اپریل 17, 2021

د ښکلي او ځلېدونکي پوستکي لپاره خورا اسانه او ارزانه لار

ژباړه:  مهر تاج

موږ د مخ د پوستکي د ښکلا لپاره هر ډول شیان کاروو، خو نن موږ تاسو ته د ځلنده او صحي پوټکي لپاره اسانه او ارزانه لارښؤونه کوو.
مخ ته بخار (تهپ) ورکول یا خؤله کول، ستاسو د پوټکي سالم او تازه ساتلو لپاره تر ټولو ارزانه او ساده لار ده، پرته له دې چې په څه پیسې ورکړئ یا یې واخلئ.

لږ تر لږه په اونۍ کې یوځل مخ ته بخار/ تهپ ورکول، پوټکی تازه او نرم ساتي. د دې ترڅنګ نورې ډېرې مثبتې پایلې هم لري. په مخ کې بلډ ویزلز یا د وینې رګونو کې د وینې جریان ښه کوي، چې له امله یې په پوټکي کې د آکسیجن اندازه ډېرېږي او په سمه توګه رسېږي.
کله چې بخار ستاسو پوټکي ته د وینې جریان ښه یا بهتر کړي، نو په پوټکي کې کولیجن تولیدوي، کوم چې د پوټکي لخوا هضمېږي.
جلدي ماهرین وايي، که چېرې تاسو ډېر بخار واخلئ یا مخ ته ډېر بخار ورکړئ، دا ستاسو مخ وچوي، نو غوره ده، چې په اونۍ کې صرف یو ځل بخار واخلئ، اما د ۷ یا  ۸ دقیقو څخه له ډېر بخار ورکولو څخه ډډه وکړئ.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي