د مصالحې شورا په ۶۲ کسیزه پلاوي کې ځينې جهادي رهبران

لیکنه: ولمه ځلا 
د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د مصالحې شورا د پلاوي نوملړ په داسې حال کې اعلانېږي چې د په ناټو کې د امریکا سفیره هم د بین افغاني مذاکراتو ۲۱ کسییزه پلاوي هرکلي کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري وايي چې د بین الافغاني سولې لپاره درې ساختارونه، چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره پلاوی، مصالحې شورا او مشورتي شورا په پام کې نیول شوي دي.
دغه وزارت د وري په اوومه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ملي امنیت پخواني مشر معصوم ستانکزي په استازیتوب د ۲۱ کسییزه پلاوي نوملړ اعلان کړ.
همدا زار د ولسمشر سلاکار وحید عمر څو ورځې وړاندې ويلي وو چې د مصالحې شورا پر نوملړ او ترکیب کار روان دی چې ژر تر ژر به اعلان شي.
رسینو ته د مصالحې شورا ۶۲ کسییزه پلاوي نوملړ رسېدلی چې د مشري لپاره یې پخواني اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ته وړاندیز شوی دی.
خو که ډاکتر عبدالله عبدلله دغه مشرۍ ونه مني، نو ولسمشر محمد اشرف غني به د دغه پلاوي مشري وکړي.
په دغه پلاوي کې یو شمېر پخواني جهادي مشران لکه  د عبدالرب رسول سیاف، حامد کرزي، عبدالله عبدالله، سرور دانش، عبدالرشید دوستم، ګبلدین حکمتیار، محمد یونس قانوني، محمد حنیف اتمر، محمد کریم خلیلي، محمد محقق، فضل‎الهادي مسلمیار، عطا محمد نور او ګڼ شمېر نورو سیاستوالو نومونه شامل دي
د معلوماتو له مخې، د مصالحې عالي شورا د سولې اړوند پرېکړو، واحد دریځ، طرحو وړاندې کولو، له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د مرکچي پلاوي د ټاکلو لپاره جوړه شوې ده.
خو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر مايک پامپیو، د سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیل زاد، اورپایي ټولنې او یوناما وروسته د په ناټو کې د امریکا سفیرې هم د بین الافغاني مرکچي پلاوي هرکلی کړی دی.
په ناټو سازمان کې د امریکا سفیرې کې بیلي هاتچیسن (Kay Bailey Hutchison) په بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د افغان حکومت د سولې مرکچي پلاوی په پراخه توګه د افغانستان د بېلابېلو خلکو استازیتوب کوي.
دې د طالبانو له لوري پر افغان امنیتي ځواکونو وروستي بریدونه غندلي او له طالبانو یې غوښتي چې د تاوتریخوالي د کمېدو پر ژمنه دې ودریږي.
په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي هم له طالبانو د تاوتریخوالي د کمښت غوښتنې کړې او د سیاسیونو تر منځ کرکېچونه په اړه یې اندېښنه ښودلې ده.
ینس سټولټنبرګ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې ته وویل چې طالبان باید په افغانستان کې اورکم ته د خپلې ژمنې سره غاړه کېږدي.
دی وايي طالبان باید د هغې هوکړې درناوی وکړي چې د دوی او امریکا ترمنځ لاسلیک شوې ده.
ده وویل چې ناټو به د افغان حکومت سیاسي، اقتصادي او پوځي مرستې ته دوام ورکوي،‌ او طالبان باید پر دې پوه شي چې د جګړې له لارې نشي بریالي کېدلی او باید د خبرو مېز ته کېني.‌
هغه زیاته کړې چې تر سږ کال اوړي به افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر ۱۲ زرو ته راټیټ شي، خو د نور کمښت په اړه لا هېڅ پرېکړه نه ده شوې.‌
د یادونې وړ ده چې دوې ورځې وړاندې د طالبان درې کسییزه ډله کابل ته د طالب بندیانو د خوشې کېدو په موخه رارسېدلی ده.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.