بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

شهرت (محبوبيت) څه دى؟

ژباړه او زیاتونه: صدیقه پوپلزۍ

مشهوره اوسېدل، مینه لرل، منل یا هم ټولنیز ښایست یو له رواني اړتیاوو څخه دي.

شهرت لرونکې انسانان څه کوي؟

په هر محفل کې ځانته ملګري پیدا کوي، په اړیکو کې غرور نه کوي، په ډېرې راحتۍ سره خپل حالت نورو ته بیانوي، په هر ځای کې د خوښۍ په لټه کې وي، ډېر وګړي هڅه کوي چې دوی یې ملاتړي اوسي، د ښه اخلاق درلودونکي او میلمه‌پاله دي، په اسانۍ سره خلک خوشحاله او ارامه کوي، په وګړو کې علاقه، ځواک او خوند منځته راوړي، د خلکو ډاډ او باور ژر لاسته راوړي او هېڅکله د خلکو په هکله قضاوت او نیوکه نه کوي.

څنګه پوه شو چې مشهوره یو که نه؟

وګړي زموږ خبرې اوري، موږ ته درناوی کوي، له زموږ سره ډېره مینه کوي، ارزښت راکوي، د پام وړ یې ګرځېدلي یو او د ستونزې پر وخت راسره مرسته کوي.

که محبوب نه اوسو له کومې ستونزې سره مخ کېږو؟

که ښې او سالمې اړیکې نه شو جوړولای، پرمختګ او وده نشو کولای، سپک، ذلیله او ګواښل کېږو، د خلکو د پام وړ نه ګرځو، د یوازیتوب احساس کوو، زموږ ملاتړ کوونکي او ملګري کمېږي، یوازې ملګرو او کورنۍ ته رسېږو.

ولې انسانان را څخه کرکه کوي؟

تفاهم ته نه رسېږو، یو بل نه درک کوو، مرسته نه کوو، دروغ وایو، په هر کار کې دخالت کوو او له چا سره سم چلند نه کوو.

سلام ورکول، موسکا، اهمیت ورکول، په خوشحالۍ کې ګډون کول، د خلکو اړتیاوې پوره کول، دا هغه څه دي چې د نورو پر وړاندې مو عزیز او ښه ثابتوي.

څه ډول یوه ښه ټولنیزه اړیکه ولرو؟

باید هڅه وکړو چې نور وپېژنو، تل تر ټولو ښه شیان په نورو کې وګورو، خپله پوهه په هره برخه کې باید ډېره کړو، د نورو خلکو خبرې په سمه توګه واورو، یعنې یو ښه اورېدونکی شو، مهربانه اوسو، خپل ځان د هغوی په ژوند پوه کړو او نوم یې په ذهن کې ثبت کړو، ځکه کله چې موږ د یو چا نوم اخلو د هغوی د خوشحالي سبب کېږي.

څه ډول مشهوره شو؟

مثبت فکر وکړو، انګېزه ولرو، خلاص او انعطاف‌منونکی ذهن ولرو، وټاکئ چې په کوم شي ښه یاست، پړېکړه وکړو، له سختیو تېښته مه کوئ، تمرین ترسره کړو، په تجربه کولو سره زده‌کړه وکړو، له ماتې سره مخامخ شو، تل سم راسته ولاړ اوسو، ځکه زموږ ځواک، اعتماد او باور زموږ د درېدلو له ډول څخه معلومېږي، خپل غږ ډېر باید جیګ نه کړو.

ځکه د کار په ځای کې زموږ غږ دا معلوموي چې به نورو څومره اغېزه کولای شي، انځور جوړ کړو. کله چې خبرې کوو د دې لپاره چې وښیو پر ځان ډاډ او باور لرو، نو کولای شو د انځوړ جوړولو له تخنیک نه ګټه واخلو، خپل لاسونه خپل شاته ونیسو. که د دوو دقیقو په ترڅ کې خپل لاسونه شاته ونیسو دا کار د تسترون هورمون تحریک سبب کېږي چې نېغه اړیکه د مسقیمې اړیکې او پر ځان باندې تسلط لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ