ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه سوله

سوله؛ هغه څه چې هر انسان یې غوښتونکی دی

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

سوله یوه سپېڅلې کلمه ده او د الله ج د ټولو مخلوقاتو لپاره اړینه او طبیعي غوښتنه ده، انسان تر نورو زیات سولې او آرامي ته اړتیا لري. سوله هغه تړون دی چې جنګ او شخړې پرې ختمېږي، ځکه یې نښه هم کوتره ورته ټاکلې چې آزاده و اوسي او په ازاده هوا کې وزرې ورپوي. سوله د جنګ، جګړو ځای ته ځان ور رسوي او د خلکو د کلونو ویر او دښمني په ورورولۍ او دوستۍ بدلوي.

په هره ټولنه کې چې سوله وي هلته امن وي او چې امن وي، نو هلته خوندیتوب وي. په دې مانا چې د ټولنې مېشت وګړي ځانونه په امن کې احساسوي چې د امن احساس بیا د پرمختګ لارې چارې برابروي.

سوله د کورنۍ له چاپیریاله نیولې د هېواد، ټولنې او نړۍ په کچه د وګړو ترمنځ غوره کار، خیر، ښېګنه، د ژوند نېکمرغي، د پرمختګ لاره او داسې روښانه جوهر دی چې انسانان ژوند ته خوښي، ښکلا او هر اړخیز سمون بښي. له سولې پرته ژوند تورتم وي.

د سولې په هکله په قران کریم کې ډېر روایتونه راغلي دي چې الله تعالی فرمایي (و صلح خیر) ژباړه: په سوله کې خیر دی.

هندی لیکوال د سیدیا ها په نامه وایي: سوله داسې بې ضرره شی دی چې هېڅ څوک له هغه څخه ضرر نشي لیدلای.

سوله تل په دوو معنا راغلې

یو؛ چېرته چې دوې متضادې ډلې د یوه او بل پر وړاندې ولاړې وي، دواړو ډلو تورې ایستلې وي او د یو بل د وژلو هڅې کوي، نو سوله یې منځته رادانګي او دا لویه فتنه ختموي.

دویم؛ چې جګړه پېښه شوې نه وي، خو د جګړې په اسبابو او لاملونو کاروان وي، د هغوی په منځ کې هم سړې اوبه شیندي او هغوی ته د ورورولۍ لاس ورکوي.

د ژوند په ټولو چارو کې مو سوله نغښتې ده؛ کله چې د ژوندکولو لپاره کار ته اړتیا لرو که کار ونه کړو، نو ژوند مخې ته نه شو وړلای د کار او ژوند ترمنځ دې اړیکې ته سوله وایي چې موږ ته یې د دې ډاډ راکړی چې له کار سره مینه وښیو او یو آرامه ژوند په مخه یوسو.

د دې لپاره نو باید په هره ټولنه یا کورنۍ کې سوله وي، چې په هغه ځای کې خلک کار وکړي د کار له لارې خپل ژوند تامین او روزي پیدا کړي.

انسانان تر هغو د سولې په ارزښت نه پوهېږي؛ تر څو چې بې امنیتي، بدمرغي او له جګړې سره مخ نه شي. سوله د ژوند د خوشحالۍ لپاره یو اساس یا پایه ده، نېکمرغي، آرامي دا ټول سولې ته اړتیا لري، کم ځای کې چې سوله وي په هغه ځای کې آرامي، نېکمرغي وي او ځوانان کولای شي چې په ارامه کار او زده‌کړه وکړي. په کوم ځای کې چې سوله نه وي، هلته ښوونځي نه وي، د پرمختګ پر ځای خلک نالوستي او وروسته پاتې کېږي، د مینې پرځای د خلکو په زړونو کې کرکه، کینه او بدبیني وي.

کله چې په قومونو کې اختلافات پیدا شي، نو د هغوی په کورنۍ کې هم پیدا کېږي او د دوی ټولنیز ژوند به له ډېرو ستونزو سره مخ شي. کله چې ځنګل کې د ښکار لپاره حیوانات په خپل منځو کې جنګ کوي نو د یو بل زخمي کول پیل کړي، نو تاسې خپله فکر وکړئ، دا د انسانانو لپاره دا ښه کار دی چې د جنګ له لارې خپل وروڼه زخمي کړي. تر کومه وخت به انسانان له حیواناتو څخه تقلید کوي.

انسانانو ته ځکه اشرف المخلوقات ویل شوي چې د انسانانو ژوند باید د حیواناتو له ژوند سره توپیر ولري.

سوله یوه منزوي ټولنه د پرمختګ لوري ته کاږي، سوله د غره څوکه یا لمن نه ده چې موږ هغې ته لاره جوړه کړو یا کله چې هغه ځای ته ورسېږو، فکر وکړو موخه مو پوره شوه، سوله هغه لاره ده چې ټول وګړي یو ځای هغه موخې ته ګام پورته کړي.

سوله په درې ډوله ده. مثبت، منفي او دموکراتیک سوله.

لکه جان لاک ویلي: “سوله پر دې معنا نه ده چې یوازې ژوندي و اوسو، بلکې باید ارامه ژوند هم وکړو.

سوله انسانانو ته د اخلاقو درس ورکوي، هغوی یووالي ته رابولي او په ټولنیز او کورنیو کارونو کې په یوځایوالي ټینګار کوي، چې ټول سره یوځای شو او په خپل هېواد کې سوله راولو او یو له بل سره په سوله کې ژوند وکړو.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ