سپورټ کرکټ وزش او تمرین

په شپږیزه کرکټ لیګ کې د نن سیالۍ!

لیکنه: محمدصابر حمیدي

په شپږیزه کرکټ لیګ کې نن سې شنبه هم دوې سیالۍ ترسره کیږي، چې په لومړۍ لوبه کې نن سهار ۹:۳۰ بجې میس‌عینک اتلان د کابل بازانو په وړاندې او په دویمه لوبه کې بیا نن ماپښین ۲ بجې بندامیر د بُست ساتونکو په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي.

دا د شپږیزه کرکټ لیګ څلورمه او پنځمه سیالي ده، چې د دې لیګ په لومړۍ لوبه کې وړمه ورځ بندامیر ـ میس‌عینک ته، په دویمه لوبه کې پرون سهار سپین غر ـ امونهنګانو ته او په درېیمه لوبه کې بیا پرون ماپښین بُست ساتونکو ـ کابل بازانو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د شپږیزه لیګ لومړۍ لوبه

د لوبې پچه د میس عینک لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدران د بندامیر د لوبډلمشر اصغرافغان نه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

میس‌عینک لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډې جوړې کړې او بندامیر لوبډلې ته یې د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.

د میس‌عینک لپاره حشمت‌الله شهیدي ۶۵، شهزاد محمدي ۵۴ او غمي ځدران بیا ۳۰ منډې جوړې کړې.

بندامیر ته بیا شراف‌الدین اشرف او وقار سلام‌خېل دوې ـ دوې؛ خو حمید حسن او محمدابراهیم بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

کله چې د بندامیر لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کي یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې او ونه توانېده، چې د میس‌عینک له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي.

بند امیر ته عثمان غني ۷۹، اصغر افغان ۴۵ او حصرت ځاځي بیا ۲۴ منډې جوړې کړې.

میس‌عینک ته نوراحمد لکڼوال دوې ویکټې واخیستې، خو دولت ځدران، عبدالله مزاري او شاپورځدران بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

د لوبې غوره لوبغاړی د میس‌عینک لوبډلې حشمت‌الله شهیدي وټاکل شو، هغه د خپلې لوبډلې لپاره ۶۵ منډې جوړې کړې.

د شپږیزه لیګ دویمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ د دویمي لوبې پچه د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر کریم خان صادق د امونهنګانو د لوبډلې لوبډلمشر جاویداحمدي څخه وګټله، چې لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

سپین غر لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره امونهنګانو لوبډلې ته د ۱۵۱ منډو هدف وټاکی.

د سپین غر لوبډلې لپاره زبیر اکبري ۵۱، ناصر عمر ۳۸ او وحیدالله شفق بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.

د امونهنګانو لوبډلې لپاره بیا عبدالواسیع دوه، خو یمین احمدزي، نصرت‌الله او حیات‌الله یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

کله چې امونهنګانو لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۱ منډه وکړه او په دې سره یې د ۴۹ منډو په توپير د سپین غر لوبډلې څخه ماته ومنله.

د امونهنګانو لپاره عبدالواسیع ۳۰، دروېش رسولي ۲۱ او فرهان زاخېل بیا ۱۳ منډې جوړې کړې.

سپین غر لوبډلې ته ۵ ویکټې لوبډلمشر کریم خان صادق واخیستلې، خو افتاب عالم، زوحیق او زبید بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

د شپږیزه لیګ درېیمه

د یادې لوبې پچه د بُست کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب د کابل بازان د لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز څخه وګټله، چې لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بُست لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې او کابل بازان ته یې د ۱۷۳ منډو هدف وټاکی.

منیرکاکړ ۴۱ ناسوځېدلي، عمران جنت ۴۳ او احسان الله جنت بیا ۲۹ منډې بُست ساتونکو ته وکړې.

کابل بازان ته بیا فرمان الله، ضیا‌ءالرحمن او ننګیالي یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

کله چې کابل بازان لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ۱۹،۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۵ منډې وکړې او په دې سره یې د ۵۷ منډو په توپير د بُست لوبډلې څخه ماته وخوړه.

کابل بازان ته صدیق‌الله اتل ۳۲، عظمت‌الله عمرزي ۲۸ او ضیا‌ءالرحمن ۱۷ منډې وکړې.

د بُست لپاره بیا سید شېرزاد او ګلبدین نایب درې ـ درې، کریم جنت دوې او امیرحمزه هوتک بیا یوه ویکټه واخیستله.

د شپږیزه لیګ راتلونکي سیالۍ

د شپږیزه کرکټ لیګ شپږمه او اوومه لوبه سبا چهارشنبه ترسره کیږي، چې په ترڅ کې به یې امونهنګان سهار ۹:۳۰ بجې د بندامیر په وړاندې او سپین غر بیا ماپښين ۲ بجې د میس عینک په وړاندې لوبیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ