سکای سپورټ له اسټرالیاوي کریکټ بورډ سره د لوبو خپرولو تړون وکړ

لیکنه: بهار سمسور
تر نړیوال جام وروسته اسټرالیا د خپلو کریکټ لوبډلو د لوبو خپراوي د لا پوښښ په هڅه کې له نیوزلینډۍ غښتلې تلویزیوني شبکې سکای سپورت سره د لوبو خپراوي تړون وکړ.
د معلوماتو له مخې سکای سپورت تلویزیوني شبکه به د اسټرالیا د ټولو کریکټ لوبډلو لوبې په ژوندۍ بڼه مینوالو ته ښکاره کوي،چې دا تړون د راتلونکو شپږ کلونو لپاره شوی دی.
د معلوماتو له مخې په دې قرارداد کې به سکای سپورت د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې د ټولو لوبو تر څنګ،بېګ باش د نارینه وو او ښځینو لیګ، د ښځو د لوبډلې لوبې، کورنۍ یو ورځینۍ لوبې، پریم منیسټر کورنۍ لوبې، ګوارنر جنرل ټورنمېنټ، شیفلډ شیلډ ټورنمېنټ پای لوبه خپروي.

د سکای سپورت شبکې ډایریکټر ټیکس ټیکسیریا ویلي؛دوی د لا زیات قرارداد لپاره اماده و، خو موږ به د راتلونکو شپږ کالو لپاره د اسټرالیا کریکټ مینوالو ته نشر کړو. دا زموږ لپاره ښه لاس ته راوړنه ده، چې د یو معتبر هېواد کریکټ مینوالو ته ښنیو.
دا په داسې حال کې ده چې د نیوزلېنډ کریکټ لوبډله اسټرالیا ته د درۍ ټېسټ او درۍ یو ورځینیو لوبو لپاره سفر لري او سکای سپورټ نیوزلینډۍ تلویزیوني شبکه به د اسټرالیا د لوبو د خپراوي پیل هم له همدې ځایه وکړي.

راپورونه: ډیویلرز به راتلونکې میاشت ملې لوبو ته راوګرځي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د سویلي افریقا کرکټ ملې لوبډله راتلونکې جون میاشت کې د ویسټ انډیز هیواد په کوربتوب د یادې لوبډلې سره دوې ټیسټ او پنځه بیا شل اوریزه لوبې ترسره کوي، چې په همدې موخه راپورونه ... نور ولولئ