ژوند بڼه له نړۍ

نړۍ کې ولې یو شمیر انسانان ځان ځناور بولي؟

لیکنه: مهر تاج

نړۍ کې داسي انسانان هم شته چې ځانونه  څاروې یا ځناور بولي او د حیواناتو خویونه او پیښې کوي .

تر اوسه ٥٧ داسي قضیې  ثبت شوي دي .

دا یوۀ ډېره نایابه او عجیبه غوندې عصبي ناروغي ده، چې انسان ځان د یو ځناور سره مقایسه کوي او د هغې خویونه او پیښې کوي.

“برسلیز” (نیټ نیوز ) د راپور په حواله دې وروستیو کې بیلجیم کې یوه  ٥٤کلنه مېرمن په دې ناروغي اخته لیدل شوې ده، او کله چې ډاکټرانو د دغې میرمنې نه وپوښتل چې ته څوک یې؟ نو میرمنې په حیرانونکې توګه وویل چې زه یوه چرګه یم او د چرګې په شان یې د اوازونو ویستل پیل کړل.

دې ناروغۍ ته په طبي ژبه کې  زنتروپي (Zoanthropy) وایي .

ویل کېږي چې دا ناروغي په لمړي ځل ١٨٥٠ کې  ثبت شوه او  تر  ٢٠١٢  پورې ټولې  ٥٦ پیښې ثبت شوي وي، چې د بلجیم  پېښه د دغې سلسلې ورستی او اوه پنځوسمه پیښه ده .

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ