سینما او موسیقي

مشهور هندي سندرغاړی ادت نارائن وایي په مرګ ګواښل کیږي

په هندي سینما کې د بې شمېره سندرو ویونکی او د ښکلي غږ لرونکی سندرغاړی ادت نارائن وایي د وژلو ګواښونه ورته کیږي.

دی وایي له ډېرې مودې راهیسې په مرګ ګواښل کیږي او اوس یې پولیسو ته هم خبر ورکړی.

ایکسپریس نیوز لیکي؛ سندرغاړي نارائن د ممبي په یوه پولیس په یوه مرکز کې شکایت کړی چې نوموړې ته پر موبایل فون باندې د مرګ اخطارونه ورکول کیږي.

د هغه په خبره چې د تېرې اپریل میاشت راهیسې ورته دغه ډول زنګونه راځي او ګواښي يې.

ادت نارائن زیاته کړې ده ته لومړی داسې زنګ د اپریل د میاشتې په ۶ وهل شوی وه، د ده په خبره چې نه یوازې بد رد یې ورته ویلي بلکې د مرګ ګواښ یې هم ورته کړی.

لا یې پسې زیاته کړې چې د موبایل له لارې یې د موقعیت د معلومولو هڅه وکړه خو په وینا یې موبایل به یې تل بند وه.

سندرغاړي ویلي چې روانه میاشت کله چې د خپل یوه پروګرام لپاره په تیاري بوخت وه نو بیا ورته د نامعلوم نمبرونو زنګونه ووهل شول او بیا یې هم ورته هم بدې ردې ویلي او ورسره یې په مسینجر کې هم ګواښونه کړي دي.

ده زیاته کړې چې ترې وروسته یې پولیسو ته د شکایت کولو پرېکړه وکړه، هيله یې ښودلې چې پولیس به یې قضیه هر اړخیزه څيړي  او توقع لري چې ده ته زنګ وهونکی کس پولیس ډېر ژر ونیسي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی