Advertisements
ټولنیز ژوند کلتور او هنر کورنی ژوند

د ناسمو کلتوري دودونو په وړاندې دریدل، ستونزمن خو ضروري دي

فرهنګ د يوې ځانګړې سيمې او جغرافيې معنوي شتمني ده چې د هغې سيمې د خلکو د پېژندګلوۍ سېمبول دی.

هره ټولنه له پيدايښته په خپله فرهنګ کې ځينې دودونه او عنعنات روزي او د همدې کلتوري دودونو پر بنسټ له نورې ځانګړتیا مومي او بقا کوي.

د هرې سیمې د دودونو او عنعناتو په جوړیدو کې د سیمې جغرافیوي موقیعت، لرغونې مذهبي انګیرنې، تاریخي پیښې، یرغلونه او نور ګڼ عوامل رول لري.

په ټولنیزو او کلتوري دودونو او عنعناتو کې ځینې د یوې ټولنې د سالمې بقا او هوساینې لپاره خورا اړین وي. همدارنګه د یوې ټولنې ښایست او ځانګړنه ده.

خو په دې کې ډېر کله ځینې ناوړه عنعنات او دودونه هم وي چې د یوې سیمې یا ټولنې د خلکو ژوند پیکه کوي او ترمنځ یې عقدوي چلند ته لاره برابروي.

د ناسمو دودونو او عنعناتو نقد او هغې ته ګوته نيول جرم نه بلکې د ټولنې د هر فرد مکلفيت دی. د يو ناسم فرهنګ او اصل سره د مخالفت په پايله کې ښايې د يوې ټولنې د لوی قشر حق خوندي شي.

لازمه نه ده چې انسان دې ځان په عنعناتو او کلتوري دودونو پورې وتړي بلکې دا دې د خپل ژوند د آرامښت او هوساينې لپاره وکاروي.

په يوې سنتي ټولنه کې د نيکونو او پلرونو څخه راپاتې عنعناتو او کلتوري رواجونو ته ګوته نيول ساده کار نه دی که څوک يې مخالفت وکړي نو ممکن له ګڼ شمېر ستونزو او د مقابل لوري له سخت غبرګون سره مخ شي.

د هغو ناوړه باورونو ورانول ښايې ډېر وخت ونيسي چې زمونږ په ذهن کې له ماشومتوبه ټومبل شوي.

روزا پارکس د جنوبي امريکا له تبعیض څخه په یوه ډکه سيمه کې اوسيدله چې آن په بسونو او اورګاډو کې د تګ او راتګ لپاره هم د تور پوستو او سپين پوستو تر منځ تبعيض موجود و.

د هغه وخت د یو قانون پر اساس موټر ته د سپين پوستي له پورته کیدو سره بايد ناست تور پوستی له څوکۍ پورته شي او خپل ځای سپين پوستي ته پرېږدي.

روزا د دغه عمل پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شوه او ويې غوښتل له خپلې الهي ورکړې( آزادۍ) نه په استفادې د ياد قانون پر وړاندې ودريږي او مخالفت وکړي.

روزا پارکس د امریکا کې د مدني حقونو د خوځښت مخکښه غړې وه چې د لومړي ځل لپاره په بسونو کې د تورپوستانو په وړاندې د تبعیض د قانون مخالفت وکړ.

د روزا د دې مبارزې له امله په جنوبي امريکا کې د انسانيت پر ضد يو تحميل شوی اصل له ريښې و ایستل شو او تور پوستانو هم دغلته د نورو ميشتو نژادونو په څېر له کوم قيد او شرط پرته د ازاد انساني ژوند کولو حق تر لاسه کړ.

دا او دې ته ورته ډېر داسې مسايل شته چې د انسانانو د پرلپسې هڅو له کبله له منځه تللي او يا يې داسې رنګ ځانته اخيستی چې په عملي کولو يې انسان د يو محکوم موجود احساس نه کوي.

موږ په افغاني ټولنه کې ډیر داسې ناوړه دودونه او عنعنات لرو چې باید په وړاندې یې غږ پورته شي او بالاخره سمون په کې راشي.

یو له دوی څخه له ښځو سره زموږ په ټولنه کې ناانډوله چلند دی.

په افغاني ټولنه او په ځانګړي توګه پښتني فرهنګ کې ښځه د دويم جنس په صفت پېژندل شوې. له پيدايښته ترې د انتخاب او پرېکړې حق اخيستل شوی. په بدو کې ورکول کيږي، د خوښې خلاف ودول کیږي او آن کله کله يې د جسمي شکنجې په صورت کې د ژوند پرېکړې کيږي چې دا د هغوی په حق کې ستره جفا ده .

په افغاني ټولنه کې ګڼ افغانان لا هم دې ته نه دي قایل چې نجونې دې ښونځي ته د تلو او زده کړو حق ولري.

ډیر افغانان لا هم دې ته نه دي قایل چې ښځې د زده کړو او کار کولو حق لري.

موږ باید بالاخره د خپلو هغو ټولنیزو عنعناتو د سمون هڅه وکړو چې له ښځو سره د نابرابرۍ چلند ته لاره هواروي.

ښځې ته بايد د هغې په ژوند پورې تړلي واکونه ورکړل شي، د نارينواکې ټولنې پر ضد غږ پورته کول به د يو بل مړه شوي غږ انګازه وي.

ښځه هم د ځمکې پر مخ د نورو پيدا شويو بنده ګانو په څېر ژوندی مخلوق دی، د ژوند کولو او ساه اخيستو تر څنګ د خپل برخليک په ټاکلو کې د انتخاب او پوهاوي حق لري.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ غرنۍ، کابل کې د یاران د ټیم غړې

تورپیکۍ غرنۍ کابل میشته لیکواله او ژورنالیسته ده- په یاران کې یې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق خپله له لیکوالې او یاران ادارې سره خوندې دی.