Advertisements
سینما او موسیقي

په بالیووډ کې د سناکشي سنها ۹ کلن مزل

د هندي سینما ښکلې نجلۍ سناکشي سنها په فلمي نړۍ کې خپل ۹ کلن فلمیز ژوند بشپړ کړ.

د ۲۰۱۰ کال د سپټمبر د میاشتې په ۱۰ دغې ښکلې فلم ستورې د دبنګ فلم څخه بالیوډ ته قدم کېښود.

د بنګ فلم څخه د فلم نړۍ ته راغلې دغه ستورې په څو ورځو کې د شهرت لوړو ته ورسېده.

په دغه فلم کې سلمان خان د چل بل پاڼډې او سوناکشي سنها بیا رجو مرکزي رول لوبولی دی، د دغه فلم یو ډیالوګ ډېر مشهور وه، تهپړ سې نه هي، پيار سي لګتا هی(له څپېړې وېره نه لرم له مينې یې لرم)

په بالیوډ کې د خپل نهه کلن فلمیز سفر پوره کولو سره شوخې او ښکلې فلم لوبغاړې په خپل انسټاګرام اکونټ یوه احساساتي لیکنه کړې چې یې لیکلي، نن څخه ۹ کاله وړاندې یې فلم دبنګ نندارې ته وړاندې شوی و، د دې په خبره د دې دا معنی ده چې د اداکارۍ بې شانه سفر یې پيل کړی و.

زیاتوي، که رښتیا ووایې هیڅ پته ورته نشته چې دا وخت څنګه تېر شو ، ځکه چې داسې احساسوی لکه د پرون په څېر.

انسټاګرام.png

سوناکشي سنها په بالیوډ کې د مشهور او مخکښو فلم اتلانو سره کار کړی او د غوره اداکارۍ سره سره یې ځينې جایزې هم ګټلي دي.

په دبنګ ټو فلم په دویمه برخه کې یې هم د سلمان خان سره مرکزي رول ولوبو او اوس یوځل بیا د چل بل پانډي او رجو په رول د فلم د مینوالو د زړونو د ګټلو هڅه کوي.

په کومه ورځ چې سوناکشي سنها په خپل انسټاګرام اکونټ پوسټ کړی وه په هماغه ورځ سلمان خان بیا د خپل راتلونکي فلم دبنګ۳ پوسټر په خپل ټویټر اکونټ باندې خپور کړی او ورسره یې لیکلي وه، چل بل پانډې راغی، پوره ۱۰۰ ورځې وروسته زمونږ سلام وکړئ.

باید یاده شي چې د روان کال د اپریل څخه سوناکشي د دبنګ۳ فلم په شوټینګ بوخته ده چې د پیل سره سم یې د لومړۍ ورځې انځور په خپل انسټاګرام اکونټ خپورکړی او زیاتو مینوالو خوښ کړی و.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی