ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

ماشومه نجلۍ، چې د ۸۰ کلنې ښځې څېره یې درلوده

ژباړه: عایشه حیدري

ناروغۍ، ژوند د ناخوالې او ارثي او جنیټيکي موارد ټول په د انسان په څېره او ظاهري بڼه اغېز کوي او کله ناکله انسانان په ژوند کې له داسې پېښو سره مخ کېږي چې منل یې ډېر ګران او ستونزمن وي او انسان ته د ژوند شېبې ستونزمنې او دردمنې شي.

د نړۍ په ډېرو کورنیو کې داسې پېښې رامنځته کېږي چې هغوی ته د دغو پېښو د پایلو زغمل اسانه کار نه وي، د دغو کورنیو له ډلې یوه هم د کوچنۍ او مینه ناکې اشانتي سمېث کورنۍ ده.

اشانتي له یوې نادرې ناروغۍ ځورېده، دغه ناروغۍ په ماشومتوب کې د څېرې زړښت Progeria په نامه یادېږي چې له امله یې په عمر کې اختلال او ګډوډۍ را منځته کېږي او د انسان څېره او وجود په کم عمر کې د لوړ عمر لرونکو انسانانو په څېر فعالیت کوي او د دې ناروغۍ لرونکي ډېر ژر د ژوند پور پرې کوي او له د نړۍ کوچېږي.

د دغې نجلۍ بشپړ نوم اشانتي اېلیټ سمېث Ashanti Elliott Smith دی او په بریټانیا کې ژوند کوي، اشانتي په ماشومتوب کې د زړښت ناروغۍ څخه کړېږي، ژر زړښت يوه جنیټيکي ناروغي ده او په ډېرو لږو انسانانو کې پيدا کېږي. اشانتي د نورو انسانانو په پرتله ۸ ځلې ژر زړه شوه، او د ۸۰ کلونو عمر لرونکې څېره یې په ۱۱ کلنۍ کې خپله کړه.

د اشانتي همدغه ژر زړښت د نوموړې د ژر مړینې سبب هم شو. روغتیاپالانو ورته ویلي وو چې تر ۱۵ کلنې لوړ عمر نه شي کولای.

د اشانتي په اړه د خبرونو تر خپرېدو وروسته بسپنه ورکوونکو د اشانتي د درملنې لپاره له هغې مالي ملاتړ وکړ، دا چې اشانتي ویښتان نه درلودل، نو په انګلستان کې د مصنوعي ویښتانو یوه مشهور پلورنځي هغې ته مصنوعي ویښتان ډالۍ کړل او ځینو نورو بیا له نهنګانو سره اشانتي دلامبو وهلو ارمان د پوره کولو لپاره ور سره د نغدو پیسو مرسته و کړه. خو دغه پیسې یې پلار غلا کړې او وتښتېد، ورورسته بیا البي اېلیټ سمېث چې د اشانتي پلار دی ونیول شو او په درې کاله بند محکوم شو.

د اشانتي د مور ټوله هڅه دا ده چې نوموړې خوښه وساتي او د هغې هیلې او ارمانونه پوره کړي، ځکه چې اشانتي نه شي کولای خپله ۱۵مه زېږدکلیزه و نمانځي.

د یادونې وړ ده چې اشانتي له ډول ډول ناوړه غبرګونونو سره مخ کېږي او خلک یې په څېرې پورې خندا کوي، یو ځل د ښوونځي ښوونکي اشانتي ته له سر نه د مصنوعي ویښتانو د لرې کولو امر کړی وو چې اشانتي په دې کار سخته ځورېدلې وه، همدارنګه کله چې اشانتي سمېث کور څخه بهر شي ټول خلک هغې ته په حیرانتیا سره ګوري او اشانتي هغو ټولو خلکو ته خاندي او تل په شونډو مسکا لري، اشانتي د دغو غبرګونونو په ځواب کی وايي چې زه ډېره ښکلې یم ځکه ټول خلک ماته ګوري او په شونډو یې موسکا وي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ