سپورټ کرکټ

د ټنډولکر نړیوال ریکارډ؛ ممکن دا ۴ لوبغاړي یې مات کړي!

لیکنه: محمد نسیم حمیدي

ټنډولکر د هندوستان کرکټ ملي لوبدلې پخوانی لوبډلمشر او پیاوړی توپوهونکی و، چې ۴۷ کاله مخکې د ۱۹۷۳م د اپریل میاشتې په ۲۴مه نيټه د هندوستان په ممبیې ښار کې زېږېدلی.

ټنډولکر د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې یو تجربه لرونکی لوبغاړی و، چې هر وخت به یې د ټول ټیم لپاره ښه توپوهنه ترسره کوله.

ټنډولکر په یو ورځنیو لوبو کې تر ټولو لوبغاړو ډېرې ۴۹ سلیزې په یو ورځنیو لوبو کې ترسره کړې دي، چې دا د کرکټ په تاریخ کې ډېر لوی ریکاډ دی.

یاد لوبغاړي دا ۹۶ سلیزې په ۴۶۳ یو ورځنیو لوبو کې ترسره کړې دي، چې په دې ۴۶۳ لوبو کې یې ۱۸۴۲۶ منډې کړې، په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه د ۲۰۰ منډو ده.

سچن ټنډولکر په نړۍ کې یو داسي ریکاډ په خپل نوم ثبت کړی دی، چې په ډېر امکان سره یې ممکن دا ۴ لوبغاړي مات کړي.

۱ـ ویرات کوهلي

تر ټولو ډېر ویرات کوهلي اوس دې ریکارډ ته نژدې شوی، چې ممکن ځان به ورته ورسوي.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې اوسني لوبډلمشر ویرات کوهلې له ۲۰۰۸ کال څخه تر دې دمه پورې ډېره ښه توپوهنه کړې ده.

هغه په ۲۴۸ لوبو کې تر اوسه پورې ۴۳ سلیزې وهلې دي، چې په دې ۴۳ سیالیو کې یې ۱۱۸۶۷ منډې کړي او په یوه لوبه کې یې ښه توپوهنه د ۱۸۳ منډو ده.

کرکټ پوهان اوس دا اټکل کوي، چې ویرات کوهلي به هغه لومړنی هندی لوبغاړی وي، چې د بل هندي لوبغاړي «ټنډولکر» دومره ستر ریکاډ ته ځان رسوي.

i.jpg

۲ـ روهیت شرما:

د هند کرکټ ملې ټیم مرستیال لوبډلمشر روهیت شرما د دې لاسته راوړنې لپاره یو بل مخکښ لوبغاړی دی.

روهیت شرما تر دې مخکې هم ځينې ریکاډونه په خپل نوم ثبت کړې دي، چې تر اوسه کوم لوبغاړی ورته ندي رسېدلی.

د هغو له ډلي څخه یو هم په ۲۰۱۴م کې د سریلانکا خلاف په یو ورځنۍ لوبه کې یو ستر نړیوال ریکارډ دی.

هغه ریکارډ دا دی، چې روهیت شرما د سریلانکا خلاف په همغه لوبه کې په یوازي سر ۲۶۴ منډې وکړې او دا د یو ورځنیو لوبو په تاریخ کې یو داسی ریکارډ دی، چې په اسانۍ سره به ورته څوک ځان ونه رسوي.

شرما یادي ۲۶۴ منډې په ۱۷۳ توپونو د ۳۳ څلوریزو او ۹ شپږېزو په مټ جوړې کړې وې.

روهیت شرما تر دې دمه پوري ۲۲۴ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي، چې په دې ۲۲۴ لوبو کې یې ۲۹ سلیزي وهلې دي.

نو روهیت شرما هم یو له هغه لوبغاړو څخه دی، چې ممکن د ټنډولکر ریکارډ ته ځان ورسوي.

pjimage-2020-04-23t090834-1587613133.jpg

۳- بابر اعظم:

بابر اعظم د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی ښی لاستی توپوهونکی دی، چې په ډېر احتمال سره د ویرات کوهلې او روهیت شرما راوروسته د ټنډولکر د سلیزو ریکاډ ته ځان ورسوي.

بابراعظم اوس تازه د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې د شل اوریزه او یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر هم ټاکل شوی.

هغه چې ۲۵ کاله عمر لري، د پاکستان پنجاب ایالت اوسېدونکی دی او د نړۍ په کچه یوازینی غوره توپوهونکی دی، چې د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې لومړی ځای لري.

ښاغلی اعظم په یو ورځنیو لوبو کې هم په لسو غوره توپ وهونکو کې درېيم ځای له ځان سره لري.

د ټيسټ لوبو په نړیواله درجه بندي کې بیا دا نامتو کرکټر په پنځم ځای کې شتون لري.

بابراعظم تر دې دمه پوري ۷۴ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي، چې په دې ۷۴ لوبو کې یې ۱۱ سلیزي وهلې دي.

babar-azam-1280x720.jpg

۴ـ کوینټن ډیکوک:

کویټن ډیکوک څلورم لوبغاړی دی، چې اټکل کیږي د سچن ټنډولکر د ۴۹ سلیزو ستر ریکاډ ته به ځان ورسوي.

ډیکوک د سویلې افریقا کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی تېز توپوهونکی او ویکټ ساتونکی دی، چې هر وخت د ملې لوبډلې لپاره ښې لوبې ترسره کوي.

یاد لوبغاړی اوس د سویلې افریقا کرکټ ملې ټيم لوبډلمشر هم دی.

د سویلي افریقا ۲۷ کلن ځوان لوبغاړي تر اوسه په ۱۲۱ یو ورځنیو لوبو کې برخه اخیستې ده، چې په دې ۱۲۱ لوبو کې یې ۱۵ سلیزې وهلې دي.

د دې ترڅنګ هغه په یو ورځنیو لوبو کې ۵۱۳۵ منډې کړې، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپوهنه د ۱۷۸ منډو ده.

quinton-de-kock.jpg

دا هغه څلور لوبغاړي وه، چې شاید په راتلونکې کې د سچن ټنډولکر د یو ورځنیو لوبو هغه ریکاډ مات کړي، چې تر اوسه پوري هیڅ لوبغاړی ورته ندی رسیدلی.

ټنډولکر په یو ورځنیو لوبوکې د ۴۹ سلیزو ستر ریکاډ له ځان سره ثبت کړی دی او لا تراوسه هر وخت د کرکټ د مینوالو پر خوله ددې لوبغاړي د یاد ستر ریکارډ یادونه کیږي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ