Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د ساده او آسانه ژوند کولو ۴۷ لاري چاري

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي

کېدای سي تاسي فکر کوئ چي ژوند مو سخت دئ، او تاسي یوازي غواړئ چي یو ساده او آسانه ژوند ولرئ، کټ مټ لکه د ماشومتوب په رقم…

ددې هدف له پاره دغه ۴۷ روشونه درسره مرسته کوي چي ژوند مو بیاځلي د ماشومتوب په رقم ساده کړئ:

۱ـ له نورو سره خبري وکړئ، تمه مه لرئ چي وکولای سئ د نورو په دماغونو کي پر راګرځېدونکو خبرو اترو باندي وپوهېږئ او پېش بینی ئې وکئ.

۲ـ له خپلو شاوخوا کسانو سره دوستانه چار چلند وکړئ. مُسېدل مو ورځ په بشپړ ډول تغیروي.

۳ـ د خپلو اړیکو په قدر پوه سئ. ضرور نه ده چي د ټولو انسانانو سره ملګري او دوست واوسئ.

۴ـ له مثبتو کسانو سره راشه درشه وکړئ، داسي خلګ چي وکولای سي ستاسي انرژي زیاته کړي.

۵ـ که وي داسي شی چي ورڅخه مطمئن نه یاست، پوښتنه وکړئ.

۶ـ د زړه خبره ومنئ.

۷ـ د انسانانو نیمګړتیاوي او شرایط ومنئ.

۸ـ دا واقعیت ومنئ چي تاسي خپله هم بشپړ نه یاست.

۹ـ همېشه داسي مه پوښتئ چي” ولي؟ “ وپوښتئ” څنګه؟ “

۱۰ـ هېر ئې کئ چي نور ستاسي په اړه څه فکر کوي او یا له تاسي چشي غواړي.

۱۱ـ که غواړئ چي وژاړئ، وژاړئ. ژړل ستاسي د کمزورۍ په معنا نه دي.

۱۲ـ عاقل او بالغ خو په عین وخت کي بازیګوش اوسئ.

۱۳ـ له نورو سره داسي چار چلند وکړئ چي څنګې تاسي له ځانو سره خوښوئ.

۱۴ـ له ځانو څخه داسي تمه مه لرئ چي د خپلي شاوخوا ټول کسان به له ځانو خوښ ساتئ.

۱۵ـ مه پرېږدئ چي اقلیم پر تاسي اغېز وکړي. د اقلیم کنټرولول ستاسي په واک کي نه دي، خو د ځان کنټرولول ستاسي په واک کي دي.

۱۶ـ کله چي ستړي او خسته یاست، استراحت وکئ. له دلیل پرته بې خوبي مه کوئ.

۱۷ـ د سهارګاه له سکونه د خوند آخیستلو له پاره، سهار وختي له خوبه راپورته کېږئ.

۱۸ـ د بدن کنټرول ستاسي په واک کي دئ؛ تر هغو چي سالم ياست، ستاسي د جسم او بدن په اړه د نورو قضاوت ته اهمیت مه ورکوئ.

۱۹ـ سالمه غذا وخورئ. اړتیا نسته چي په ټولییز ډول له خوږو خوړلو پرهېز وکئ. د دغو شیانو خوړل ستاسي ژوند ته خوند ورکوي.

۲۰ـ په الکهولو، سګریټو او نورو نشه يي توکیو مه آخته کېږئ.

۲۱ـ یوازي هغه وخت خوراک وکئ چي وږي ياست؛ د ناراحتۍ یا بې حوصلګۍ له مخي خوراک مه کوئ.

۲۲ـ همېشه او منظم ورزش وکړئ.

۲۳ـ پر خپلو شتو چي اوس ئې لرئ فکر وکړئ او د هغو سره خوښ اوسئ.

۲۴ـ هغه شیان رانیسئ چي اړتیا ورته لرئ، نه ټول هغه شیان چي ستاسي خوښېږي. د انسان غوښتني حد نه لري.

۲۵ـ یوازي په دې خاطر چي نور ئې لري، تاسي هم هغه شی مه غواړئ.

۲۶ـ له ځانو سره رښتیني اوسئ او نورو ته درواغ مه وایاست.

۲۷ـ هغو کسانو ته چي ورسره مینه لرئ د: مینه درسره لرم جملې ویلو څخه مه بېرېږئ.

۲۸ـ مشکل نسته چي کله عصباني سئ. یوازي نورو ته زیان مه رسوئ.

۲۹ـ له چا سره جنګ مه کوئ. منطقي خبري وکړئ.

۳۰ـ کله چي تېروتنه کوئ، بخښنه وغواړئ.

۳۱ـ نورو ته د تېروتني کولو اجازه ورکړئ او نور وبخښئ.

۳۲ـ د نوو څیزونو زدکړي ته ښه راغلاست ووایاست.

۳۳ـ ځان مه پټوئ. باید له دنیا سره آشنا سئ.

۳۴ـ د مهمو شیانو یاداښتولو له پاره، یوه کوچنۍ کتابچه درسره ولرئ.

۳۵ـ د ورځني ژوند د ساده تر کولو له پاره له ټکنالوژۍ څخه استفاده وکړئ.

۳۶ـ د هغو کارونو د سرته رسولو له پاره چي خوښېږي مو – ځان ته وخت ورکړئ.

۳۷ـ پخلی زده کړئ څو لږ دباندي خوراک وکړئ.

۳۸ـ کله چي سودا کوئ، نغدي پیسې ورکړئ او ډېر کم له اعتباري کارتونو استفاده وکړئ.

۳۹ـ داسي کار پیداکړئ چي خوښېږي مو او له کولو ئې خوند آخلئ.

۴۰ـ د ځان له پاره هدف وټاکئ.

۴۱ـ کارونه مو پر لومړیتوبونو ووېشئ.

۴۲ـ داسي کاروکړئ چي تاسي ته پر ځان د ویاړلو احساس درکړي.

۴۳ـ له خپل ماضی څخه درس واخلئ. خپلي تېروتني او سهوي هېري کړئ او له ژوند سره مخ ته ولاړ سئ.

۴۴ـ پوه سئ چي همدا اوس ستاسي له پاره چشي ډېر مهم دي او پر هغو باندي تمرکز وکړئ.

۴۵ـ د بهترینو څیزونو هیله ولرئ؛ د بدترینو هغو له پاره پلان او برنامه ولرئ.

۴۶ـ پر ځان او (خدای دي) باور ولرئ.

۴۷ـ که مو د کوم کار کول نه خوښېږي، له کولو ئې لاس واخلئ.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي