سپورټ کرکټ وزش او تمرین

ټام مودي؛ سوریا کومار یادف د هندوستان په لوبډله کې نشته

د اسټرالیا پخواني الراونډر ټام مودي ویلي، چې د ممبيي ون ډاون توپوهونکی د ده لخوا د ټول آی‌پي‌اېل غوره لوبغاړی دی؛ خو د اسټرالیا پر وړاندې د هندوستان په لوبډله کې ورته ځای نه دی ورکړل شوی.

مودي زیاتوي، سوریا کومار یادف په ون ډاون یا درېیم مقام توپوهنې ته راته؛ چې دا مقام ډېر سخت او ذمه وارانه وي، چې کومار یداف هم پکې خورا په ښه توګه ذمه واري ادا کړه.

نوموړي په ۱۶ لوبو کې ۴۸۰ منډې وکړې او ۴ ځلې یې پنځوس جمعه سکور وکړل.

په دوو لوبو کې یې ګټونکی رول ادا کړ، د ممبي خلاف یوه لوبه کې یې په ون ډاون کې ممبيي ته خورا ثبات ور وباښه.

نوموړی له کوېنټن ډیکاک سره لکه دېوال ودرېد او خورا با ثباته توپوهنې یې ممبيي لوبډله تر بري ورسوله.

هغه په ۳۶ توپونو ۵۳ منډې وکړې او لوبډله یې د نومرو په جدول کې له دویم ځای څخه لومړي ځای ته ورسوله او د ډیلي لوبډله یې په دې بري سره له لومړي مقامه راوغورځوله.

د نوموړي یوه بله کارنامه

سوریا کومار یادف د آی‌پي‌اېل په یوه بله مهمه لوبه کې د بنګلور خلاف ۸۹ منډې وکړې او دا مهال یې ویرات کولي ناهیلی کړ.

هغه د بنګلور لوبډلې هدف خورا ښه تعقیب کړ او وتوانېد، چې له لوبغالي څخه په بري سره ووځي.

ظاهراَ په دې لوبه کې داسې ښکارېدله، چې ویرات کولي ورسره ضد کاوه.

کله چې به کومار یادف شاټ واهه؛ نو د ویرات کولي لخوا به له لفظي غبرګون سره مخ کېده او کولي هم غوښتل چې دی غوسه کړي او وېکټ له لاسه ورکړي.

خو کومار یادف یې په بدل کې سر ښکته کاوه او خپله لوبه یې غځوله.

نوموړي ۸۹ منډې وکړې او د لوبې په بري سره یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم واخېسته.

د سوریا کومار یادف لوبه

سوریا کومار یداف د هر ډول لوبې وړتیا لري؛ خو په لېګ سایډ فلېک شاټونو کې خورا ستر مهارت لري، په لېګ سایډ توپ بیخي نه پرېږدي، یایي څلوریزه کوي او یا یې هم شپږیزه کوي او په تېر دیارلسم پړاو آی‌پي‌اېل کې یې هم همداسې چاره ترسره کړه.

په ټایمېنګ شاټونو کې یې هم صلاحیت بد نه و، اف سټم ټایمېنګ شپږیزې یې وهلې او کله یې ایکسټرا کور څلوریزې هم په خالیګاه کې ویستلې.

په تمامه معنا سوریا کومار یداف د ممبيي لپاره ژوندۍ لوبه وکړه او احسان به یې د ممبيي لوبډلې په یاد وي.

خو اوس ټام مودي ویلي چې نوموړی د هندوستان په لوبډله کې شامل نه دی او دا یې په غېر مستقیم ډول له هغه سره نا انصافي بللې ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ