د سویلي افریقا ځوانه لوبډله، او د پاکستان پر وړاندې يې سيالۍ

د پاکستان کرکټ لوبډلې افریقا ته سفر کړی او د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ یې دوه د یو پر وړاندې له افریقا څخه وګټله.

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د پاکستان کرکټ لوبډلې د تېرې جمعې په ورځ د اپرېل په دویمه نېټه په درې وېکټو ګټلې وه.

دویمه لوبه د تېرې یکشنبې په ورځ د اپرېل په څلورمه نېټه په ۱۷ منډو وګټله او درېیمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د اپرېل په اوومه پاکستان په ۲۸ منډو وګټله.

درېیمه لوبه او معلومات یې

افریقا د پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه. د پاکستان لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۷ وېکټو په نقصان سره د فخرزمان د ۱۰۱ منډو، د بابراعظم د ۹۴ منډو او د امام الحق د ۵۷ منډو په مرسته ۳۲۰ منډې وکړې او افریقا ته یې ۳۲۱ منډې هدف ورکړ.

اېډن مرکرم دوه او کېشاف مهاراج درې وېکټې واخېستې.

د افریقا لپاره ځوان لوبغاړي جانیمن ملن ۷۰ ، کایل وېرېن ۶۲ او اندیلی فیلوک وایو ۵۴ منډې وکړې.

د سویلي افریقا لوبډلې په ۴۹ اعشاریه ۳ اورونو کې د ټولو وېکټو سوځېدو سره ۲۹۲ منډې وکړې او لوبه پاکستان په ۲۸ منډو وګټله.

شاهین افریدي او محمد نواز درې، درې وېکټې ترلاسه کړې.

د پاکستان لپاره په دې سیریز کې تر ټولو غوره توپوهونکی پښتون لوبغاړی فخرزمان و، هغه په درې یو ورځنیو ولوبو کې ۳۰۲ منډې وکړې، چې اورېج یا اوسط یې سل و.

د لوبې غوره لوبغاړي جایزه بابراعظم ترلاسه کړه او د ټول سیریز غوره لوبغاړی فخرزمان وپېژندل شو.

د افریقا ځوانه لوبډله او لوبه یې

په دې لوبډله کې ډېوېډمېلر، کوېنټن ډیکاک، کګېسو رباډا، انرېک نورټیا او لونګي اېنګېډي نه وو.

هغوی آې پي ایل ته تللي دي او د جمعې په ورځ به د آی پي اېل پرانیسته کې ګډون ولري.

خو د دې لوبډلې لپاره جانیمن ملن چې ۲۴ کلن لوبغاړی دی ۷۰ منډې وکړې، ۲۳ کلن لوبغاړي کایل وېرېن ۶۲ منډې وکړې او بل نسبتاَ ځوان لوبغاړي اندیلی پیلوک وایو چې ۲۵ کلن لوبغاړی ۵۴ منډې وکړې.

د افریقا لپاره په پنځمه وېکټ اندیلی پیلوک وایو او وېرېن نږدې سل منډې ملګرتیا وکړه او د پاکستان پر وړاندې لوبه خورا راحساسه کړه؛ خو د دوو پرله پسې وېکټو لوېدو سره د افریقا لوبډلې د بریا هیلې مړاوې شوې او په وروستیو کې یې لوبه وبایلله.

نو د افریقا دې ځوانې لوبډلې له ځانه ښه وړتیا وښوده او د پاکستان پخې او د باتجربه لوبډلې پر وړاندې ښه ولوبېدل.

شل اوریزې لوبې

دواړه لوبډلې څلور شل اوریزې لوبې د راتلونکې شنبې په ورځ د اپرېل په لسمه پیلوي.

وروستۍ شل اوریزه لوبه به د اپرېل په ۱۶ مه ترسره شي او لوبلړۍ به پای ته ورسېږي.

دا لوبې د افغانستان پر وخت مازیګر پنځه بجې پیلیږي او تر شپې پورې دوام وکړي.




سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ