هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد

شپږم حس شته؟ که شته نو ویې وکاروئ!

ژورنالیستانو ته خدای ورکړې ده، د ځان لپاره یې یو بل حس هم پیدا کړی، چې هغه شپږم حس دی.

د ژورنالیزم پوهان دغه حس ته «خبري حس» وايي، چې انسان د خپلې شاوخوا، ګواښونو، راتلونکې او د پېښو د ولې؟ ( څیړنې او پلټنې) پر لور هڅوي.

پوښتنه داده، چې رښتیا هم انسان شپږم حس لري؟ دا حس یوازې له ژورنالیست سره دی او که نور وګړي هم دا حس درلودای شي!؟

د انسان د مغز په تړاو نوې څېړنې ښيي، چې د مغزو یوه برخه (ACC) د شپږم حس په توګه کار کوي او کولای شي د خپلې شاوخوا ګواښونه و انګېري.

ویل کیږي دا یو ډول خبرداری ورکوونکی سیسټم دی، چې د افرادو له چلند، پرېکړو او تېروتنو مخکې هغوی ته خبرداری ورکوي. په دې توګه هر عاقل انسان له دغه حس نه برخمن دی، خو دا، چې څنګه دغه حس په کار واچوي، یا کار ترې واخلي دا د ده په خپلې ځیرکۍ پورې اړه لري.

کله کله د انسان دغه حس له عقل او منطق مخکې وضع څېړي او د بدن په ژبه یې ژباړي. یانې مخکې له دې، چې تاسې د یوې پېښې پر مثبت او منفي اړخ فکر وکړئ، شپږم حس مو خبر درکوي، چې دغه څیز مثبت دی یا منفي!.

یونیم ځل به تاسې له داسې پېښې سره مخ شوي وئ، چې زړه مو درزیږي او پر تندي مو خوله راځي. ژر ژر ساه وباسئ او په ساړه ژمي کې مو پر تندي خوله روانه وي. دلته ستاسې شپږم حس تاسې ته د یو څه پیغام در کوي.

مخکې له دې، چې بحث ته لاړ شئ، یا غلا در باندې ثابته شي، پر تندي مو خوله راځي او د خپلې ناکامۍ احساس کوئ. ممکن هېڅ خوله درباندې رانه شي، خو شپږم حس مو د یوې موضوع او مسئلې په اړه واردمخه خبروي.

شپږم حس سړی کنجکاوه ساتي.

له یوچا سره په ټیلیفون خبرې کوئ، خو سملاسي ور پرانیزئ، چې چا خو به مو خبرو ته غوږ نه وي اېښی. ممکن حس مو سم وي، یا کېدای شي هېڅوک هم نه وي، خو دغه حس تاسې احتیاط ته رابولي. احتیاط او په انسان کې د پېښې او مسئلې په تړاو د څېړنې او پلټنې انګېزه ټوکول د شپږم حس ځانګړنې دي.

شپږم حس سړي ته د هغو څیزونو د درک ځواک ور کوي، چې جوت او ښکاره نه دي.

تاسې به له شاعرانو ډېر اورېدلي وي، چې وايي: « پر ما الهام راځي». بې سواده سړی به وي، نه فکر کوي او نه خپل ذهن په کار اچوي، خو ښکلی شعر به لیکي.

الهام بل هیڅ څیز نه دی، همدغه شپږم حس دی. که شاعر د ریاضت له لارې خپل شپږم حس په ځان کې ښه وروزي، تر ټولو ښه شعر به لیکي.

داسې څه به لیکي، چې په عقل او فکر کولو به نه ترلاسه کیږي، خو یو څیز روښانه دی او هغه دادی، چې شپږم حس د انسان د مغزو له ACC برخې سرچینه اخلي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */