سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د افریقا بالر: افغان لوبډله طبعي وړتیا لري، خو ښه لارښونه باید ورته وشي

 دا ځل افریقایي چټک بالر چارل لانګ ایفیلټ د افغان لوبډلې په اړه خپلې څرګندونې کړي دي، هغه ویلي چې افغان لوبډله طبیعي وړتیا لري؛ خو باید سمه لارښوونه ورته وشي.

نوموړی وایي مجرب لوبغاړي یې خورا د لیدلو وړ دي.

چارل لانګ په خنداور حالت کې ویلي، چې افغان لوبډله په توپ اچونه کې پوره خواري کوي، د دوی د توپ اچونې روزونکی بشپړه مبارزه کوي، خو کله چې د سریلانکا خلاف د توپ وهنې برخې ته ښکته شول، لوبغاړي ډېر ډاډه نه وو.

هغه وایي افغان لوبډله له درې ماتو وروسته مثبتې لوبې ته اړتیا لري.

چارل لانګ دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې عېن وخت کې افریقا هم درې ماتې په پرله پسې ډول خوړلي او یوه لوبه یې د باران له امله بې پایلې شوې ده.

هغه وایي په دوو لسیزو کې افغان لوبډلې خورا ښه پرمختګ کړی او د کرکټ نړۍ ته یې په زړه پورې لحظې وربخښلي.

نوموړی وایي افغانان لا هم هڅه کوي، چې په سختو حالاتو کې خپل هېواد د نړۍ په کچه یو غوره هېواد کړي.

ده د افغان لوبډلې ۲۸ یو ورځنیو لوبوته اشاره کړې، چې د ۹ هېوادونو پر وړاندې یې ترسره کړي دي، دی وایي افغان لوبډلې تراوسه په ښه اوسط سره لوبې ګټلي او خپل خطر یې د نړۍ لوبډلو ته څرګند کړی دی.

دی د افغان لوبډلې د نړیوال جام لوبو ته  اشاره کوي او زیاتوي، چې د اسټرالیا خلاف یې لوبه ډېره په زړه پورې روانه وه، د سریلانکا خلاف یې ښه پیل وکړ او د نیوزیلېنډ خلاف یې په ۶۶ منډو وېکټ نه وه لوېدلې.

هغه زیاتوي وروستیو کې یې لوبه بیخي له واکه ووته او لوبغاړي بیخي له زړه ډاډه نه معلومېدل.

لانګ وایي افغان لوبډله لا هم ډېر مزل ته اړتیا لري، ترڅو د کرکټ په نړۍ راج وچلوي او ښې لوبې وکړي.

هغه  دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې افغان لوبډله د سهیلي افریقا له لوبډلې سره د شنبې مازیګر پنځه بجې د جون په ۱۵ مه نېټه د نړیوال جام ۲۱ مه لوبه کوي.

دا لوبه په همغه لوبغالي کېږي په کوم لوبغالي چې سریلانکا، افغان لوبډلې ته په ۳۴ منډو ماته ورکړه.

لانګ کاږي افغان فسټ بالران باید مشورې واوري او د نړیوالو چټکو بالرانو څخه باید تجربې واخلي.

charl-langeveldt-9ddb6fae-6615-403c-b2c7-9d10f5fd6bf-resize-750.jpg

هغه ویلي افتاب عالم په تمریناتو یا نېټ کې په مختلفو ډولونو توپ اچونه کوي؛ خو په اصلي لوبه کې بیا هغسې توپ نه غورځوي، هغه د نیوزیلېنډ خلاف درې وېکټې واخېستې، د توپ اچونې ډول کې توپیر و؛ نو وېکټو اخېستلو باندې هم بریالی شو.

دی وایي د اسیا په لوبډلو کې افغان لوبډله د غوره سپېن بالېنګ څخه برخمنه ده.

دا یواځې افغانان نه دي، چې په دې وروستیو کې د افغان لوبډلې په لوېدو او زوال خبرې کوي، بلکې نړیوال هم د افغان لوبډلې لوېدو حېران کړي او بېرته د دې لوبډلې پرمختګ او برم غواړي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی