اپریل 16, 2021

ننګرهار کې واوره: د جلال اباد څنډو ته هم راورسیده + انځورونه

Advertisements
راپور: بشر درویش

د ننګرهار په ګڼ شمېر ولسوالیو کې له کلونو ځنډ وروسته د واورو اورښت پیل شوی.
دره نور، کامه، کوټ، سره رود، سپین غر، اچین، شینوارو، کوز کونړ، خوږیاڼي، پچیراګام، بټي کوټ، نازیان، هسکې مینې او یو شمېر نورې هغه ولسوالۍ دي چې کلونه وروسته په کې واور اوري.

د سیمه ییزو خلکو په وینا چې اوس هم یو شمیر سیمو کې واوره جریان لري او ځینو ځایونو کې واوره دریدلې ده.
د ننګرهار مرکز جلال اباد کې هم له پرون راهیسې باران جریان لري. شا او خوا ساعت وړاندې په جلال اباد ښار کې هم د واورې لومړۍ څپه راغله، خو تر شا او خوا نیم ساعت وروسته واوره او باران دواړه دریدلي دي.

خلک د واورو اورښت څخه د ابادۍ او سولې کال په موخه هر کلی کړی او هیله لري چې سږکال به د ابادۍ او سوکالۍ کال وي.

بل پلو د افغانستان د هوا پيژندنې ادارې په ټول هیواد کې د واورې او باران وریدو وړاندوینه کړې ده.

یادې ادارې ویلي چې په یو شمیر سیمو کې شاید سیلابونه هم ووځي.

په افغانستان کې د امکاناتو نه شتون له امله ډیر کله اورښتونه خلکو ته د زیان سبب ګرځي. ځکه په لریو پرتو او غرنیو سیمو کې لارې بندوي، واورې ښویږي او بلاخره د خلکو د خامو کورونو د لویدو ډیر پیښې رامنځته کیږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ