دغو امکاناتو څخه محرومه شوه، سربېره پردې د جاپاني ټیکنالوژیستانو وتو هم د وضعیت په خرابۍ کې رول ولوبوه.

د دغه کور ورانونکې جګړې پایله جنوبي کوریا ته دا شوه، چې ۵ میلیونه خلک یې ووژل شول او اقتصاد ته یې سخت تاوان واوښته. د طبیعي زېرمو په برخه کې د جنوبي کوریا فقر سبب شو، چې د خلکو د خوراکي اړتیاوو تامین یې ننګونکی شي. په ۱۹۶۰ کې د دغه هېواد د خلکو د کس سر کلنی عاید شاوخوا ۷۰ ډالره وه. دا عاید حتا د ایتوپیا په شان هېواد د کس سر کلني عاید څخه هم و. دې ته نو مطلق فقر ویلای شوو!
خو دغه هېواد څنګه خپل کس په سر کلنی عاید ۳۰ زره ډالرو ته ورسوه؟
د جنوبي کوریا د دغه چټک پرمختګ دلایل ګڼل دي، دلته یې څو هغو ته اشاره کوو، چې ایران او هم افغانستان ته د عبرت درسونه لري.

د ملت د باور خپلول او ملي یووالی
د جنوبي کوریا د واکمنو هنر دا و، چې خپل خلک یې په واقعي مانا خپل او ملي یووالی یې تامین کړ.

راځئ څو بېلګې به یې ولولو:
د جنوبي کوریا دولت له نړیوالو څخه په پوراخیستو نه بریالی کیده، امریکا هم دغه هېواد له پامه غورځولی و. د جنوبي کوریا دولت په دغسې وضعیت کې خپل زرګونه معادنچیان او ډاکټران لویدیځ المان ته واستول. د دوی د کارګرو ښیګڼه دا وه، چې د ټولو ملتونو له کارګرو څخه یې د سواد کچه لوړه وه. دغو کارګرانو خپل عواید کوریا ته استول. دولت یې د دغو عوایدو یوه برخه ځانته ګرځوله، بیا یې په بهرنیو بانکونو؛ له هغې ډلې د المان په دویچه بانک کې د تضمین په ډول ایښودې او پورونه یې پرې اخیستل.

د ۱۹۹۷ د مالي ناورین پرمهال د جنوبي کوریا پیسې سقوط شوې، د دغه وضعیت په ځواب کې ملت یو سراسري کمپاین پيل او په داوطلب ډول یې خپل سره زر دولت ته وبښل. دغه کار ټوله نړۍ حیرانه کړې وه.

په مکسیکو کې د ۲۰۰۹ د انفلونزا ناروغۍ له پراختیا سره د جنوبي کوریا شرکتونو خپل زرګونه کارګران له ماسکونو سره هغه هېواد ته واستول څو هم نور انسانان وژغوري اوهم ښه ګټه ترلاسه کړي. دا هغه وخت و، چې د نورو ملتونو ډېرو خلکو د خپل روغتیايي خوندیتوب لپاره له مکسیکو څخه وتل.

په مثبتو ټکو د مالي بحران د بدلولو مهارت
د جنوبي کوریا یوه بله مهمه او د یادونې وړ کارنامه په مثبتو ټکو د خپلو مالي بحرانونو د بدلونې مهارت دی.

په دې برخه کې به هم ځینې بېلګې وړاندې کړو:
په ۱۹۷۳ کال د عربو او اسراییلو جګړه پيل او د نفتو بیه درې برابره لوړه شوه. دې وضعیت د کوریا اقتصاد ته، چې یو څاڅکی تېل یې هم نه درلود او تازه یې پر صنایعو پانګونه پيل کړې وه، سخت ټکان ورکړ.

په دې وخت کې د کوریا حکمت یوه ستراتیژیکه پریکړه وکړه، پریکړه دا وه چې دوی به پر منځني ختیځ زیات تمرکز کوي. تمرکز داسې و، چې هلته یې خپل کارګران واستول څو په لویو پروژو کې کار وکړي. دوی ته د دې کار فرصت په دې برابر شوی و، چې د دې سیمې ډېر ځوانان په جګړو بوخت ول. له دې اړخه دوی په کال كې ۱۰ میلیارده ډالره خپل وطن ته ګټه ورسوله.

په ۱۹۹۷ کې د اسیا مالي ناورین له ټایلنډ څخه پيل و او د ختیزې اسیا هېوادونو ته وغځیده. په دې وخت کې د جنوبي کوریا له لسو څخه شپږ لوی شرکتونه د سقوط مرحلې ته ورسیدل. د کوریا دولت هم له سختو ستونزو سره مخ شو؛ په ځانګړي ډول له دې اړخه چې د بهرنیو پورونو په ادا کولو نه توانیده.

کوریا له دې وضعیت څخه هم د اصلاحاتو د یوه جدي فرصت په توګه کار واخیست. په دې وخت کې یې سقوط شوي شرکتونه څه لغوه او څه په یو بل کې مدغم کړل. د کوریا دولت په دې برخه کې له پوره قاطعیت څخه کار واخیست او هڅه یې کوله، چې مالي بحرانونه په نویو فرصتونو بدل کړي.

د دغو هڅو پایلې فوق العاده ځکه وې، چې د کوریا د ارزي ذخاېرو کچه یې له ۴ میلیارده ډالرو څخه ۱۰۰ میلیارده ډالرو ته ورسوه او هم یې په درېیو کلونو کې ټول بهرني پورونه ادا کړل.

یوازې دا دوه لامله د جنوبي کوریا د بریاوو رازونه نه دي؛ له نړۍ سره دوستي هم یو مهم اړخ دی، چې دغه هېواد یې له ژورو ناورینونو خلاص او په یوه لوی اقتصادي قوت بدل کړ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران