سپورټ کرکټ وزش او تمرین

یوسفزی: شپږیزه او افغان شل اوریزه لیګ په ښه ډول ترسره کوو

لیکنه: محمدصابر حمیدي

افغان کرکټ بورډ وايي، چې شپږیزه کرکټ لیګ او د افغانستان شل اوریزه کرکټ غوره لیګ په بریالیتوب ترسره کول یې لومړیتوب دی.

پرون دوشنبه د افغان کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزي د یادي ادارې له یو شمېر مدیرانو سره د ویډيو کنفرانس له لارې مهالنۍ ناسته وکړه، چې پکې د کرکټ بورډ پر پرمختګونو او راتلونکو پلانونو خبرې وشوې.

یوسفزي په یاده ناسته کې وویل:

«شپږیزه کرکټ ټورنمنټ او همدارنګه د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ په ښه او اساسي بڼه ترسره کول د کرکټ بورډ لومړیتوب دی او موږ به ټول ممکنه هلې ځلې په کار واچوو تر څو دغه دوه مهم ټورنمنټونه په بریالیتوب سره ترسره کړو.»

ټاکل شوې د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو د راتلونکي سیپټمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه کابل کرکټ لوبغالي کې پيل شې او د یادي میاشتې تر ۲۵تمې نېټې پوري به دوام وکړې.

خو د افغانستان شل اوریزه کرکټ لیګ د ترسره کېدو نېټه لا تراوسه نده معلومه.

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې یو شمېر لوبغاړو پر خپلو ټویټرپاڼو او فیسبوک پاڼو د شپږیزه کرکټ لیګ او افغان شل اوریزه غوره لیګ ترسره کېدو ته خوښي ښوودلې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ