ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې رسنۍ ژوند بڼه کلتور او هنر

ټولنیزې رسنۍ او ترې د عشق و محبت په نوم ناوړه استفاده

لیکنه: مهر تاج

لیکنه: مهر تاج

لکه څرنګه چې سایبرنیټ، سوشل میډیاوې، ټیکنالوژۍ وغیره ګڼې ښیګڼې لري تر څرنګ یې یو لړ تاوانونه هم لري او زیاتو جرایمو ته زمینه سازي هم کوي.

د نیمګړتیاوو/ زیانونو له ډلې یې یو هم د عشق، محبت/ مینې موضوع ده؛
نن سبا دې مشکل سره ۷۰ فيصده ځوانان مخ دي چې وجه یې “سوشل میډیا” ده.
سوشل ميډيا په انسان کې تنده پيدا کوي. وجه یې اندرونې تنهایي یا ځانته والی دی.
په هلکانو کې شهواني تنده او جينکو کې د مينې (احساساتي) تنده ده.
جینکۍ يو نيږدې نارینه ملګري ته ضرورت احساسوي چې خپل احساسات ورسره کاملاً شريک کړي او د هلکانو هدف بيا له دې لارې خپل شهوت سړول یا معمولي موقع نه استفاده کول وي. (البته استثناء په دواړو کې شته!)

نارينه پر معصومو نجونو/ مېرمنو د مینې محبت د جادو جال غوړوي او کله چې مطمین شي چې اوس مرغۍ کاملاً په جال کې بنده شوې او پوره يې تر عهدې لاندې راغلې، بیا ترې ناوړه او غیر اخلاقي غوښتنې کوي او وروسته ترې سوء استفاده کوي. بيا که نجلۍ لاره ترې بېله کړي او وغواړي خپل حيثيت اعاده کړي، دوی يې د عزت و ناموس په بېلابېلو موضوعاتو تهديدوي.

اګر چې دا کومه نوې خبره نه ده چې تر دغسې پېښو وروسته د ګڼ شمېر مېرمنو/نجونو پر بربادۍ او ځانوژنو سربېره د ډېرو درنو او باشخصیته کورنیو عزت و نوم هم د تل لپاره تر خاورو لاندې او نیلام شوی دی خو بیا هم یاده موضوع هېڅ مهمه نه ده ګڼل شوې او نه هم راسپړل شوې یا پرې بحث شوی دی. چا ته پرې د افسوس څه چې حتا انساني درک، عواطف، احساسات یې پر وړاندې محوه شوي دي چې ولې د معصومو پرښتو او کورنیو له عزت سره لوبې وشي/ وکړم او برباد شي/ کړم!؟

په دې نیږدي ورځو کې ورته پېښې نه تنها چې زیاتې شوي بلکې د ګڼو نجونو د مړینې، تباهۍ، خودکشۍ وغیره سبب هم کېږي. شخصي انځورونه ویډيوګانې ترې جوړول یا هم د بدنامولو لپاره په یوه نه یوه طریقه له کومه ځایه ترلاسه کول او تر میډیا راباسل. آخر دا کوم ډول لذت و خوند اخیستل دي یا د کوم درد غچ اخیستنه ده چې د انسان په مرګ یا بې حیثیته کولو ځانته تسکین ورکول کیږي او زړه پرې سړیږي!؟

که له یوه لوري د نارينه وو له لوري د “بلیک میل” موضوع ده نو له بل لوري د نجونو خپله ناداني یا تېروتنې هم منو چې عجیب و غریب انځورونه باسي یا خپله انفرادي ویډيو جوړوي او خپله د خپلې بربادۍ سبب کيږي.

دا يوه اوونۍ کېږي چې د یوې پاکستانۍ مشهورې سندرغاړې “رابعه پیرزاده” یوه غیر اخلاقي ویډیو میډیا ته راوتلې او د رسنیو سرخط شوې ده. که څه هم د یادې ویډيو په هکله څرګند معلومات نشته خو یادې سندرغاړې منلې چې ویډيو اصلي ده او دې د خپل ځان لپاره جوړه کړې وه او خپل موبایل یې جوړولو ته ورکړی و او دا ویډيو یې له لاسه وتلې ده خو ځینې رسنۍ بیا وایي چې نه، یاده ویډيو یې خپل مخکني بوای فرينډ ته لېږلې او هغه انټرنیټ ته اپلوډ کړې ده.

د “رابعه پیرزاده” د موضوع ذکر مې د ټولنې تر برداشت او عکس العمل ښودلو پورې وکړ.

ګر چې د یادې سندرغاړې داسې غیر اخلاقي کړنې په خلکو او بخصوص مینه والو کې یې لوی شوک رامنځته کړی خو بیا هم له اکثریتو نه زیاتو یې دا کار شخصي اخلاق و عمل بللی.

کله چې یاده سندرغاړې په خپلو رسمې پاڼو (ټویټر و فیسبوک) لایف راغله ژړل یې له خدایه د مغفرت او له مینه والو یې د بخښنې غوښتنه کوله نو ما پکې یوه موضوع ژوره درک کړه چې هېڅ چا ورته نه کنځلې وکړې، نه یې ورټله او نه یې هم منفي کومنټونه ورته وکړل.

د ټویټر په یوه پوسټ کې یې لیکلي وو:
«زه رابعه پیرزاده سر له ننه د شوبز نړۍ پریږدم / لاس ترې اخلم. الله تعالی دې زما د ګناهونو ماته عفوه وکړي او د خلکو زړونه دې ماته نرم کړي.
وَتُعِزُ مَن تَشَاء وتُذِلُ مَن تََشَاء »

ځینې کمنټونه:

ـ دلته هيڅوک هم پریښته نه دی، غلطي له هر چا نه کېږي، له الله تعالی بخښنه وغواړه، هغه غفور ذات دی، بخښنه به درته وکړي، انسان هېڅکله نه باید خپل همت له لاسه ورکړي، نوره ستا خوښه چې څه فیصله کوې.

_ کله چې دې د سکون، ارامښت لاره ورکه کړله نو خپل رب ته رجوع وکړه توبه ورته وباسه ځکه انسان ناقص دی. دعا وغواړه چې یا الله د مرګ نه مخکې ته او ستا رسول راڅخه راضي شئ.

ـ که عمره کوې، د عمرې مصرف دې پر ما.
ـ الله تعالی دې صبر درکړي.

ګڼ شمیر نورو وګړو ورته ښکلي ایتونه او احادیث لیکلي وو، د بېلګې په توګه:

وَإِنِّى لَغَفَّارٌ لِّمَن تَابَ وَءَامَنَ وَعَمِلَ صٰلِحًا ثُمَّ اهْتَدٰى

البته چا چې توبه وويسته، ايمان یې راوړ او ښه عمل یې وکړ، بيا سم روان شو، د هغه لپاره زه ډېر بخښونكی يم.
[سُوۡرَةُ طٰه : 82]

احادیث؛
_ کوم انسان چې پر بل چا پرده واچوله، الله تعالی به په ورځ د قیامت پر هغه پرده واچوي.

ـ الله تعالی لوی غفور و رحیم او بخښونکی ذات دی، که څوک ووایي چې الله تعالی دا نه بخښي نو د ده اعمال به لغوه او پر مخ وویشتلی شي.

_ د ښځې تر ټولو لویه تېروتنه خپل کمعقلتوب او غلطیانې دي، که چېرته وغواړي اصلاح کولای یې هم شي، د خلکو پروا مه کوه صرف د الله جل جلاله د حکم پروا ولره. زما مشوره درته دا ده چې یو څه وخت سوشل میډیا پریږده او د الله تعالی عبادت وکړه.

_ یاده پېښه او د کمنټونو ذکر مې تر خپلې افغاني ټولنې او د افغانانو / پښتنو تر فکر، حساسیت او برداشته وکړ چې د دغسې ناموسي مسايلو په اړه زمونږ په ټولنه او د بل په ټولنه کې څنګه عکس العمل ښودل کيږي او برداشت اخیستل کېږي!؟

زمونږ چلند وحشي او د دوی نسبتاً انساني دی. زمونږ په ټولنه کې داسې موضوع که رامنځته څه چې د دروغو افواهات په چا پسې جوړ یا یې په هکله واورېدل شي، صحرایي محکمې پرې بغیر له ثبوت و حقیقته صادریږي.

که یوه جینۍ، سندرغاړې / سندرغاړی، سیاسيون یا هم عادي و عام وګړی لایف راشي یا یو انځور یوه عادي خبره پوسټ کړي، ټول کمنټونه به کنځلې، رټل، نیا نیکه ورته یادول وي، د نیمګړتیاوو، فقر، غریبۍ او… پیغورونه به ورکول کېږي، رټل، سپکول او توهینول کېږي. داسې موضوع که رامنځته شي بیا خو یې کنځل څه مرګ روا وي.
هو، دا مې زمونږ تر اجتماعي اخلاقو، پوهې، برداشت او منفي و مثبت فکره وویل.

نتیجه او مهم سوال پاتې دی چې باید جواب ورته پیدا او حل شي!

ولې، یو څوک چې هره ورځ خپل قسما قسم شخصي ویډيوز، کورني انځورونه او مختلف رنګه سلیفیان پورته کوي ټولنه یې په هکله هېڅ عکس العمل نه څرګندوي، توصیف و تعریف یې کوي، خو برعکس کوم څوک چې مستور وي له یاد عمل ډډه کوي یا نه خوښوي خو که انځور یا ویډيو یې بازار یا انټرنیټ ته راووځي بیا بداخلاقه ګڼل کیږي، رټل کیږي او په سپکه ورته کتل کېږي؟

په داسې حال کې چې هېڅ غیر اخلاقي انځور به نه وي!؟

ایا شیطانت او عیب زمونږ په خپلو فکرونو کې دی او که نه د حیا کونکو او مستورو اشخاصو په بربنډولو او سپکولو کې پټ خوند احساسوو!؟
ـ جواب یې تاسې پیدا کړئ!

زه به لږ نقل درکړم او مثال کې وړاندې کړم!

(( اوس نو خبره د لمدو ويښتانو له عکسونو هم مخکې ولاړه. د ټيلي نار ټليفوني شبکې په يوه ټلويزيوني اعلان کې د څو ثانيو يوه صحنه راځي چې پکې يوه نجلۍ د تشناب د لمبا په ټب (حوض) کې له يوه چا سره د ويډيو کال په حال کې ښودل کيږي. ډېر خلک دا صحنه عادي ګڼي خو واقعيت دا دی چې لاشعور يې اتومات تجزیه و تحليلوي او ذهن يې ځان سره خوندي ساتي. د ټيلي نار په دې اشتهار کې نجونو ته دا ذهنيت ورکول کيږي چې د لمبا پر مهال هم ويډيو کال کوم عيب نه دی بلکې عادي خبره ده. خو کله چې د دغسې ويډیو کالونو سکرين شاټونه بازار ته راووځي نو د سايبر کرايم يعنې انټرنټي جرايمو، بشر حقوقو او نورو چغې و سورې شروع شي.
سهي ده، نجونو ته آزادي ورکړئ خو د خدای روی دی، خپل ګنده اهداف پرې مه عملي کوئ او تيارو کندو ته يې مه ورټېل وهئ.))

دا خو د پاکستان د يوې ټلیفوني شبکې د يوه اشتهار خبره وه، خو واقعيت دا دی چې دلته افغانستان کې هم دغه کيسې شته. دلته هم د ټليفوني شبکو په اعلانونو کې د نجونو او هلکانو ترمنځ د اوږدو ټليفوني اړيکو، آزادانه ګپ شپ او … صحنې ښودل کيږي او نوي نسل ته دا ذهنيت ورکول کيږي چې دا ګواکې د يوويشتمې پېړۍ د ځوان نسل ځانګړنې دي او موږ باید ورسره عادي شو. حال دا چې موږ په هر حال يوه مذهبي او قيد کلتوري ټولنه يو او دغه حد ته لا نه يو رسېدلي او نه دا کوم انساني پرمختګ دی چې له ځوان نسل نه د ژوند جوړولو اصلي اهداف پاتې وي او يوازې همدا خپلمنځي عاشقانه ټليفوني خبرو ته يې کار ویلی وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج