اپریل 11, 2021

د شپږیزې سیالیو لوبډله د متحده عربي اماراتو په یوه لیګ کې لوبیږي

Advertisements

د شپږیزې کرکټ ټورنمینټ سیالیو یوه لوبډله عارف عظیم بوسټ په متحده عربي امارتو کې په یوه لیګ کې لوبیږي.
دغه خبر نن د عارف عظیم بوسټ لوبډلې په رسمي فیسبوک پاڼه خپور شوی.
عارف عظیم بوسټ لوبډله د شپږیزې د کرکټ سیالیو یوه مهمه لوبډله وه چې په شپږیزې ټورنمینټ کې عارف عظیم ګروپ لخوا اخیستل شوې وه.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې دغه لیګ به درې ورځې دوام وکړي او ټولې به پکې شپږ لوبډلې برخه پکې واخلي.

ټاکل شوې همدغه لیګ به د اکټوبر د میاشتې په څلورمه نېټه پيل شي او تر شپږمې به دوام وکړي.
د عارف عظیم بوسټ لوبډلې د فیسبوک پاڼې د معلومات په دغه لیګ کې به د افغانستان د یوې لوبډلې سربېره د پاکستان، افریقا،اسټرلیا، او انګلستان یوه یوه لوبډله برخه ولري.
ویل کیږی په دغه لیګ کې به د افغانستان د شپږیزې د کرکټ ټورنمنټ له سیالیو د عارف عظیم بوسټ، له پاکستانه د لاهور قلندرز، یارکشایرویکینګز، هوبرټ هوریکینز، ټیټن به افریقا د رام سلام له لیګ څخه ګډون وکړي.
د خپاره شوي معلوماتو له مخې، دغه لیګ به د نړیوالې شورا د چتر لاندې د عربي متحده اماراتو په همکارۍ ترسره شي او ویل شوي دغه لوبې به په دوبۍ سپورټس کمپلکس کې تر سره شي.
د بوسټ لوبډلې د پاڼې له مخې، دغه سیالۍ به د جذبو او ولولو څخه ډکې سیالۍ وي او زیات لیدونکي لري.
د معلوماتو له مخې دغه لوبې به د عربي متحده اماراتو په ابو ذوبۍ کرکټ لوبغالي کې تر سره شي چې د شاوخوا ۲۰ زره ننداره چیانو د ناستې ځای لري.
دوی وایي، ددغه سیالۍ موخه د لوبغاړو تر منځ د تجربو شریکول دي.
د بسټ لوبډلې مالک علي ارشد عظیمي وایي، دغه سیالیو ته به د یوې ښې لوبډلې سره ولاړ شي تر څو د خونده ډکې لوبې نندارې ته وړاندې کړي.
هغه وایي خوښ دی چې لوبډله یې په دغه لیګ کې لوبیږي او زیاتوي چې دا به د ځوانو لوبغاړو لپاره یوه غوره موقع وي چې د نړیوالو لوبغاړو سره ولوبیږي.

د شهزاد محمدي شوخي او د خلکو مینه

لیکوال: سمیع الله درانی - برخه : سپورټ

Advertisements شهزاد محمدي د افغانستان په لوبډله یو له ساعت تیرو لوبغاړو څخه دی، چې هر وخت له مینوالو، لوبغاړو، داخلي لوبو او بهرنیو لوبو کې له لوبغاړو سره خوش طبعي کوي. د کرکټ ملي ... نور ولولئ