فبروري 26, 2021

شاه رخ اختر لپاره پیښورۍ څپلۍ غوښتي

د بالي وډ کینګ خان شاه رخ خان ته د اختر په را نژدې کیدو د پیښور دودیزې څپلۍ وریادې شوې دي. د هند د فلمي نړۍ دغه بې تاجه پاچا د اختر د لمانځلو لپاره د ځان تر څنګ د خپل زوی لپاره هم له خپل پلرني ښارپیښوره څپلۍ غوښتي. نوموړي د څپلیو لپاره په پیښور کې خپلې د تره لور نورجهان بي بي سره اړیکه ټینګه کړې ده.
شاه رخ خان تیره اونۍ خپلې د تره لور سره په تیلیفون اړیکه نیولې او د پیښوریو څپلیو فرمایش یې ورکړی دی.
داسې ښکاري چې د تیر اختر په څیر به شاه رخ خان په راتلونکي اختر کې هم پیښورۍ څپلۍ په پښو کړي، تیر اختر هم نوموړي ته د اختر لپاره پیښورۍ څپلۍ ډالۍ شوې وې، او هغه هم په کوچني اختر کې.

د بالي وډ د کینګ خان د څپلیو لپاره د پیښور مشهور څپلۍ جوړوونکي جهانګیر خان ته فرمایش ورکړل شوی و.
تر دې مخکې هم شاه رخ خان د خپلې ترلې نور جهان بي بي په مرسته د پیښوریو څپلیو فرمایش ورکړی و.
پیښورۍ څپلۍ د سیمې په کچه مشهورې څپلۍ دي چې له څرمنۍ او ربړي تلي جوړیږي. شاه رخ خان په خپل فلم رییس کې هم پیښورۍ څپلۍ په پښو کړې وې چې د پښتنو له یاد شوي ښاره یې غوښتې وې.
یو شمیر نور مشهور کسان هم پیښورۍ څپلۍ په پښو کوي چې یو په کې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان دی.