د سره صلیب نړیواله ورځ

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

سور صلیب په افغانستان کې یو له مخکښو مرستندویه سازمانونو څخه دی.

په نړیواله کچه د سره صلیب کمېټه

دا کمېټه د یو سویسي د نوښتګري محصول دی. چې نن ورځ نه یوازې په سویس، بلکې په ټوله نړۍ کې غځېدلی غورځنګ دی. دې کمېټې په ټوله نړۍ کې (۸۰) هېوادونه تر پوښښ لاندې نیولي او د ۱۱۰۰۰ څخه ډېر کارکوونکي لري.
او دا کسان د هماغه هېواد اوسېدونکي دي، او په خپله سویس کې (۸۰۰) کسان بوخت دي، چې دا کسان  د سویس د مرکز (ژنو) څخه د نورو فرعي څانګې کنټرول په لاس لري او هم دندې او د هغې نظم برابرول او د کارونو سرته رسول د همدې مرکز څخه سرته رسېږي.

حقوقي وضعیت

دا نړیواله کمېټه، یو بشر دوست، بې طرفه، بې غرضه او خپلواک سازمان دی. چې خپله دنده د جګړو بې ځایه شوي کسانو ملاتړ بولي او دا دنده د دولتي بنسټونو لخوا په کال ۱۹۴۹ او ۱۹۷۷ د پروتوکول په مطابق چې پر ځای نومځۍ وو او د ژنو په غاړه په ۱۸۶۸ کال دا دنده وسپارل شوه.
چې دې حقوقي وضعیت دې سازمان ته یو خپلواک زنګ وبخه، د سازمان ملل، دولتي او نادولتي برخو څخه په جلا توګه خپلو کړنو ته دوام ورکوي. چې د دوی شعار بې طرفي او خپلواک اوسېدل دي.

بنسټ او تاریخي لید

دا کمیټه د یوه انسان د زیارونو پایله ده، چې هغه کس (هنري دونان) دی، په کال ۱۸۵۰ کې د ایټالیا په شمال کې بنسټ کېښود.
اتریش او فرانسه چې یو بل سره په نړیوالې جګړې بوخت و. لږ او ډېر ۴۰۰۰۰ټپیان شوي وه، چې دې جګړې ۱۶ ساعته دوام درلود، له همدې غرمې څخه وروسته هنري دونان د سوداګرۍ په خاطر له دې ځای څخه تېرېده چې زرګونه کسان یې تر سترګو شول او د دواړو خواوو ټپیان مرستو ته اړتیا درلوده، نو دې وضعیت په لیدلو سره هک پک پاتې شو، نو د خپلو شاوخواوو څخه یو ډول مرستي رسولو ته غوښتونکي شو، چې د اتریش او فرانسې د ټپیانو توپیر وشي.
وروسته له دې چې دونان بېرته سویس ته راغی، نو د (سولفرینو) یادښتونه یې خپاره کړل او په هغه کې یې دوې غوښتنې ذکر کړي وې:
د داسې یو ټولنې منځ ته راوړل، چې د جګړې په وخت کې، ټپیانو ته په چټکۍ سره هر ډول مرستې وکړي.
د هغو خلکو منل چې خپله غواړي طبي مرستې وکړي او له دوی څخه په ټینګه ملاتړ وشي.
همدا وو چې په کال ۱۸۶۳ د خیریې ټولنې د (ژنو ټولنې) په نامه جوړ شو او پنځه کسیزه ډله یې د دونان د کړنو د څېړنې او ارزونې لپاره ولېږل، چې دا غړي، ګوستا، مونیه،ګیلوم هنري دوفور، لوییس ایپا، تئودور مونو وار او پخپله دونان وو. چې وروسته بیا د کړنو په سرته رسولو خپل نامه یې د سره صلیب نړیوالي ټولنې باندې بدل کړ.
په ټوله کې دا سازمان د نظامي، نانظامي، خصوصي، دولتي او په هره برخه کې له خلکو سره مرستې کوي. چې دوی طبیب، موټر چلونکي، انجینیر، کارګر، بانکي حسابدار، د خوړو متخصص، بزګر، مدافع وکیل او داسې نور یې ټاکلي دي.
ځینې وخت په هره برخه کې کارکوونکي ټاکي، چې خلکو ته په ښه نیت سره مرستې ورسوي. سره له دې چې کارکوونکي د خپل هېواد په کارونو باندې بوخت دي، ځینې یې له خپل هېواد څخه بهر چې څه ناڅه ۱۴۰۰ نفره دي چې په کار بوخت دي، او دا خلک باید په انګلیسي، فرانسوي ژبو باندې خبرې وکولای شي او کوم چې سنونه يې ۲۵ – ۳۵ پورې دي، هغوی ته تمرین ورکول کېږي، چې په یوازیتوب د یوې وړې ټولنې سره له کارکولو خصلتونه پیدا کړي.
او دوی باید له کړاوونو سره د مخامخ کېدو توان ولري، کېدای شي خپل ځانونه هم له لاسه ورکړي.
نه یوازې دا ډله، بلکې د ژباړې او نورې برخې هم په بر کې نیسي، چې دغه کړنې د ۶ – ۱۲ میاشتو کې سرته رسوي او دوی څخه متقضی دي چې مخکې د کار له پیله ۳ کاله کاري تجربه ولري او دا خلک هغه ځای سره د عادت، رفتار، ژبه او د بلدیت پر اساس ډېر رول ورکول کېږي، چې په ساده‌ګۍ سره وکولای شي، مرستې سرته ورسوي. او په سره صلیب کې داسې نورې ډېرې برخې دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ