Advertisements
ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

په لسو دقیقو کي سکون ترلاسه کړئ

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

ښايي فکر کوئ چي سکون او آرامش ته د رسېدو له پاره باید ډېر او خورا اوږدمهاله کارونه وکړئ، خو په زړه پوري ده که پوه سئ چي حتی کولای سئ د ځینو کارونو په کولو سره په لسو دقیقو کي سکون حاصل کړئ. تاسي به ډېرو داسي جملې اورېدلي وي او يا بې اورئ او یا به ئې خپله وایاست:”  نه پوهېږم چي ولي؟ ولي مي ټوله ورځ خرابه وي. هیڅ ځان ته رسېدګی نه سم کولای او تر ټولو بده لا دا، چي سکون او آرام هم نه لرم “.

دغه ډول عبارتونه به حتمن تاسي ډېر اورئ. د سکون او آرامش نه لرل او کاري مشکلات لرل نن سبا د ډېرو خلکو له خولو اورو. ښايي ځیني کسان به فکر کوي چي له دغو حالاتو د راوتلو له پاره باید ډېر او خورا اوږدمهاله کارونه وکړو، خو جالبه به نه وي که پوه سئ چي له دغو حالاتو د راوتلو له پاره یوازي لسو دقیقو ته اړتیا لرئ. غواړئ پوه سئ چي څنګه؟ لاندي حللاري درته سپارښت کوو:

مثبت فکر وکړئ

کوښښ وکړئ حتی که د څو ثانیو له پاره هم وي خو په ذهن کي مو مثبت افکار سره راغونډ او پرورښت ورکړئ. حتی د څو شېبو له پاره خپل ټول کاري جنجالونه هېر کړئ. سترګي مو بندي کړئ او پر یوه مثبتي او روښاني راتلونکي باندي فکر وکړئ.

د لاسونو مساژ مه هېروئ

که دوندي وخت هم نه لرئ چي مساژ ځای ته ولاړ سئ، کولای سئ خپله دا کار وکړئ. د لاسونو محراقي یا مرکزي ځایونو ته په مساژ ورکولو سره کولای سئ له خپل وجوده سټریس او فشار لېري کړئ. اول دواره د لاس بټي ګوتي لاندي خواه مساژ کړئ. ورپسې مو د لاس د هري یوې ګوتي اړخونه او لاندي باندي د شهادت او بټي ګوتو په واسطه – له نوک څخه بیا تر بنده – مساژ کړئ. همدغه ډول حرکت مو ورغوي او د ورغوي شاه ته هم ورکړئ.

خواږه وخورئ

آیا پوهېدلاست چي د خوږو خوړل مو خلق او خوی ښه کوي؟ د خواږو خوړل همدارنګه ستاسي د اعصابو د آرامېدو او د میتابولیم د پیاوړي او تقویه کېدو سبب کېږي.

ستورو ته وګورئ

غوره ده چي دباندي ولاړ سئ، کښېنئ یا که کېدای سي د ملا پر تخته باندي پرېوزئ او ستورو ته ځیر سئ او پورته یا د آسمان خواه ته په کتلو سره مو د ویني فشار کمېږي، د مغز او تنفس تحریک مو زیاتېږي او بالاخره آرامش او سکون ته رسېږئ.

خندا مه هېروئ

مهمه نه ده چي څوندي بوخت او مشغوله یاست، خندا مو د ویني فشار او کورتیزول کموي او د اندورفین د فعالېدو سبب کېږي چي بالاخره ستاسي خلق او خوی ښه کوي او تاسي ته سکون درکوي.

لږ عسل هم ضرور دي

کولای سئ چي د عسلو په خوړلو سره خپل سټریس او فشار کم کړئ. عسل یوازي مرطوبوونکي او طبیعي آنټي بیوټیک نه دي بل لا دا هم کولای سي چي اندېښنې او خپګان حتم کړي.

ژاولي وژويئ

بې فرقه ده چي څنګه خوند لري، د ژاولو ژوول البته چي د ډېر وخت له پاره نه وي – کولای سي د کورتیزول کچه را کمه کړي او ستاسي سټریس او فشار ختم کړي.

باغواني وکړئ

زرغونه بلګونه او رنګارنګ بویونه ستاسي د سکون او آرامش سبب کېږي. اړتیا نسته چي حتمن دي ګل وکرئ یا نهالونه کښېږدئ حتی نهالونو ته اوبه ورکول او په زرغونه او له طبیعي هوا څخه په ډک موسم کي تنفس اخیستل هم آرام بخښوونکي وي.

له اخبار او سیاسته لېري سئ

کله چي سټریس او فشار لرئ، ستاسي له پاره تر ټولو بدترین شی د بدو او منفي خبرونو اورېدل دئ. ځکه نو ددې له پاره چي سکون حاصل کړئ، غوره ده چي تلوېزیون مو خاموش کړئ.

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي