سپورټ کرکټ وزش او تمرین

د شپږیزې کرکټ‌لیګ مهالوېش خپور شو

سپورټ یاران

په دغه لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې ګډونوالې دي، چې د لیګ پیل د تېر کال اتله لوبډله مِس عېنک  اتلان او د تېر کال د پایلوبې بایلونکې لوبډلې بند امیر ډرګنز یا ښامارانو ترمنځ ترسره کېږي.

په دغه لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې شاملې دي، چې لومړۍ لوبه به یې د مِس عېنک اتلان او بند امیر ښاماران لوبډلې پر وړاندې د سپټمبر په شپږمه نېټه ماسپښین یوه نیمه بجه مخ ده.

دویمه لوبه د سپټمبر په ۷ مه نېټه د سپین غر پړانګان او امو نهینګانو ترمنځ سهار ۹ نیمې بجې او درېیمه لوبه په همدې ورځ ماسپښین دوه بجې د کابل بازان او بُست اتلانو ترمنځ ترسره کېږي.

د سپټمبر په ۸ مه نېټه مِس عېنک د کابل پر وړاندې سهار ۹ نیمې بجې او ماسپښین دوه بجې بند امیر د بُست ساتونکو پر وړاندې لوبېږي.

د سپتمبر په ۹ مه نېټه سهار مهال بند امیر د امو پر  وړاندې او ماسپښین مهال سپین غر ټایګرز د مِس عېنک اتلان پر وړاندې ماسپښین مهال مخ ده.

د سپټمبر په لسمه نېټه د پنجشنبې په سهار بُست د سپین غر پر وړاندې او کابل د امو پر وړاندې ماسپښین مهال ترسره کېږي.

د سپتمبر په ۱۱ مه نېټه د جمعې په سهار سپین غر د بند امیر پر وړاندې او مِس عېنک د بُست پر وړاندې لوبه کوي.

د سپتمبر په ۱۲ مه نېټه د شنبې په ورځ کابل د بند امیر پر وړاندې او امو د مِس  عېنک پر وړاندې لوبېږي.

د سپتمبر په ۱۳ مه نېټه د یکشنبې په ورځ سهار مهال کابل د سپین غر پر وړاندې او امو د بُست پر وړاندې لوبه کوي.

د سپټمبر په ۱۴ مه نېټه لومړۍ کوالیفا پړاو لوبه او ماسپښین مهال یې دویمه کوالیفای پړاو لوبه د بریالیو لوبډلو ترمنځ کېږي.

د سپتمبرپه ۱۵ مه نېټه پایلوبې ته د تګ په موخه لوبې کېږي او له درېیوو ګټونکو لوبډلو یې دوه پایلوبې ته ځي.

د دې لوبو پایلوبه د سپټمبر په ۱۶ مه نېټه چې له چهارشنبې ورځې سره سمون خوري ترسره کېږي.

د د لیګ ارزښت په دې کې  دی، چې تکړه لوبغاړي به پکې په نښه شي او رتلونکي کې به د کرکټ بورډ غوراوي کمېټه په دې لټه کې شي،  ښه لوبغاړي د لوبډلو لپاره وګوماري.

EBDpY4zXYAUAau3.jpg

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ