سپورټ کرکټ

کېنګز ایلیون پنجاب، ډیلي کرکټ لوبډلې ته د سوپر اوور کم ټارګېټ ورکړ

سپورټ یاران

د سپټمبر په ۲۰ مه د آی پي اېل دویمه لوبه د کېنګز ایلیون پنجاب او ډیلي کپېټلز کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ډیلي لوبډلې په شل اورونوکې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د مارکس سټاینېس د ۵۳ منډو په مرسته ۱۵۷ منډې وکړې.

شمې د پنجاب کرکټ لوبډلې لپاره درې وېکټې واخېستې.

مجیب الرحمن په دې لوبه کې شتون نه درلود.

پنجاب لوبډلې هم د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره د میانک اګروال د ۸۹ منډو په مرسته ۱۵۷ منډې وکړې او دې سره د دواړو لوبډلو منډې مساوي شوې.

لوبه سوپر اوور ته ووته.

پنجاب کرکټ لوبډلې د سوپر اوور لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې د دوه وېکټو په سوځېدو سره دوه منډې وکړې.

کګېسو رباډا د ډیلي لپاره سوپر اوور ترسره کړ.

د سوپر اوور په ترڅ کې پنجاب ډیلي ته درې منډې هدف ورکړ.

‌ډیلي کپېټلز کرکټ لوبډلې دغه هدف په درې توپونو له وېکټې لوېدو پرته پوره کړ او لوبه یې وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړی اسټرالیایي الراونډر مارکس سټاینېس وپېژندل شو، هغه د لومړي ځل هدف اېښودلو پرمهال په ۲۱ توپونو د ډیلي لپاره ۵۳ منډې وکړې.

ای پي اېل کې له ۲۰۰۸ څخه تر دې دمه ۹ لوبې سوپر اوور ته وتلي دي

۲۰۰۹ کې آی پي اېل په افریقا کې ترسره شو، دا دویم پړاو.

په دې پړاو کې د راجستان او کلکتې ترمنځ لوبه سوپر اوور ته وتلې وه، چې راجستان لوبډلې پکې کلکتې ته ماته ورکړه.

۲۰۱۰ کې پنجاب له چینای څخه لس منډې هدف پوره کړی و.

۲۰۱۳ کې د حېدراباد او بنګلور ترمنځ لوبه سوپر اوور ته وتلې وه، چې حېدراباد لوبه وګټله او بنګلور لوبډله ونه توانېده، چې شل منډې هدف پوره کړي.

۲۰۱۳ کې بنګلور او ډیلي لوبډلې سوپر اوورکې مخ شوې، چې بنګلور لوبډلې پکې ډیلي ته ماته ورکړه.

۲۰۱۴ کې راجستان او کلکته سوپر اوور کې ولوبېدې، چې سوپر اوور د ۱۱ منډو په کولو سره یو ځل بیا مساوي شو او بیا د یوې بونډري په زیاتوالي سره لوبه راجستان وګټله.

۲۰۱۵ کې د راجستان او پنجاب لوبډلو لوبه سوپر اوور ته ولاړه، چې پنجاب لوبډلې وګټله.

۲۰۱۷ کې ممبيي او ګوجرات لاینز لوبډلې سوپر اوور کې مخ شوې، چې ممبيي لوبډلې ۱۲ منډې وکړې او ګوجرات لاینز لوبډله بریالۍ نشوه، چې لوبه وګټي.

۲۰۱۹ کې ډیلي او کلکته لوبډلې سوپر اوور کې ولوبېدې، چې کلکته لوبډله د ۱۱ منډو  په پوره کولو بریالۍ نشوه او رباډا وتوانېد، چې ډیلي ته سوپر اوور وګټي.

اوس ۲۰۲۰ کې یو بیا د ډیلي لوبه د پنجاب سره ټای شوه، چې پنجاب تر ټولو کم هدف درې منډې ډیلي ته ورکړ.

ډیلي دغه هدف په سوپر اوور کې پوره کړ او پنجاب ته یې ماته ورکړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ