افریقا لوبډله اعلان کړه؛ خو اې بي ډیویلیرز پکې نشته

د سویلي افریقا کرکټ بورډ د سه شنبې په ورځ د مې په ۱۸ مه د ویسټ انډیز او ایرلېنډ پر وړاندې لوبو ته بېلابېلې لوبډلې اعلان کړې؛ خو په دې نوملړونو کې چې تمه کېده، اې بي ډیویلیرز هم واخېستل شي، تر دې دمه نه دی اخیستل شوی.

کله چې آی‌پي‌اېل لوبو کې اې بي ډیویلیرز ښه پرفامېنس وکړ؛ نو د افریقا د کرکټ بورډ پام بېرته ور واوښت او وې یې ویل چې ډیویلیرز نه هیله کېږي چې نړیوال جام کې د افریقا ملا وتړي.

همدارنګه ګرېم سمېت هم هیله ښودلې وه، چې ډیویلیرز دې د ویسټ انډیز پر وړاندې لوبو کې هم ولوبول شي.

د آی‌پي‌اېل لوبو پرمهال مارک بچر، چې د افریقا د لوبډلې مشر روزونکی دی، له ډیویلیرز سره غږېدلی و او د هغه د لوبو په اړه یې څرګندونې کړې وې.

ډیویلیرز ورته ویلي و که چېري دی فوم کې وي او د لوبېدو دلچسپي ولري، نو د افریقا د کرکټ بورډ دریځ به څه وي.

مارک بچر ورته ویلي وو، چې کولای شې لوبه وکړې.

د سویلي افریقا لوبډله د جون په لسمه له ویسټ انډیز سره د ویسټ انډیز په کوربتوب دوه ټېسټ او پنځه شل اوریزې لوبې کوي.

له دې وروسته د سویلي افریقا لوبډله د جولای په یوولسمه له ایرلېنډ سره په ایرلېنډ کې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې کوي.

دا افریقا دا سفر به د جولای په ۲۵ مه پای ته ورسېږي.

د ویسټ انډیز پر وړاندې د افریقا لوبډله

ډیین اېلګر لوبډلمشر، ټېمبا بووما مرستیال لوبډلمشر، کوېنټن ډیکاک وېکټ ساتونکی، سارل اېروي، بیورن هېنډرېکس، جورج لېنډی، کېشاف مهاراج، لونګي اېنګېډي، اېدن مرکرم، ویان مولډر، انرېک نورټیا، کېګن پېټرسن، کګېسورباډا، رسي وانډر ډوسېن، کایل وېریئن، تبریزشمسي، لیزاد ویلیمس، پرېنېلان سوبرایېن او مارکو جانسېن.

د شل اوریزو لوبو لوبډله

ټېمبا بووما لوبډلمشر، کوېنټن ډیکاک، بي جون فرچوېن، ریزا هېنډرېکس، هېنرېک کلاسېن، جورج لېنډی، سېسانډا ماګالا، جانېمن ملن، اېدن مرکرم، ډېوېډمېلر، لونګي اېنګېډي، انرېک نورټیا، اندیلی پیلوک وایو، ډوېن پرېټوریوس، کګېسو رباډا، تبریز شمسي، رسي وانډر ډوسېن، کایل ویریئن او لیزاد ویلیمس.

د ایرلېنډ پر وړاندې د افریقا لوبډله

ټېمبا بووما لوبډلمشر، کوېنټن ډیکاک، بي جون فرچوېن، ریزا هېنډرېکس، هېنرېک کلاسېن، جورج لېنډی، سېسانډا ماګالا، کېساف مهاراج، جانېمن ملن، اېدن مرکرم، ډېوېډ مېلر، لونګي اېنګېډي، انرېک نورټیا، اندیلی پیلوک وایو، ډوېن پرېټوریوس، کګېسو رباډا، تبریز شمسي، رسي وانډر ډوسېن، کایل وېریېن او لیزاد ویلیمس.

وروستي مطالب