د مخ د سپینوالي او ځوان ښکاره‌کېدلو لپاره کورنۍ نسخه

  • ژباړه: شپنه سلګۍ

د ځوان، ښکلي، نرم، ملایم، روڼ، روښانه، ځلانده او تک سپین پوستکي لپاره نوې خو کورنۍ نسخه!
د پوستکي ښکلا یو له هغو اړینو څیزونو څخه ده چې هر انسان یې د حاصلولو لپاره هڅه کوي، خصوصاً د بدن سپینوالی چې د لمر د اغېزناکو وړانګو په لېرې کولو سره رامنځ ته کېږي. خو د دې څیز د حاصلولو لپاره د توان تر حده له بازاري کرېمونو او څیزونو څخه ځان وساتئ، ځکه چې هغه ناوړه اغېزې لري. لاندې طبیعي څیزونه درښییو چې کارول یې له شک وتلی ګټمن او له هر ډول ضرر څخه خالي دي.
۱ ـ قهوه، بوره او د زیتون تېل:
قهوه د بدن زوړ پوستکی غورځوي، بوره له بدن څخه مړ پوستکی لېرې کوي او زیتون پوستکی خورا نرم او ملایم ساتي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په پراخه پیمانه کارول کېږي.
اړین توکي:

  • د یوه کوچني ګیلاس څلورمه برخه قهوه؛
  • په همدومره اندازه بوره؛
  • دوې کاشوغې د زیتون تېل؛
  • درې ویټامین اي کیپسولونه.

د کارولو کړنلاره:
ټول څیزونه ښه سره ګډ کړئ او د کلکو اوړو په څېر یې ونیسئ، له هغه وروسته یې د ګوتو په مټ پر پوستکي باندې په دایروي بڼه تر پینځو دقیقو پورې وموښئ او بیا یې په تړمو اوبو ووینځئ. د نرم، ملائم او ځلاند پوستکي د موندلو لپاره دغه نسخه په اوونۍ کې درې ځله عملي کړئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




قیس احمد د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالیو ته واخیستل شو

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

قیس احمد د انګلستان په کورني لیګ «Vitality Blast» سیالیو کې ګډنوالې لوبډلې کینټ واخیست او ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې به افغان لوبغاړی قیس احمد د یادې لوبډلې سره ولوبیږي. کینټ لوبډلې پر ... نور ولولئ