د سلمان خان ورور او عربینز لوبډلې خاوند: يوازې پر راشد خان حساب کوم !

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ليکنه: مدثر دعوت
د باليووډ سينما مشهور لوبغاړی، او په لس اووريز ليګ کې د مراټيا عربينز لوبډلي خاوند سوحيل خان وايي په خپلي لوبډلي کي تربل هر لوبغاړي پر راشدخان ډير حساب کوم.
سوحيل خان چي د سلمان خان ورور دی د يوې ځايي رسنۍ سره يې په مرکه کي ويلي چي دی د راشدخان لوبي هرکله تعقيبوي او سرسخت مينوال يې دی.
نوموړي راشدخان د نړۍ په سطحه يو غوره ځوان او پياوړی لوبغاړی ياد کړی او دخپلي لوبډلي لپاره يې دا وياړ بللی چي د نړۍ لومړی مقام الرونډر او لومړی مقام توپ اچوونکی ورسره په لوبډله کي ګډون کوي.
۲۱ د سلمان خان ورور او عربینز لوبډلې خاوند: يوازې پر راشد خان حساب کوم !
د لس اووريز کرکيټ ليګ دويم پړاو سيالۍ چي د رواني نومبر مياشتي په يوويشتمه نيټه د دوبۍ په شارجې کرکيټ لوبغالي کي پيل کيږي، ډير احتمال سته چي راشدخان به دخپلي لوبډلي لوبډلمشر وي.
د راشدخان سره دوه افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځی او نجيب الله ځدران هم په لوبډله کي يوځای دي.
۲۲ د سلمان خان ورور او عربینز لوبډلې خاوند: يوازې پر راشد خان حساب کوم !
د سوحيل خان ترڅنګ ټول هندوان پر راشدخان مينان دي.
د ۲۰۱۸ز کال هندوستان پريمرليګ په دوران کي دهند ولس د راشدخان څخه دومره متأثره سو چي له خپل حکومته يې وغوښتل ترڅو راشد ته افتخاري تابعت ورکړي.
راشدخان د نړۍ يوله مشهورو او بې مثاله لوبغاړو څخه دی، چي د کرکيټ د نړيوالي شورا د شل اوريزو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کي لومړی،د يو ورځنيو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کي دويم او د الراونډرانو په درجه بندۍ کي لومړی مقام لري، چي محمدنبي ورسره په دويم مقام کي قرار لري.
۲۳ د سلمان خان ورور او عربینز لوبډلې خاوند: يوازې پر راشد خان حساب کوم !
په راتلونکي لس اووريز کرکيټ ليګ کي چي يوازي دګوتو په شمير ورځي ورته پاته دي د افغانستان ۱۲ لوبغاړي د نړۍ د نورو مشهورو او پياوړو لوبغاړو سره يوځای په کي برخه اخلي.