سمیرا اضغري ؛له اسیا څخه د المپیک د نړیوالې کمیټې تر ټولو ځوانه افغانه غړې

افغانستان هره ورځ له بدو خبرونو سره په څنګ کې ښه خبرونه هم لري.
په دي خبرونو کې یوه موضوع، چې څو اونۍ د مخه باید زموږ د افغاني رسنیو او ورزشي قشر یو تر ټولو مهم خبر وای، خو له پامه لویدلی، دلته یې جزیات شریکوو:
یوه څلیرویشت کلنه افغانه ښځه د نړیوالې المپیک کمېټې د نوې غړې په توګه ټاکل شوې ده.
دا څوک ده؟
دغه مېرمنه سمیرا اضغري نومیږي. هغې له څو نورو مېرمنو سره، چې د نورو هېوادونو اړوندې دي د عمومي ټاکنو له لارې د نړیوالې المپیک کمېټې غړیتوب ګټلی.
سمیرا اضغري د المپیک نړیوالې کمېټې په یوسلو دوه دېرشمه ناسته کې دغه مقام ترلاسه کړی.
یاده ناسته په بیونوس کې ترسره شوې ده.

د کمېټې نورې ښځینه غړې
له آغلې اضغري سره یو ځای څو نورو نړیوالو ښځینه څېرو هم د یادي نړیوالې کمېټې غړیتوب ترلاسه کړی دی.
په دوه نورو ښځینه څېرو کې یوه یې د لیتوانیا د ملي المپیک د کمېټې ریسه او بله یې د راونډا د ملي المپیک د کمېټې مرستیاله ده.
د اسیا ځوانه غړې
د المپیک د نړیوالې کمېټې ریس توماس باخ، د سمیرا اضغري په اړه ویلي، چې نوموړې د اسیا په کچه د المپیک نړیوالې کمېټې تر ټولو ځوانه غړې ده.
توماس باخ، هیله مندي ښودلې چې د نړیوالې کمېټې دا غړې به یې نه یوازې د افغان ښځو؛ بلکې ټولې اسیا د ښځینه ورزشکارانو د هڅو او فعالیتونو د پرمختګ او پیاوړتیا لپاره جدي کار وکړٍي.

نړیوال هرکلی
د المپیک نړیوالې کمېټې غړو د دغې کمېټې په لوړپوړي غړیتوب کې د یوې افغانې ورزشکارې ځای موندنه یوه لویه لاسته راوړنه ګڼلې ده.
دغې کمېټې افغانستان او په خاص ډول ورزشکارانو ته یې د دغه بریالیتوب مبارکي ویلې.
د نړیوالې کمېتې نورې ټاکنې
د المپیک نړیوالې کمېټې نوي غړي په داسې مهال ټاکل شوي، چې د فوټبال د نړیوال فدراسیون ریس جیاني اینفانتینو او د ده په کچه د یو شمېر نورو نړیوالو ورزشي فدراسیونونو ریسان د المپیک د نړیوالې کمېټی غړیتوب نه لري.
د دوی د نه غړیتوب د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
معلومه نه ده، چې دوی په رایه اچونه کې د لازمو رایو د نه اخیستو له کبله غړیتوب نه دی ترلاسه کړی، یا بله ستونزه وه.
خو تردوی مخکې د نورو نړیوالو ورزشي فدراسیونونو ریسانو د المپیک نړیوالې کمېټې غړیتوب درلود.
د ویلو ده، چې د یادې کمېټې په وروستیو ټاکنو کې ټول ۹ غړي د کمېټې غړي شوي دي.
د المپیک نړیوالې کمېټې تراوسه ټول ۹۵ غړي لرل، خو اوس یې شمېر ۱۰۴ تنو ته لوړ شوی دی.