اپریل 21, 2021

شريا ګوشال د لسيزې د غوره سندرغاړې ایوارډ وګټی

د هندوستان مشهورې سندرغاړې شريا ګوشال د لسيزې د غوره سندرغاړي معتبره جائزه وګټله.

شريا د هندوستان دننه او په نړيواله کچه په ميليونونو مينوال لري،د جادوګر ږغ تر څنګ ځانګړې څېره هم لري او د استادۍ ترمقامه رسېدلې ده.

دې د ميرچي ميوزيک ايوارډ په ۱۳م پړاو کې د ارجيت سينګ،کې کې،انکېت تيواري،مصطفی زاهد،تلسي کمار او پلک مچل په ګډون د لسيزې د ښځينه ږغ جائزه ګټلې.

همدارنګه د عاشقي۲ فلم د سندرو البوم هم د مينوالو په رايې سره د لسيزې ايوارډ ګټلی دی، د سن رهاهې سندره يې ترنورو ډېره ستايل سوېده.

څو ورځې وړاندې شريا د خپلې مور په کليزه کې د ساينا په نوم د البوم څخه د چل وهي چلی په مطلع سندره خپره کړه چې هغې هم جائزه وګټله .

۳۷ کلنه شريا ګوشال که څه هم پدې پروګرام کې ګډون نه وو کړی خو د ټولنيزو رسنيو له لارې يې خپله خوښي د مينوالو سره شريکه کړې او يوځانګړی پيغام يې ليکلی دی.

شريا ليکي:

له دې امله خوشحاله يمه چې د لسيزي د ښځينه غږيزې او اوريدونکو د لسيزي د انتخاب الوبوم د ريکارډونو سره د ميرچي ايوارډ وګټي،ډېری هنديان مننه کوي،د سنجی ليلا بنسالي،سيدارت،سنديپ نات ،انکيت تيواري او ټې سريز څخه د ميوزيک د يادګاري لسيزي له امله مننه کوم”.

شريا ګوشال د لسګونو ايوارډونو ترڅنک د ملي فلم څلور ايوارډونه هم ګټلي دي.

د حافظې ارزښت

لیکوال: عایشه حیدري ، کابل - برخه : روانې سلامتي

کېدای شي تاسو په ژوند کې د حافظې په ارزښت پوه شئ خو موږ غواړو په دې اړه تاسو ته لږه توضیح درکړو، ځکه چې که تاسو د حافظې د ارزښت په اړه پوه شئ ... نور ولولئ