هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
روغه سټه ساینس او ټیکنالوژي

د خوب ګډوډي په معاصر انسانانو کې په چټکۍ زیاتیږي، ولې؟

بې خوبي، کم خوبي او د خوب ګډوډي زموږ د عصر یوه جدي ستونزه ده چې هم مو پر جسمي او رواني روغتیا او هم مو پر کار ناوړه اغیزې کوي.

یوې تازه څیړنه وايي هغه کسانو چې د کولراډو په یو له کاڼو ډک غره کې یې د تفریح لپاره خیمه وهلې وه، له هغه وخت څخه دوه نیمه ساعته مخکې ویده کیدل چې عموما په خپلو کورونو کې د شپې له خوا ویدیدل. دوی په دې غره کې د شپې لس ساعته ارام خوب کوه.

څیړونکي وايي، ددې دلیل ډیر روښانه دی او داسې یو څه دي چې بیا بیا مو اوریدلی او هغه ده: ټیکنالوژي.

په معاصره دنیا کې ژوند کول موږ نه یوازې پرلپسې مصنوعي رڼا او څراغونو ته مخ کوی بلکې اوس خو له خپلو موبایل ټیلفونونو هم خلاصی نه لرو.

دا پنځه تنه ملګري چې دې غره ته ده د شپږو ورځو په مخه د رخصتۍ لپاره تللي وو خپل ټول بريښنايي او نور ټیکنالوژۍ پورې تړلي وسایل کور کې پریښي وو. همدا سبب وو چې ددوی ورځ په طبیعي توګه پر لمر روښانه او ماښام یې پر خپل بل کړي اور روښانه و. د شپې د ویدو کیدو پر مهال د ستورو تتې رڼا سترګې خوبولې.

د څیړونکیو په باور همدا طبیعي ژوند د دوی داخلي ګډ وډ شوی ساعت بیرته پر وخت برابر کړ او دا چې خوب په همدې داخلي ساعت پورې تړلی نو هغه هم ورسره منظم شو.

انسان د طبیعت موجود دی او دده د وجود ساعت په طبیعي شپې ورځې پورې تړلی، هغه څه چې مصنوعي او ټیکنالوژیکي پرمختګ ګډوډ کړي دي .

د کولراډو د پوهنتون د خوب او کرونوبیالوژي د څانګې مشر کینټ ورایټ وايي” زموږ معاصر چاپیریال زموږ دننه طبیعي ساعت ګډوډ کړی. خو موږ کله ویده شو، دا لا هم زموږ د وجود په داخلي ساعت پورې تړلې مسله ده چې په ګډوډیدو یې خوب خراب شوی.“

نوموړې سپارښتنه کوي چې د اونۍ په رخصتیو کې د ټیکنالوژۍ له نړۍ لرې، داسې طبیعي ژوند ستاسو د وجود ګډوډ شوی ساعت بیرته سمولی او خوب مو منظم کولی شي.

ورایټ وايي، دا تجربه یې په اوړې کې هم څو ځل تکرار کړې او ورته لاس ته راوړنې یې لرلې دي.

د کولراډو پوهنتون دا څیړونکی وايي، موږ هر چاته نه وایوو چې د ښه خوب په خاطر دې اوس غره په غره ګرځي. بلکې ښه داده چې خپل ورځني ژوند کې طبیعي برخه ورزیاته کړو. نوموړی وايي، واړه واړه کارونه ستاسو په معاصر ورځني ژوند کې طبیعي تومنه زیاتولی شي. د ورځې لمر ته ځان ښکاره کړئ. پارک او طبیعت ته نژدې قدم ووهئ. له څراغونو، کمپویټر، موبایل او نورو بريښنايي وسایلو لرې یو څه وخت تېر کړئ، کړکۍ ته نژدې کینئ. د موټر پر ځای که واټن لنډ وي پلي ولاړ شئ او په دې توګه د خپل وجود طبیعي غوښتنې پوره کړئ چې د شپې ښه خوب وکړی شئ.

نوموړی وايي، په معاصر ژوند کې واړه واړه بدلونونه زموږ ژوند کې طبیعي توکې زیاتولی شي.

 

څیړونکي وايي، د خلکو پر خوب تر ټولو ناوړه اغیزې موبایل کړي. د موبایل هینداره تته او یو ډول خوب تښتونکي رڼا تولیدوی چې د ورځې ډیر کارول یې د شپې له خوا خوب ګډوډولی شي.

همدارنګه د شپې له خوا له ځان سره نژدې موبایل ايښودل هم همدا تته روښنايي تولیدوي چې خوب ته مزاحمت کوي. او که ټنګ توڼګ د میسجونو په کې وي بیا خو نو خوب بیخي تښتیدلی بوله.

څیړونکي وايي، له بريښنايي وسایلو په ځانګړې توګه موبایل او کمپویټر پرته اوس ژوند ستونزمن دی. خو که غواړئ د ژوند طبیعي اړخونه له لاسه ورنه کړئ او یا لږ تر لږه د شپې ښه خوب وکړئ د موبایل او کمپویټر کارول راکم او د اړتیا تر حده کړئ.

قدم ووهئ. او په انلاین ټولنیزو رسنیو کې د وخت تیرولو پر ځای په حقیقې ټولنه کې دوستانو سره ناسته ولاړه وکړئ.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */