د هند کرکټ بورډ مشر: د انسان ژوند مهم دی، هیڅ کرکټ نه کوو

سپینه تجريدي ډیزاین

یاران سپورټس
د هندوستان د کرکټ بورډ مشر سورف ګنګولي په وینا د انسان ژوند مهم دی او نږدې راتلونکي کې به په هندوستان کې هېڅ ډول کرکټ ترسره نشي.
د هندوستان کرکټ بورډ ټینګار کړی، چې په لنډ وخت کې د آی پي اېل او یا هم نورو کرکټ سیالیو ترسره کول د هندوستان په څېر هېواد کې ستونزمن دي.
سوراف ګنګولي وایي چې د نړۍ ډېر مشهور فوټبال لیګونه، د اسټرالیا او نیوزیلېنډ لوبې او نور سیریزونه لغوه شول، چې د انسان ژوند وژغورل شي؛ نو په هندوستان کې هم د هر ډول کرکټ لوبو شونتیا د کرونا ویروس له امله نشته.
هغه دا خبرې په داسې حال کې کړې، چې ډېری کرکټ مینوال د آی پي اېل کرکټ سیالیو په تړاو وروستیو پرېکړو ته منتظر دي او لا هم د دغو سترو سوداګریزو کرکټ لوبو د ترسره کېدلو او نه ترسره کېدلو په هکله وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
څو ورځې وړاندې ګنګولي ویلي وو چې د آی پي اېل سیالیو ترسره کېدل تر نامعلومې نېټې وځنډول شول او کله چې د کرونا ویروس وېره نه وي بیا به یې په اړه پرېکړه وشي.
د مارچ له ۲۹ مې نېټې تر اوسه د آی پي اېل سیالۍ ځنډول شوي دي او دیارلسم پړاو یې د لغوه کېدو تر حده رسېدلی دی.
اوس په ټوله نړۍ کې د کرکټ سیالۍ لغوه دي او د لوبغالو دروازې یې تړلي دي.

د هند د کرکټ ملي لوبډله

ټول لوبغاړي په کورونو کې قرنطین وخت ناوخت په کورونو کې د خپلې روغتیا ساتلو په خاطر تمرینونه په کورونوکې ترسره کوي.
د ګنګولي په خبره سپورټ باید وځنډول شي او د انسانانو ژوند ته پاملرنه پکار ده.
ښایي هغه دا خبرې د آی پي اېل سیالیو ته په اشارې سره کړي وي، چې ښایي آی پي اېل سیالۍ هم ترسره نشي.
د ګنګولي سربېره د هندوستان اف سپېن بالر یا څوکه توپ اچوونکي هاربجن سېنګ ویلي، که آی پي اېل د بندو دروازو تر شاه هم ترسره شي، خو کله چې لوبډلې له یوه ښار څخه بل ښار ته سفر کوي، هوايي میدان کې ګڼه ګوڼه جوړېږي، ننداره کوونکي راټولېږي، هوټلونه کې د اوسېدو پرمهال ګڼه ګوڼه جوړېږي، نو بیا هم د کرونا خپرېدو وېره ورسره شته.
بله خوا د اسټرالیا د کرکټ بورډ چارواکو هم د نړیوال شل اوریزو جام د کوربتوب په تړاو خبرې پیل کړي دي، چې د دې جام کوربتوب به ترسره شي او کنه.
د اسټرالیا کرکټ بورډ اجرایوي مشر کیوین رابرټس وایي که د کرونا تهدید لږ نور اوږود شي؛ نو دوی به ونه کولای شي، چې د نړیوال جام لپاره بودیجه چمتو کړي.
د هندوستان د کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر سونېل ګوسکر وایي چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ م کلونو شل اوریزو جامونو کوربتوب دې اسټرالیا وکړي، ځکه ۲۰۲۱ م کال کې به هم هندوستان ونه توانېږي، چې د شل اوریز جام کوربتوب وکړي.
د چینای سوپر کېنګز لوبډلې اجرایوي مشر وېسواناتان وایي چې د نړیوال شل اوریز جام او یا هم د اې پي ایل سیالۍ د هندوستان په څېر هېواد کې د بندو دروازو ترشاه ترسره کول دومره اسانه نه دي، د هغه په خبره په هندوستان کې نږدې ټول نفوس د کرکټ مینوال دي او د لوبې پرمهال د دې مینوالو کنټرولول اسانه چاره نه ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.