هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
سیاست

“کشپان” ويده دي؛ لارې بندې دي او د ولس تر واورو لاندې سا خېژي

د بېړنیو حالاتو د کمېټې مسوولين وايي، وار له مخه يې يو ميليارډ افغانۍ او نورې لومړنۍ مرستې د ولايتونو د بېړنيو پېښو مبارزې د کمېټو په واک کې ورکړې، دوی ډاډه دي چې د اړتيا پر مهال به ولايتي ټيمونه په ښه ډول سره ځپل شويو ته مرستې ورسوي.

د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې درنې واورې اورېدلې او د ډېرو ولايتونو، په ځانګړې توګه د مرکزي، شمالي او شمال ختيزو ولايتونو لويې او مواصلاتي لارې يې له مرکز او د ولسواليو لارې له ولايتونو سره بندې کړې دي.

دا مهال په بدخشان، نورستان، باميان، غور، دايکندي، غزنی او ځينو نورو ولايتونو کې له ولسواليو مرکز ته تللې لاندې بندې دي، نه د فوايد عامې او کليو پراختيا وزارتونو قرارداديان او نه هم د بېړنيو پېښو پر ضد د مبارزې کمېټې د دې خلکو له ستونزو خبرېږي، د واورو پاکولو قرارداديان خپل عيشونه کوي.

له تېرې جمعې راهيسې د افغانستان په ۲۵ ولايتونو کې واورې اورېدلې دي چې له دې ډلې په ۱۹ ولايتونو کې ډېرې شديدې ښوول شوې او پراخ مالي او ځاني تلفات له ځان سره لري.

ځايي خلک وايي، د طبيعي پېښو پر ضد د مبارزې ادارې، فوايد عامې، کليو او پراختيا وزارتونو کړنې خورا کمزورې دي، هر وخت د دوی د بې‌غوريو له امله انساني فاجعې رامنځ‌ته شوې. دوی هيڅ‌کله هم په سم ډول مرستې نه شي رسولای او نه هم چمتوالی لري.

د بېړنیو حالاتو د کمېټې رييس احمد خان قانع له سرخط سره په خبرو کې وويل، د افغانستان په ۳۴ ولايتونو کې واورو او بارانونو ډېری خلک وارخطا کړي، ځکه دا بې‌ساري اورښتونه دي، ان په کندهار کې له ۳۰ کالو وروسته واوره اورېدلې ده.

دی زياتوي، ځينې لويې لارې د واورو او شديدو توپانونو له امله تړل شوې، د يو شمېر سيمو د لويو او مواصلاتي لارو د پرانيستلو چارې پيل شوې او په يو شمېر سيمو کې توپان د کار مخه نيسي چې د دوو ورځو په جريان کې به ډېرې لويې لارې پاکې او د ټرافيکو پر مخ پرانيستل شي.

“همدا پرون د يو شمېر لارو د پاکولو چارې د فوايد عامې او کليو پراختيا وزارتونو د قرارداديانو له لوري پيل شوې دي.”

د سالنګونو ترڅنګ د بدخشان لارې، په ځانګړې توګه د راغ او يفتل ترمنځ لسګونه کسان بند پاتې وو چې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ولايتي نجات ټيمونو ځانونه وررسولي دي.

همدا ډول د باميان، غور، دايکندي، نورستان او غزني لارو په اوږدو کې هم مسافر له ستونزو سره مخ شوي او په دې سربېره، په ځينو سيمو کې د لارو د پرانيستلو له‌پاره ټيمونه لاس په کار شوي دي، خو اساسي ستونزه توپانونه دي چې د پاکوونې چارې ټکنۍ کوي.

په همې ولايتونو کې ډېری کلي له جدي تهديد سره مخ دي، لارې يې بندې دي او اړيکي ور سره پرې شوې دي.

د بېړنيو حالاتو د کمېټې مسوولين وايي، وار له مخه د طبيعي پېښو پر وړاندې چمتوالی نيول شوی، مرستې له وړاندې راټولې شوې، ولايتونو ته رسول شوې، د افغانستان د ۳۴ ولايتونو له‌پاره يو ميليارډ افغانۍ د بېړنيو او طبيعي پېښو له‌پاره ځانګړې شوې او همدا ډول له مخکې خوراکي توکي په ولايتونو کې ځای پرځای شوي دي چې د اړتيا پر مهال به د ولايتي ټيمونو له لوري د خلکو او ځپل شويو په واک کې ورکړل شي.

“تر اوسه حالت دومره د اندېښنې وړ نه وو، خو د دې حالت تخمين نه شي کېدلای. سل په سلو کې د پېښو د رامنځ‌ته کېدو او د هغو د ځای تخمين ناشونی دی.”

د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مالومات ښيي چې په تېرو څلورو ورځو کې د واورې اورېدو له امله ۱۳۷ کسان شهیدان شوي او تر ۱۰۰ډېر کسان ټپیان شوي دي، د کورونو د وېجاړېدو کره مالومات نه‌شته، خو ويل کېږي چې تر ۱۵۰ زيات کورونه ويجاړ شوي دي، خو دا شمېرې وروستنۍ نه دي.

بله‌خوا بيا ځايي مسوولين وايي، د ننګرهار ولایت په شېرزادو، خوګیاڼو او حصارک ولسوالیو کې د واورې اورېدو له امله نېږدې ۳۹۴ کورونه تخریب شوي او ۳۲۵ څاروي مړه شوي.

د نورستان چارواکي وايي، په مندول او برګمټال کې د واورې ښوېدنې له امله کلي تر واورو لاندې شوي دي چې ۶۶ کسان په‌ کې شهيدان شوي او ۲۷ نور ټپیان دي، اوس هم تر واورو لاندې کسانو د راايستلو چارې روانې دي. دا شمېرې هم وروستۍ نه دي بلل شوې.

د جوزجان چارواکي وايي، د ۱۰۰ کليو لارې له مرکز سره پرې شوې دي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې د واورې او سړو له امله په بدخشان کې۳۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، د ۱۲ ولسواليو لارې له مرکز سره پرې شوې دي.

بل لورته د غزني امنيتي مسوولين وايي، ۴۰۰۰ کسان چې د کندهار- کابل په لويه لاره کې بند پاتې وو د امنيتي ځواکونو له لوري ژغورل شوي دي.

له طبيعي پېښو سره د مبارزې مرستيال اسلم سياس وايي، د لارو د خلاصولو چارې د فوايد عامې او کليو پراختيا وزارتونو په غاړه دي، خو دغو وزارتونو يادې چارې بيا د يو شمېر شرکتونو پر اوږو وراچولې، هغوی ته يې د لارو د پاکولو قراردادونه ورکړي دي.

ځايي خلک وايي، په ډېری سيمو کې په ځانګړې توګه د ولايتونو او ولسواليو يا هم د ولسواليو او کليو ترمنځ غځېدلې لارې تړل شوې، د ورتګ او مرستو وررسولو هيڅ امکانات نه‌شته.

د بدخشان د يفتل اوسېدونکی مير زمان وايي، هيڅ‌کله هم کليوالې لارې نه پاکېږي، که کليوال خپله لاس په کار شي، ښه تر ښه کنې، د وی ولايت ډېری ولسواليو ته نه مرستې رسېږي او نه يې څوک له حاله خبرېږي.

دی وايي، هلته هر کال انساني فاجعې کېږي، خو څوک ترې خبرېږي نه.

“بدخشان د هغو ولايتونو له ډلې دی چې هر کال يې د واورو او بارانونو د اورښت له امله تر ۱۰ د زياتو ولسواليو لارې له مرکز فيض‌اباد سره پرې کېږي، ان د دې ولايت د ولسواليو لارې شپږ مياشتې تړلې وي.”

د نورستان خلک وايي، د لارو د پاکولو قرارداديان يوازې قراردادونه ترلاسه کوي، نور په خپله مخه ځي، هيڅ مرجع نه‌شته چې په دې برخه کې يا څار وکړي او يا هم دا قرارداديان وروغواړي.

دوی وايي، له پېښو سره د مبارزې ولايتي ټيمونه هم يوازې د ولايتونو تر مرکزونو پورې محدود شي، يا هم د هغو کسانو لاس ونيسي چې مېډيا يې غږ راپورته کړي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */