مارچ 8, 2021

نړیوال ریکارډ؛ د نړۍ تر ټولو کوچنی شطرنج جوړ شو

Advertisements

ترکي هننرمند د نړۍ تر ټولو کوچني شطرنج په جوړولو نړیوال ریکارډ خپل کړ. د دې شطرنج حجم ۰،۳۵ انچ ښودل شوی دی.
د معلوماتو پر اساس، د ترکیې اوسیدونکي ” نیکاټي کرکماز ” د نړیوال ریکارډ په جوړولو دا ثابته کړه، چې شوق هېڅ قیمت نه لري، که انسان لویه حوصله، ثابت درېځ ولري او په مینه کار وکړي هېڅکله لوړي حوصلې نشي بايللاى.
” نیکاټي کرکماز” وایي، دا شطرنج د نړیوال ریکارډ جوړونکي کوچني شطرنج څخه، دوه چنده کوچنی دی.
نوموړى وايي:

“ما به د تیرو ۶ میاشتو راهیسې روزمره شپږ ساعته د دې شطرنج په جوړولو کار کاوه.”

دغه ترکیي آرټسټ وایي، دا انتهایي کوچنی شطرنج د لوبى وړ دی، خو لوبیدونکي يې د بورډ(تختې) لیدلو لپاره، مایکروسکوپ ته ضرورت لري، (د مایکروسکوپ په ذریعه پرې لوبه کولای شي) او د شطرنج د دانو ګرځولو لپاره یو ډول ځانګړى چړې جوړى شوي دي.

د نړۍ تر ټولو کوچنی سطرنج

بهرنيو رسنیو په دې اړه ویلي؛ نوموړی ترک آرټسټ یا هنرمند د وړو څېزونو په جوړولو کې خاص مهارت/ وړتيا لري، چې له دې مخکې یې هم ۴۰ داسې انتهایي کوچني شیان جوړ کړي، چې نمایش ته وړاندې شوي دي.
“نکاټي کماز ” ویلي و؛ زه به د انتهایي کوچني شطرنج په جوړولو ثابته کړم، چې “ګینز بک آف ورلډ ریکارډ ” ته لار پیدا کړم. همداسې یې وکړل او د کوچني شطرنج په جوړولو یې په نړیوال ریکارډ کتاب کې خپل نوم ثبت کړ.
د یادوني وړ ده، چې له دې وړاندې د نړۍ د کوچني شطرنج ریکارډ امریکایي آرټسټ ” آرا ګزاریان ” مات کړی وو، د نوموړي شطرنج، ۰،۶ انچه دی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ