بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

په هر څه کې هنر پکار دی

اعلان

کلمې زموږ د افکارو ښکارندویي کوي او زموږ احساسات بیانوي؛ خو غوره دا ده چې د هر موقعیت لپاره له ځینو مناسبو او مسلکي کلمو استفاده وکړو.

کېدای شي په ډېرو فلمونو کې مو لیدلي وي، چې د فلم اتل د څو کلمو په ویلو سره، څه ډول ټول پر خپل ځان راماتوي، څو خپلې موخې ته ورسېږي.

له بده مرغه په رښتینې نړۍ کې دا ډول کلمې تر ډیره پایله نه لري، خو یو څه ته مو باید پام وي، چې د هر څه د ترسره کولو لپاره یوه غوره لار هم شته.

د (که) کلمه د شک او تردید تر ټولو قوي زيګنالونه خپروي. کله چې د خپلو ارزښتناکو غوښتنو په اړه فکر کوئ، هڅه وکړئ چې د (که) کلمه مو له خپلو خبرو حذف کړی؛ ځکه که تاسو په خپلو خبرو کې د (که) کلمه وکاروئ، تاسې مخاطب ته یو ډول داسې فکر ورکوئ، چې ګواکې دغه ارزښتناکې غوښتنې له تاسو سره تړاو نه لري، ان د رسېدو لپاره یې پر ځان باور هم نه لری.

کله چې تاسو د (که) په کلمې سره په خپله شاوخوا کې د شک او تردید زيګنالونه خپاره کړئ، د جذب قانون نه شي کولای تاسو ته مو خپلې غوښتنې لا ډېرې روښانه کړي.

هر څه ته د رسېدو لپاره لومړی پر ځان باور ولری او له هغه وروسته اراده وکړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.