د هندوستانۍ سېنما د ځوان او تکړه فلم ستوري سوشانت سنګ راجپور نوی جوړیدونکی فلم(رائیفل مین) تر جوړيدو وړاندې د نیوکو ښکار شو.
د رائفل مین د شوټينګ پیل لا نه دی شوی خو پر ټیم یې تور دی چې د بل کوم فلم کيسه یې غلا کړې ده.
سوشانت سنګ راجپوت ځوان فلم لوبغاړی دی، که څه هم په فلم نړۍ کې یې ډېر وخت نه کیږي خو بیا هم د خپلې ښې وړتیا له مخې یې ځان پر خلکو پېژندلی.
هندوستانۍ رسنیو د رپوټ له مخې، فلم ستوري سوشانت سنګ څو ورځې وړاندې اعلان کړی وه چې نوموړی اوس مهال د خپل راتلوونکي فلم (رائفل مین) کې د مرکزي رول د ادا کولو لپاره په چمتوالي بوخت دی.
تر هغې وروسته نوموړي پر انسټاګرام د خپل دغه فلم لومړی پوسټ هم خپور کړی وه خو اوس دغه فلم مخکې تر دې چې شوټينګ یا د صحنو ډکولو چارې یې پيل شي د قانون څخه پر سرغړوني تورن شوی.
د رپوټونو له مخې په هندوستان کې په راتلوونکي کې د ریلیز کېدونکي فلم ۷۱ اور: مرټائیر هو نیو ډائی لارښود اویناش دهیاني دعوه کړې چې د جسونت سنګ راوت په ژوند جوړیدونکي فلم (رائفل مین) د جوړېدو ټول قانوني حقوق فقط د ده سره ساتلي او بل څوک یې د جوړولو حق نه لري.
بل لور ته:
د دغه ځوان فلم ستوري سوشانت سنګ راجپوت د فلم (رایفل مین) پروډکشن ابندینشیا انټرټینمنټ له لوري د فلم (۲۷ اور) فلم ته قانوني لیک استولی چې دوی هم نشي کولی چې خپل فلم ۷۲ اور ریلیز کړي.
د دوی په خبره په دغه فلم کې هم د جسونت سنګ راوت د ژوند کردار د ښکاره کولو هڅه شوې ده په داسې حال کې د دې ټول قانوني حقوق د دغه فلم پروډکشن سره دي.
د سوشانت سنګ راجپور د پروډکشن پر قانوني لیک د (۷۲اور) ټيم هم غبرګون ښودلی او چپ نه دي پاتي شوی، ویلي یې دي د دغه مسئلې څخه نه شاته کیږي.
اویناش دهیاني ویلي چې نوموړی د فلم په نړۍ کې ۱۵ کالو راهیسې کار کوي او په خبره یې خلک پوهیږي چې دوی د هيڅ ډول فشار له امله ماته نه مني، زیاتوي که یې دا فکر کړی وی نو لویه تېروتنه کوي.
د یادولو ده چې روان کال ریلیز کېدونکی فلم (رايفل مین) کې سوشانت سنګ راجپور تر څنګ ادکاره بهومي پادنیکر او منوج باچپائي هم د اداکارۍ کمال ښيي.