ژباړه: نسیمه محمدي
د ورځې خوب د بدن د سستۍ د خولې بدبوی او د رنګ د ژېړوالي او خاسف کېدو لامل ګرځي، غوره ده د روغتیا د ساتنې لپاره ترې ډډه وشي، طلایي ساعت د خوب لپاره د شپې له ۱۰ تر ۲ بجو پورې وخت دی، ښه ده چې دا وخت له لاسه ورنکړل شي.
د سنتي طب یو پوه وایي: هر کس باید اوبه د تندې د لرې والي په اندازه وڅښي او له حده ډېر مصرف څخه یې باید ډډه وکړي، ځکه چې له اندازې ډېری اوبه د پړسوب او د بدن د رطوبت، چاغوالي او د مفاصلو د ناروغیو لامل ګرځي.
دی زیاتوي: د روغتیا د ساتلو لپاره تر هغو مو چې د لوږې احساس نه وي کړې ډوډۍ مه خورئ.
وړاندې وایي: مصنوعي خواږه او بوره باید مصرف نشي او پر ځای کېلې، توت او کشمش وخوړل شي، د ډوډۍ خوړلو وختونه باید هېڅ پرېنږدي، له خوړلو سره مایعات و نه څښي.
نوموړی وایي: باید مخکې له مړښت له ډوډۍ لاس ونیسئ، او خواړه ښه وژوئ، د مستو سره یو ځای یې مه خورئ ځکه د وخت په تېرېدو د معدې ناسمې کړنې سبب ګرځي، مستې په جلا وختونو کې د نعناع سره وخورئ. همدارنګه هغه کسان چې د مخکې وخت خوړل شویو خوړو په معده کې احساس کوي ډوډۍ دې نه خوري تر څو رښتينې لوږه رامنځ ته شي، همدارنګه د ډېرو سړو او ډېرو ګرمو مایعاتو له څښلو باید ډډه وشي.
نوموړی په پای کې وايي: ماښامنی باید د شپې په پېل کې وخوړل شي او هره ورځ حداقل ۱۰ ژورې ساه ګانې واخلئ همدارنګه د نیم ساعت لپاره پلې تګ وکړئ او له مېوې سره اوبه یو ځای مه څښئ؛ د تل لپاره له سبو ګټه اخېستلو، ډډه وکړئ ځکه بدن مو د غوښې او شته موادو ته هم اړتیا لري.
سرچينه: namnak.com