مارچ 2, 2021

ښکلې او تکړه سینمايي ستورې په یوه مسلمان ځوان میینه شوې

د هندوستانۍ سېنما ښکلې او تکړه فلم ستورې سوناکشي سنها پر یوه مسلمان ځوان مئینه شوې ده.
هندۍ رسنۍ وایي، یوه مسلمان ځوان چې تازه بالیوډ سېنما ته را روان دی د سوناکشي زړه وړی دی.
تېر کال په بالیوډ کې د مشهورو فلم ستورو او ښکلو جوړو تر منځ د ودونو ډک کال وو او د روان نوي کال د پيل سره هم د ځینو فلم ستورو د ودونو په تړاؤ خبرونه خپریږي، چې ممکن سږ کال به خپلې مینې ته ورسیږي.
په همدې ورځو کې به هندوستانۍ سېنما کې د ځوانې فلم لوبغاړي عالیه بهټ او رنبیر کپور د واده کیسه ګرمه ده.
بل لورته د مشهور فلمي اداکار کارتیک اریان او چنکي پانډي د لور اننیا پانډي تر منځ د نژدې اړېکو خبرې کیږي.
د دې سره سره د ښکلې اداکارې او مشهورې ستورې سوناکشي په تړاؤ هم ویل کیږي چې د یوه مسلمان هلک سره یې مینه پيدا شوې ده.

هندوستانۍ رسنۍ وایي، ژر ده چې دغه ځوان اقبال ظهیر به هم د بالیوډ په یوه فلم کې راښکاره شي.
د رپوټونو له مخې اقبال ظهیر او سوناکشي سنها په دې ورځو کې د یوه بل سره ډېر یوځای لېدل کیږي او همدا لامل دی چې پر دواړو د نژدې اړیکو او مئینتوب ګومان هم کیږي.
داسې ویل کیږي چې ظهیر اقبال په لومړي ځل سره د سلمان خان تر نظره ښه راغلی او د هندۍ سېنما دبنګ خان به نوموړی په خپله د منیش بهل د لور سره یوځای د مینې او رومانس څخه ډک یو فلم کې فلم نړۍ ته ور وپېژني.

د یادولو ده چې تېره میاشت د سلمان خان د زوکړې ورځې په مراسمو کې ځينو مشهورو ستورو ګډون کړی و، چې په دغه ډله کې د سوناکشي سنها په لومړي نظر سره پر ظهیر اقبال ميئنه شوې وه.

راشدخان: د یوه قوي ټیم درلودلو لپاره اړتیا ده، زیاتې ټیسټ لوبې وکړو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي     د ایسفاین کرکی انفو د راپور له مخي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي راشدخان ویلي، چې که موږ په کال کې له درې ـ څلورو لوبو ډېرې ... نور ولولئ