کین ویلیمسن او ځېنې نور لوبغاړي مالدیف ته ولاړل

 

د حیدراباد لوبډلې نوی لوبډلمشر کېن ویلیمسن د خپلو نیوزیلېنډي لوبغاړو سره یو ځای د هندوستان له مرکز څخه مالدیف ته ولاړل.

د آی‌پي‌اېل له ځنډېدو وروسته کین ویلیمسن او نور بهرني لوبغاړي خورا سختو تدابیرو لاندې وو.

دوی په ډیلي کې د کورونا تدابیر مراعت کړي وو او د قرنطین له امله نشو ګرځېدلای.

باالاخره مجبور شول، چې له هند څخه مالدیف ته وکوچېږي.

کین ویلیمسن، کایل جمېسن، مېچل سنټنر او یو ډاکټر ټامي سمسېک ټول مالدیف ته ورسېدل.

دوی به تر هغې هلته انتظار کوي، ترڅو چې د نیوزیلېنډ لوبډله انګلستان ته ولاړه شي او هلته به د ټېسټ سیالیو په قهرمانۍ جام لوبو کې ګډون وکړي.

له نیوزیلېنډي لوبغاړو سره یو ځای د جمعې په ورځ د اسټرالیا لوبغاړو هم هند پرېښی او مالدیف ته یې سفر کړی دی.

د هندوستان سوداګریزو لوبو مسوولینو ویلي چې:

« د نیوزیلېنډ لوبغاړو ځان په ډیلي کې د کرونا له امله خوندي نه احساساوه، همغه وو چې دوی د جمعې په ورځ  له اسټرالیایي لوبغاړو سره یو ځای مالدیف ته ولاړل».

د مې په یوولسمه نېټه به د نیوزیلېنډ لوبغاړي انګلستان ته ولاړ شي او هلته به د ټېسټ لوبو لړۍ پرانیزي.

د هند، انګلستان او نیوزیلېنډ ټېسټ لوبې

د نیوزیلېنډ، انګلستان او هندوستان لوبډلې به په انګلستان کې په ټېسټ لوبو کې سره مخ شي.

د نیوزیلېنډ لوبډله اوسمهال د ټېسټ لوبو په درجه بندۍ کې دویم ده او د هندوستان لومړۍ ده.

د اګسټ په څلورمه د هند لوبډله له انګلستان سره په انګلستان کې پنځه ټېسټ لوبې کوي، چې د دوی د پنځه لوبو لړۍ د سپټمبر په لسمه پای ته رسېږي.

د نیوزیلېنډ لوبډله هم له انګلستان سره د جون په دویمه او د جون په لسمه دوه ټېسټ لوبې کوي.

د جون په اتلسمه نېټه د نیوزیلېنډ او هندوستان ترمنځ یوه ټېسټ لوبه ترتیب شوې، چې دا لوبه به د ټېسټ لوبو د قهرمانۍ جام پایلوبه وي.

خو ښایي د دې لوبې مهالوېش بدل شي، ځکه دا مهال د هند لوبډله له انګلستان سره په لوبو بوخته وي.

 

وروستي مطالب