فبروري 27, 2021

په ټولنيزو رسنيو کې د معلوماتو او افکارو غلو سره بايد څه وشي؟

لیکنه: ډاکتر ویس وردګ
آيا پوهېږئ ولې لار درنه ورکه ده؟ دوست او دوښمن درنه ورک دی؟ ليکوال او شاعر مو درته غل غل ښکاري؟ د وطن خبرې درته هسې په سترګو کې شګې شيندل ښکاري؟ کله ددې فېسبوک پاڼې ته لاړ شئ، کله يوه ته غوږ کله بل ته… يو مو په زوره او په رضا غني ته سوق کړي خو سبا يې چې شخصي ګټه ورسره وتړل شي ناڅاپه درباندې غږ وکړي، چې غني غل دی زه ښه سړی يم. د بل چې له غني سره معامله لا روانه وي، هغوی به ترې پيغمبر جوړ کړی وی او له وطندوستۍ سره به يې د غني نوم تړلی وي چې که دې نقد وکړ ګواکي نه افغان يې نه ملي فکر لرې، بس يا د پاکستان ګوډاګی يې او يا د ايران… کټ مټ د طالبانو د ملاعمر کيسه يې ترې جوړه کړې… دا سلسله به روانه وي او هرڅومره چې ټولټاکنو ته نژدې کېږو، همومره به راباندې لاره ورکه کړي.
خو پوهېږئ چې ولې دا کارونه راباندې کېږي؟ ځکه موږ يوه «فکر» ته کار نه کوو، بلکې «افرادو» ته کار کوو. افراد همداسې چې ډوډۍ خوري او بيا تشناب ته ځي؛ همداسې د قدرت تږي هم دي. دا انسان پورې تړلې غريزه ده. نو تر هغه پورې چې د ملي «افکارو» پر اساس سياسي ګوندونه نه وي تشکيل شوي، همداسې به سرګردانه او لالهانده کله د يوه غله خولې ته مو سترګې خلاصې پاتې وي او کله د بل غله ته. او د غلو په لښکر کې به رانه هغه اصلي وطندوسته او صادق هم ورک ځکه وي چې کله ټول ماشين له يوې کمپنۍ جوړ وي، د بلې کمپنيۍ يوه وړه پرزه کله پکې کار کولی شي.
نو په لنډه کې ډيموکراسي د «افرادو» رقابت ته نه، بلکې د «افکارو» رقابت ته ويل کېږي. تر هغه چې د ملي افکارو پر بنياد سياسي ګوندونه نه وي جوړ، افراد به هېڅکله او هېچاته مسوول نه وي! سيسټم به درنه هغه ښه سړی هم واخلي او غل به ترې جوړ کړي. نو زما وړانديز دا دی چې دغه انتخاباتو کې ځانونه په افرادو نه؛ بلکې پر کتلو او ګوندونو ووېشئ او که ستاسې د خوښې ګوند موجود نه وي، جوړ يې کړئ. که تيار ګوند لرئ او وړوکی وي، له نورو لويو لويو ګوندونو سره يو ځای شئ. که ګوندي او سازماني سابقه لرئ او له هېواده دباندې ياست، همدغه اوړی يې موقع ده چې وطن ته راستانه شئ او سازماني حرکتونه «جوړ» کړئ. هغه ملګري چې وطن ته سوسيال اقتصاد په ګټه بولي، سوسيال ګوندونه دې تشکيل کړي. هغه چې کاپيټالسټي فکر لري، هغه دې کاپيټاليسټي ګوندونه تشکيل کړي. هغه چې اسلامي اقتصاد غوره ګڼي، هغه دې د اسلامي اقتصاد پر اساساتو ګوندونه جوړ کړي. خو هر يو ګوند دې يو محور ولري او بس؛ هغه «اقتصادي پاليسي». باقي نو ټولنيز او کلتوري مسايل دې فعلاً نه سياسي کېږي او هر قوم، مذهب او سيمه دې ځان ته پرېښودل شي چې خپل ټولنيز مسايل په خپل رسم او رواج حل او فصل کړي. مطلب مسايل دې په دريو برخو درجه بندي شي: اقتصادي، مذهبي او کلتوري (مدني). يوازې اقتصادي مسايل دې سياسي شي، نه دا دوه نور.
نو ملګرو، رفيقانو، او همسنګرانو: وطن له ډېرو بدو شرايطو تېرېږي. بلخوا تکنالوژۍ او ټولنيزو رسنيو وخت هم ډېر بدل کړی. ډېر ناپوهه، بې ثباته او بې کرکټره اشخاص به د کمپوټرونو او موبايلونو شا ته ناست وي او زموږ د ملت پر اساساتو به لوبې کوي. او همدا اوس يې عملاً کوي! نو بيا تکراروم، تر هغه چې پر «اقتصادي فکر» کار نه وي شوی؛ همداسې لکه نن؛ کله به مو غني ته خوله خلاصه پاتې وي، کله کرزي ته، کله اتمر او کله جنرال احمدزي او بل و بل ته… کله به يو راته په حقه معلومېږي او کله بل. په همدې کې وخت دی چې تېرېږي او دورې دي چې پوره کېږي. کله به يې په انګرېز ورتپو او کله به يې پرامريکا او… نو راټول شئ ملګرو، په ګوندونو راټول شئ! و امرهم شوری بينهم!