هلمند کې د ۷۸ کلنيکونو دروازې د اعتصاب له امله وتړل شوې

خبريال: مدثر دعوت
په هلمند ولايت کې د ۷۸ کلنيکونو ډاکترانو، نرسانو او نورو کارکوونکو د خپلو حقوقو د نه ورکړې په خاطر اعتصاب کړی.
د برک موسيسې اړوند ټول هغه روغتيايي مرکزونو چې مخکې يې په نورمال حالت فعاليت کوی د ناروغانو پرمخ تړل سوي او ټول کارکوونکې يې د اعتصاب په ډول سره راټول سويدي.

دوی وايي تر هغو به د لښکرګاه د اتو او د نادعلي ولسوالۍ د ۵ کلینکونه په شمول ۷۸ روغتيايي مرکزونه خدمات پيل نه کړي تر څو چې د دوی حقوق نه وې ورکول سوي او يا هم ورسره ليکلې ژمنه نه وي سوې.
که څه هم روغتيايي مرکزونو ته د پخوا په څير ناروغان ور روان دې خو د روغتيا پالانو د نه شتون له کبله تر ساعتونو ساعتونو انتظار وروسته بيرته ناهيلي خپلو کورونو ته ستنيږي.


روغتيا پالان وايي: “” چې يادې موسيسې يې د تيرو ۵ مياشتو معاشونه ندې ور توزیع کړي، هغه درمل چې د ناروغانو د درملنې لپاره کلينيکونو ته ليږل کيده د پخوا په پرتله دريمه برخه هم نه راکول کيږي، ۱۷ مياشتې کيږې چې ۲۰% معاش یې ندی راکړی او نه هم مسولین حساب راسره کوي، ۱۸ مياشتې کيږي چې د ټي بي اړوند ناروغانو حق الخطر ندی راکول سوی. “”
دوی وايي که څه هم څو ورځې وړاندي د ټولو روغتيايي کلينيکونو امرينو د برک موسيسې د رئيس سره د ۳ مياشتو د معاش توافق ته رسیدلي وه چې تر اختر وړاندې به يې اجرا کوي خو هغه ژمنه هم تر څو کلینکونو پوري محدوده سوه.

د هلمند د عامې روغتيا رئيس که څه هم د رسنيو سره په خبرو کې د يادو کلينیکونو د ستونزو د حل خبره کړې وه خو روغتيا پالان وايي تر څو چې د هلمند د والي، د عامې روغتيا رئيس او د برک موسيې رئيس ورسره لیکلی تعهد نه وي کړی کلینیکونه نه خلاصوي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي