سینما او موسیقي

سوناکشي سنها وايي، بالیوډ داسې ځانګړی کس نه شته چې واده ورسره وکړي

اعلان

د هندي سینما ښکلي او دبنګ ستورې سوناکشي سنها په دې ورځو کې په خپل راتلونکي کاميډي او جنګي فلم خانداني شفاخانه ته په اعلاناتو بوخته ده، چې په دغه فلم کې په ځانګړي او بېل انداز کې راښکاره شي.

خانداني شفاخانه کې سوناکشي سنها د یوې داسې نجلۍ رول لوبوي چې د خپلې کورنۍ د مشرانو وروسته روغتون چارې په خپل سمبالوي او د ناروغانو په درملنه کول په حال کې ښکاري.

په دغه فلم کې سوناکشي د نورو عادي ناروغیو سربېره د خلکو د جنسي مسائلو لپاره هم حل لاره لټوي او علاج یې کوي.

د خانداني شفاخاني د اعلاناتو په جریان کې سوناکشي په لومړي ځل په خپل شخصي ژوند باندې خبرې کړي او ویلي يې دي چې د یوه مهم کس سره مینه کوي.

د بالیوډ هنګامه د خبر له مخې سوناکشي سنها ویلي، د شوبز یا فلمی نړۍ د یوه مهم شخص سره یې اړیکې دي او په دې ورځو کې یې بیخD ښه هم دي.

که څه هم منلي یې دي چې د فلم د ډګر له کسانو سره اړیکې وې خو د چا نوم یې نه دی اخیستی.

دغه راز یې زیاته کړې چې مور او پلار یې غواړي چې ژر واده وکړي او په دې برخه کې ورته د یوه ښه هلک په لټه کې دي.

د دې فلم ستورې په خبره چې په بالیوډ داسې ځانګړی کس نه شته چې واده ورسره وکړي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې دغه ښکلې سینمایې ستورې وایېکه یې بوائ فرینډ یا هلک ملګري ورسره چل او فریب یا دوکه وکړه نو له ژونده تیریږي.

باید وویل شي چې په تېر کې د ۳۲ کلنې سوناکشي نوم د ارجن کپور په شمول سلمان خان او بنټی سجدي سره یوځای یاد شوې ده.

سوناکشي سنها په ۲۰۱۰ کال کې د سلمان خان سره د دبنګ فلم څخه خپل فلمیز ژوند پيل کړ او د دبنګ سریز په تېرو دواړو فلمونو کې يې رول لوبولی او ډېر ژر به یې په دریم کې هم راښکاره شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی