ټيلرسوئفټ د نړۍ تر ټولو زیاتو پيسو ګټونکې سندرغاړې اعلان شوه

ښکلي امریکایې سنندرغاړې ټیلر سوئفټ په روان کال کې تر ټولو د زیاتو پيسو ګټونکې سندرغاړې ده.
د معلوماتو له مخې نوموړې په روان کال کې تر اوسه ۶۳ کروړ پیسې ګټلي او تر ټولو د زیاتو پیسو لرونکې سندرغاړې شمېرل شوې ده.
د امریکایې مجلې فوربز په ۲۰۱۹ کال کې د زیاتو پيسو لرونکو سندرغاړي او هنرمندان یو نوملړ خپور کړی چې په دغه نوملړ کې همدا ښکلې امریکایې سندرغاړې ټيلر سوئفټ په لومړي مقام کې راغلې ده.
د فوربز د مجلې د رپوټ له مخې ټیلر سوئفټ لپاره روان کال تر ټولو غوره او ښه کال وه، په رپوټ کې راغلې په دغه کال کې نه یوازې سندرغاړې ټیلر سوئفټ ښه شهرت ومونده بلکې بې کچې سرمایه یې هم وګټله.

د یادولو ده چې پنځو کلونو کې دغې سندرغاړې دغه مقام د دویم ځل لپاره تر لاسه کړی او تر دې وړاندې په ۲۰۱۶ کې هم د ډېرو پيسو ګټونکې سندرغاړې وه.
تر ټولو د زیاتو پیسو ګټوونکو سندرغاړو په لیسټ کې دویم نمبر  امریکایې سندرغاړې کانې ویسټ دی.
په دریم نمبر کې په دغه فهرسټ کې د برتانیوي هنرمند ایډشیران نوم دی.
په دغه لیسټ کې لویدیځي انډین جزیرې بارباډوس مشهور موسیقاره ملکه ریحانه په ۱۱م مقام کې ده او امریکایې سندرغاړې ګیټي پیړي په ۱۳ نمبر کې راغلې ده.
مشهوره امریکایې سندر غاړې جینفر لوپيز او لیډي ګاګا نومونه هم تر ټولو د زیاتو پیسو ګټوونکو سندرغاړو په نوملړ کې راغلی.
 
 

په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ