د انګلستان اولي رابېنسن، د تېسټ لوبو د پیل په ورځ د خپلو متعصبو ټویټونو بخښنه وغوښته

د انګلستان نوي او ۲۷ کلن چټک توپ اچوونکي اولي رابېنسن چې په ۲۰۱۲ کې یې د مسلمانانو او نورو خلکو په اړه په ټوېټر منفي او متعصب ټویټونه کړي وو، د چهارشنبې په ورځ د جون په دویمه یې په یو خبري کنفرانس کې بخښنه وغوښته او د ټویټونو د لېرې کولو پرېکړه یې وکړه.

رابېنسن په یوه ټویټ کې لیکلي وو « زما نوی مسلمان ملګری داسې دی لکه بم».

له دې ټویټ څخه یې مطلب دا و، چې مسلمانان خدای ناغوښته ترهګر دي.

په یو بل ټویټ کې یې لیکلي وو « هغه کس چې ما سره په اور ګاډي کې ناست و، ایبولا ناروغي یې درلودله».

هغه نور داسې پوسټونه کړي، چې جنسي دي او د انجونو په اړه یې خپاره کړي دي.

یعنې انجونو سره یې د جنسي مقاربت په اړه هم ټویټونه کړي وو.

نوموړي د جون په دویمه د چهارشنبې په ورځ د هندوستان په وړاندې د یو نړیوال کرېکېټر په توګه د ټېسټ لوبو خولۍ پرسر کړه او د لوبو پیل یې وکړ.

مخکې له دې چې رابېنسن لوبه پیل کړي، په یو خبري کنفرانس کې راڅرګند شو او د خپلو متعصبو، مسخره کوونکو او ناسمو ټویټونو بخښنه یې وغوښتله.

هغه ویلي دي چې هغه مهال کم عقل و، نه پوهېده اوس یې پام دی او په پوره ډېسیپلین سره به مخ کې ځي.

نوموړي زیاته کړه « زما د کرکټ تر ټولو سترې ورځې په مناسبت زه د هغه څه ډېر شرمېږم، چې ما پر ټویټر اته کاله وړاندې خپاره کړي وو او نن ورځ هغه د خلکو په منځ کې په بد څه مشهور دي، زه هغه ټول پاکوم زه وایم چې زه نور متعصب نه یم، قوم پرست نه یم او نه هم سېکسي یا د جنسي خواهشاتو تابع یم».

رابېنسن زیاته کړې زه په خپلو تېرو کړنو ډېر پښېمانه یم، هغه وخت بې فکره وم او ځان مې مسوول نه احساساوه.

نوموړی چټک توپ اچوونکی دی او د تېرې چهارشنبې په ورځ یې د نیوزیلېنډ پر وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبه کې ټام لېتم بولډ اوټ کړ او راس ټایلر یې اېل بي ډبلیو کړ.




وروستي مطالب