اووه اسمانونه او ۷ ځمکې

لیکنه: جلیل احمد ارمان

ملګرو د قرانکریم په صورت طلاق ایات نمبر ۱۲ کې الله(ج) فرمایلي دي:

ترجمه: الله(ج) هغه ذات دی چې اووه اسمانونه يې پيدا کړل او د همغو په شان له ځمکې څخه هم د هغو په منځ کې  حکم نازلیږي. (دا د دې لپاره ویل کېږي چی تاسو پوهېږئ، چې الله پر هر څه قدرت لري، او دا چې د الله علم په هر شي چاپیر دی.

له دې وروسته په صورت البقره کې الله(ج) فرمایلي دي په ایات نمبر ۲۹ کې:

ترجمه: الله(ج) هماغه ذات دی چې ستاسو لپاره يې د ځمکې ټول شیان پیدا کړل. بیا يې د اسمان خوا ته توجه وکړه، اووه اسمانونه یې برابر کړل او هغه د هر څه پوهه لري.

د دغه مبارکو ایاتو څخه دا ښکاره ده چې هغه اسمان کوم چې نن موږ په خپلو سترګو وینو هغه تر مکمل یو اسمان پورې محدود نه دي، بلکه د دغه په څېر ۶ نور اسمانونه یا کایناتونه موجود دي کوم چې زموږ له نظر او فکر څخه ډېر زیات لرې دي. بلکل همداسي د اوو ځمکو ذکر یې هم کړی دی کوم چې د یو عاقل انسان په دماغ کې دا سوال ضرور پیدا کوي چې پړاو په پړاو اووه اسمانو او ځمکو څخه مراد څه دی. ایا رښتیا هم زموږ د کایناتو په څېر نور کایناتونه هم موجود دي چېري چې د انسان په څېر یا کوم بل مخلوق ژوند کوي او هلته هم د الله(ج) حکمونه نازلېږي، کوم چې زموږ د موجوده کایناتو څخه بلکل جلا او جدا دي یا ایا له دغه څخه مراد دغه ۶ طبقي دي کوم چې د ځمکې په سر غوړول شوي لکه اتموسفیر، فوتوسفیر، میزوسفیر، ترموسفیر، د ځمکې قدرتي مقناطیسي میدان، یا اوزون طبقه یا نور… کوم چې زموږ ځمکه د خلا د بیرونۍ خطراتو څخه ژغوري او په ځمکه کې د ژوند د ساتلو لپاره زیات مهم دی. تر کومه ځایه چې د اسمانو خبره ده نو په دغه کې هېڅ کوم شک نشته چې له ۶ اسمانو څخه مراد زموږ د اسمان په څېر ۶ نور جهانونه دي، د کوم واضح ذکر چې په قرانکریم کې په څو مقاماتو کې شوی. په قرانکریم کې له ۱۰۰ څخه زیات ځایو کې د اسمانو ذکر شوی دی لکه په صورت النبیا کې الله(ج) په ۱۲ نمبر ایات کې فرمایلي:(وبنینا فوقکم سبعا شدادا)

ترجمه: او ستاسو له پاسه مو اووه محکم اسمانونه درولي دي.

په دغه ډول سره په صورت الاسراء په ایات نمبر ۴۴ کې الله(ج) فرمایلي:

ترجمه: د هغه پاکې خو اوه اسمانونه او ځمکه او هغه ټول شیان بیانوي چې په اسمانونو او ځمکو کې دي، هېڅ شی داسي نشته چې د هغه له ستایني سره د هغه پاکې نه بیانوي: خو تاسو د هغو په پاکې بیانولو نه پوهېږئ. حقیقت دا دی چې هغه ډېر زغمونکی او بښونکی دی.

د دغه ایات څخه معلومه شوه چې د کاینات خالق یوازي یو نه بلکه اووه کایناتونه یې جوړ کړل او په دغه کایناتو کې د ځمکې په څېر زیاتي ځمکې موجود دي، چېري زیات نامعلوم مخلوقات اباد کیدای شي لکه د ادم علیه السلام د راتلو دمخه په ځمکه کې جنیات اباد وه. د دغه علاوه د نبي(ص) د معراج سفر د دغه خبري واضح ثبوت دی کله چې د خپلي پاکې سواري بوراق باندي د حضرت جبرائیل(ع) سره ټول اسماني لارې يې تېرې کړې په کوم کې چې اووه اسمانونه هم شامل دي. ګران نبي(ص) لومړی اسمان چې نوم یې روقئیه دی او دا له شیدو، څخه هم زیات سپین دی دلته د حضرت ادم(ع) سره ولیدل، بیا په د دوهم اسمان کې د کوم نوم چې فیدوم یا ماعون دی او دا له داسې اوسپنې جوړ دی له کوم څخه چې د رڼا شعاوي چوي دلته یې د حضرت عیسی او یحیی(ع) سره ولیدل او درېیم اسمان کې د کوم نوم چې ملکوت دی دا له تامبې څخه جوړ دی دلته د حضرت یوسف(ع) سره ولیدل، څلورم اسمان کې کوم ته چې زهره وایې او دا له سپینو زرو جوړ دی دلته یې د حضرت ادریس(ع) سره ولیدل، پنځم اسمان د کوم نوم چې مزینه دی او دا له سرو زرو جوړ دی دلته له حضرت هارون(ع) سره ولیدل، شپږم اسمان د کوم نوم چې خالیڅه دی او دا له ځلیدونکو غمیانو څخه جوړ دی دلته يې د حضرت موسی(ع) سره ولیدل او اووم اسمان د کوم نوم چې لابیه یا دامه دی دلته له حضرت ابراهیم(ع) سره ولیدل او دا سرو یاقوتو څخه جوړ دی دلته یې د حضرت ابراهیم(ع) سره ولیدل او په دغه ځای کې بیت المامور هم جوړ دی یاني په ځمکه کې موجود د خانه کعبه په څېر بله کعبه د کوم طواف چې هر وخت ۷۰۰۰۰ ملایکې کوي او کومه ملایکه چې یو ځل طواف وکړي د هغه نوبت بیا په ټول ژوند نه راځي. د دغه اوو سمانونو څخه وروسته جنت او دوزخ موجود دی او د جنت هره درجه د یو سیارې په توګه موجود دی، دغه رقم د دوزخ هم اووه درچې دي یاني اووه سیارې د ده په لوړه سدرةالمنتهی پورې موجود دي کوم چې د هر مخلوقاتو حد دی او له دغه څخه مخکې که کوم مخلوق تلل غواړي نو هغه به په سوځیدو سره خاوري ایرې سي،مګر د الله رسول د معراج په شپه له دغه ځايه هم مخته لاړ او حضرت جبرائیل علیه السلام د دغه ونې سره دغه خبره وکړه او ودرېده چې ای د الله رسوله دا زما حد دی که زه له دغه څخه یو قدم هم مخکته لاړ شم یا د تلو کوښښ وکړم نو زما وزرې به وسوځي .

د سدرة‌المنتهی څخه لوړ د الله تعالی عرش مبارک موجود دی کوم چې د دغه ځمکو او اسمانونو یا د دغه ټوله کاینات احاطه یې کړې ده. د قیامت په ورځ به هر ژوندی موجود فنا کېږي نو په هم دغه خاطر جنت او دوزخ له اوو اسمانو جلا جوړ شوي دي ولې چې دوی به د قیامت وروسته هم قایم وي.

ملګرو د قرانکریم  په کوم ایاتو کې چې له اسمانونو څخه وروسته د ځمکې په څېر د د شپږو نورو ځمکو ذکر شوی دی له دغه څخه مراد د ځمکې په داخل کې دا طبقي نه دي لکه کراسټ، قور او داسي نور، بلکه په دغه اسمانونو کې د ځمکې په څېر نوري ځمکې موجودې دي او له دغه ایاتو په داخل کې د ځمکو د حوالو ورکولو څخه مقصد دا دی چې هلته هم زموږ د ځمکې په څېر ژوند موجود کیدای شي او دا چې ژوند هلته په کوم حالت کې شتون لري په دغه موږ نه پوهیږو او د دغه مثال ورکولو لامل دغه دی چې ځمکه د ژوند کولو علامه ده او انسان هم یوازي په دې اړه پوهیږي. کله چې د انسان د مرګ وخت را نږدې شي نو د ده روح د هر اسماني دروازې څخه په تېرولو عالم اروح  و داخل ته یووړل شي چېرته چې تر قیامته پوري راتلوونکې والا ارواوې انتظار کوي. په هر یوه اسماني دروازې باندې ګومارل شوې ملایکې د دغه روح اصل او نسب پوښتي او بیا د دغه دروازې څخه د تېرولو اجازه ورکوي لکه د معراج په سفر کې حضرت جبرائیل علیه السلام د حضرت محمد(ص) په هر اسمان کې يې پېژندنه ورکړه او دغه ګومارل شوو ملایکو ښه راغلاست  ورته ویلو سره دروازې خلاصي کړې.

د حدیث مبارک دا الفاظ دي چې د لومړي اسمان په مقابل کې دوهم اسمان دومره غټ دی لکه په کوم چراغ کې چې ګوتمۍ موجوده وي، د یو غټ څراغ په مقابل کې د یوې ګوتمۍ ارزښت به څه وي په باوري توګه تاسو هم د دې اندازه کولای شئ یانې د نه اوسېدو په برابر دی. داغه رقم نور یې هم وفرمایل چې دوهم اسمان د لومړي اسمان په مقابل کې دومره غټ دی چې تاسو دوهم اسمان څراغ وګڼئ او لومړی اسمان یوه ګوتمۍ چې د دغه څراغ په داخل کې موجود ده او داغه رقم  د نورو اسمانو لپاره هم نبی(ص) داغه وفرمایل چې د دغه اوو اسمانونو په داخل کې هر اسمان له بل اسمان څخه دومره غټ دی چې باور لا نشي کیدای د کوم څخه لوړ چې د الله(ج) عرش موجود دی او دغه عرش دومره غټ دی چې اووه سره اسمانونه د ده مخته په څراغ کې اچول شوې سوې ګوتمۍ سره برابر دي. دغه خبره نن  ساینس د دوګوني کانات) (MULTIVERSE THEORYنوم ورکولو سره واضاحت يې یو څه دا ډول کوي  چې زموږ د دغه کاناتو په څېر نور کاینات هم موجود دي کوم چې له یو بل څخه بیل او جلا جلا دي. په دغه باندې د دنیا ټول ساینسپوهان باور لري کوم چې یو مشهور کوسمولوژیسټ ډاکټر ایلن ګوډ د نومیریکل مساواتو څخه ثابت کړل او راته یې وویل کوم کاینات چې تر ننه پورې موږ هر څه باله هغه په حقیقت کې زموږ د ټول کاینات کوچنۍ برخه لا نه ده او دغه ته پیژندل شوی کاینات وایې، بلکه اصل کاینات کوم ته چې موږ نه پیژندل شوی کاینات وايی د دغه پیژندل شوي کایناتو په مقابل کې ۳ ضرب د ۱۰ په توان د ۳۲ وارې غټ دی یانې یو داسې کاینات کوم چې نه موږ لیدلای شو او نه د دغه مشاهده کولای شو او هېڅکله به یې ونه وینو. پیژندل شوي کاینات کوم چې تر اوسه موږ مشاهده کړي دي د دې سایز یا اندازه ۴۶،۵ بیلونه نوري کاله که چېري دا اندازه موږ د ډاکترایلن په مطابق د ټوله کاینات د سایز یانې ۳ ضرب د ۱۰ په توان ۲۳ کې ضرب کړو نو د لومړي اسمان اصل سایز مخته راځي کوم چې مساوي دی ۴،۲۸ ضربي ۱۰ په توان د ۳۲ سره یانې له یوه اسمان څخه د بل اسمان پوري فاصله چېري چې د رسیدلو وخت اندازه کولو په داخل کې شاید د وخت پیمانه لا کوچنۍ شي، تر کومه ځایه چې انسان د رسېدلو فکر لا نشي کولای، بلکه حقیقت خو دا دی چې هغه دا انسان د خپلې نږدې ترینه سپوږمۍ ته د تلو لپاره لا سم قابل نشو نو د اوو اسمانو په اړه فکر کول د کومې بې عقلۍ څخه کم نه دی.

د کایناتو وسعت د الله(ج) د قدرت بې مثاله نښاه ده، چې د دغه رقم طاقت او ټیکنالوژي لرلو سره انسان د لومړي اسمان یوه برخه لا سمه پیدا نه کړه. خپله قرانکریم موږ ته ویلي دي چې انسان د اسمان او ځمکې له هغه اندازې څخه د باندې نشي تللای تر کومه ځایه چې اجازه ورکړل شوې ده.

ملګرو د کوم شي په سترګو نظر نه راتلل د دغه خبرې دلیل نه دی چې هغه څیز اصلا موجود لا نه وي، ځکه چې زموږ د دغه دنیا په داخل کې زیات داسې شیان شته کوم چې موږ نه لیدلای شو او نه هم لمس کولای شو، مګر دا شیان په حقیقت کې موجود وي او موږ دا شیان ځکه منو چې دا زموږ د مشاهداتو شیان دي او موږ د مشاهداتو څخه انکار نشو کولای لکه د جاذبې قوه، تیاره ماده، تیاره انرژي، برقې مقناطیسي څپې او داسي نور شیان زموږ په دنیا او کاینات کې موجود دي مګر موږ ته نه ښکاره کېږي. د اوو اسمانو تصور هم مختلف نه دی ځکه هغه زموږ له نظر څخه د کوم لامل له امله پټ دي.

د دغه عظیم الشان کاینات د تخلیق په اړه د دنیا هرشخص زیاتره بیګ بینګ نظریه مني د کوم دمخه چې زموږ ټول کاینات په یوه دایره کې بنده وه، د کوم ماس یا ډله چې نا معلوم وه او د ثقل قوې له حده څخه زیات نو دا د یو غټې چاودنې له امله وپاشل شو له کوم څخه چې اوسني کاینات، ستوري، کهکشانونه او نیبولا وغیره ټوله جوړ شول او دا خبره لا بله ده چې دا هر وخت د نور له سرعت سره پراخېږي لکه له چاودنې وروسته چې کېږي چې شیان تر لرې لرې ځایونو پوري وپاشل شي او کله چې د دغه چاودنې طاقت ختم شي نو دا بیا په راټولېدو شروع وکړي او هغه ځای ته به راشي له کوم څخه چې د ده آغاز وشو. د دغه بیګ بینګ په اړه قرانکریم له نن څخه ۱۴۰۰ کاله مخکې داسي وفرمایل په صورت النبیاء کې په ایات نمبر ۳۰ کې فرمایل شوي.

ترجمه: ایا کفار په دې نه پوهېږي، چې دغه ټول اسمانونه او ځمکې یو له بل سره نښتي ول، بیا موږ دوي دواړه بېل کړل او له اوبو نه مو هر ژوندی شی پیدا کړ. ایا هغوي (زموږ دغه خلافیت) نه مني؟

نو اوس د دغه کاینات خاتمې په اړه الله (ج) فرمایلي په صورت الحج کې په ایات نمبر ۶۵ کې.

ترجمه: ایا نه وینې چې الله(ج) ټول هغه څه ستاسې لپاره اېل کړي دي چې په ځمکه کي دي، او بېړۍ يې د قانون تابع کړې ده  چې د هغه په حکم په سمندر کې ګرځي راګرځي او اسمان په داسې شان ساتي چې د هغه د ارادې څخه پرته په ځمکه نشي راغورځېدلای؟ واقعیت دا دی چې الله د خلکو په حق کي ډېر مهربانه او نرمي کوونکې دی.

ملګرو دلته د اسمان د ساتلو خبره شوې چې هغه راونه لوېږي له دغه څخه مراد د اوسني ساینس په ژبه کې بیګ کرش نظریه ده له کوم څخه چې مراد دا دی چې په کوم سرعت سره چې زموږ دا کاینات پراخېږي په دغه سرعت سره به يوه ورځ راټول او په ګردي شکل سره ختم شي یانې معکوس حالت به ترسره شي، دا بلکل د یو بوغي په څېر دی کله چې یوي بوغي کې هوا واچوو او بېرته یې سر خلاص پرېږدو نو هوا به ټوله ځیني لاړه شي او دا به پخوانی شکل ځانته اختیار کړې. بلکل دغه حال به د جاذبې قوه د ټول کاینات دا کوي، نو اوس تاسو فکر وکړئ چې دا د جاذبې قوې په څېر قوه په اصل کې ده څه؟  کوم چې موږ ته ښکاره کېږي نه، خو بیا وجود لري یو داسي طاقت چې دا نظام یې سمبال کړی خو د انسانانو په واک کې نه ده. یقینا دا د الله(ج) حکم دی که نه نو دا ټول شیان به وختي لا په انسانانو رالوېدلي وای. له نن څخه ۱۴۰۰ کاله مخکې د کاینات د پیدا کولو او د ده د خاتمې او د دغه د وسعت په اړه چا خپل ګران پیغمبر ته وکړ په واضح توګه کوم وخت چې د ساینس علم هېڅ وجود نه درلود. دغه ټول شیان چې موږ ته هغه وخت وویل شول د یوویشتمې پېړي ساینس یې نه  مومي او فخر په کوي. یقینا دغه خالق کوم چې دا ټول کاینات یي پیدا کړي دي او د دې په راز باندې پوه دی هغه د دې ټول کاینات یوازینی مالک دی، د کوم ذات د قرت لاندې چې د دې کایناتو ذره ذره ده او ترې اګاه دی.

وروستي مطالب