سپورټ کرکټ وزش او تمرین

شپږیزه؛ د لومړي پړاو ټولو لوبو ته یې کتنه

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو د ۶ لوبډلو ترمنځ د د روانې سیپټمبر میاشتې په ۶مه نېټه پيل شو، چې تر لس ورځو دوام وروسته د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پای ته رسیږي.

د دې لیګ لومړی پړاو د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېد، چې څلورو لوبډلو دویم پړاو خو دوو لوبډلو بیا د ټورنمنټ سره مخه ښه وکړه.

دویم پړاو ته لاره پیداکوونکي لوبډلې

کابل بازان، بُست ساتونکي، بندامیر او میس‌عینک اتلان هغه لوبډلې دي، چې دویم پړاو ته یې لاره پیداکړه.

خو سپین‌غر زمریان او امونهنګان بیا هغه دوه ټیمونه دي، چې د سیالیو سره یې مخه ښه وکړه.

د پلې اف لوبې

افغان کرکټ بورډ وايي، چې اوس سبا دوشنبه سهار ۹ بجې په لومړنۍ کوالیفایر لوبه کې کابل بازان د میس‌عینک کرکټ لوبډلې په وړاندې لوبیږي.

دویمه کوالیفایر لوبه بیا سبا دوشنبه ماپښين ۱:۳۰ بجه د بُست او د بندامیر ترمنځ ترسره کیږي.

سپین غر او امونهنګان بیا هغه لوبډلې دي، چې د شپږیزه کرکټ لیګ د روان پړاو څخه بهر شوې.

اوس شپږیزه کرکټ لیګ تولو هغه ۱۵ لوبو ته کتنه کوو، چې په لومړي پړاو کې یې ترسره کړې دي.

لومړۍ لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ لومړۍ لوبه د میس‌عینک او بندامیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې میس‌عینک لوبډلې د یوې منډې په توپير بریا خپله کړه.

د لوبې پچه د میس عینک لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدران د بندامیر د لوبډلمشر اصغرافغان نه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

میس‌عینک لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډې جوړې کړې او بندامیر لوبډلې ته یې د ۱۸۰ منډو هدف وټاکه.

د میس‌عینک لپاره حشمت‌الله شهیدي ۶۵، شهزاد محمدي ۵۴ او غمي ځدران بیا ۳۰ منډې جوړې کړې.

بندامیر ته بیا شراف‌الدین اشرف او وقار سلام‌خېل دوې ـ دوې؛ خو حمید حسن او محمدابراهیم بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

کله چې د بندامیر لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کي یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۸ منډې جوړې کړې او ونه توانېده، چې د میس‌عینک له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړي.

بند امیر ته عثمان غني ۷۹، اصغر افغان ۴۵ او حصرت ځاځي بیا ۲۴ منډې جوړې کړې.

میس‌عینک ته نوراحمد لکڼوال دوې ویکټې واخیستې، خو دولت ځدران، عبدالله مزاري او شاپورځدران بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

د لوبې غوره لوبغاړی د میس‌عینک لوبډلې حشمت‌الله شهیدي وټاکل شو، هغه د خپلې لوبډلې لپاره ۶۵ منډې جوړې کړې.

دویمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ دویمه لوبه د دوشنبې په ورځ سهار د سپين غر او امونهنګانو ترمنځ ترسره سوه، چې په ترڅ کې یې سپین غر لوبډلې د ۴۹ منډو په توپير بریا خپله کړه.

د شپږیزه کرکټ لیګ د دویمي لوبې پچه د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر کریم خان صادق د امونهنګانو د لوبډلې لوبډلمشر جاویداحمدي څخه وګټله، چې لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

سپین غر لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره امونهنګانو لوبډلې ته د ۱۵۱ منډو هدف وټاکی.

د سپین غر لوبډلې لپاره زبیر اکبري ۵۱، ناصر عمر ۳۸ او وحیدالله شفق بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.

د امونهنګانو لوبډلې لپاره بیا عبدالواسیع دوه، خو یمین احمدزي، نصرت‌الله او حیات‌الله یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

کله چې امونهنګانو لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ټاکلو شل اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۱ منډه وکړه او په دې سره یې د ۴۹ منډو په توپير د سپین غر لوبډلې څخه ماته ومنله.

د امونهنګانو لپاره عبدالواسیع ۳۰، دروېش رسولي ۲۱ او فرهان زاخېل بیا ۱۳ منډې جوړې کړې.

سپین غر لوبډلې ته ۵ ویکټې لوپډلمشر کریم خان صادق واخیستلې، خو افتاب عالم، زوحیق او زبید بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

د لوبې غوره لوبغاړی کریم خان صادق وټاکل شو، چې د سپین غر لوبډلې لپاره یې ۵ ویکټې واخیستلې.

درېيمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ درېیمه لوبه د دوشنبې په ورځ ماپښین د بُست او کابل بازانو ترمنځ ترسره شوه، چې بُست لوبډلې په ۵۷ منډو توپير کابل بازانو ته ماتې ورکړه.

د یادې لوبې پچه د بُست کرکټ لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب د کابل بازان د لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز څخه وګټله، چې لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

بُست لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۲ منډې جوړې کړې او کابل بازان ته یې د ۱۷۳ منډو هدف وټاکی.

منیرکاکړ ۴۱ ناسوځېدلي، عمران جنت ۴۳ او احسان الله جنت بیا ۲۹ منډې بُست ساتونکو ته وکړې.

کابل بازان ته بیا فرمان الله، ضیا‌ءالرحمن او ننګیالي یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

کله چې کابل بازان لوبډله د توپوهنې لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په ۱۹،۱ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۵ منډې وکړې او په دې سره یې د ۵۷ منډو په توپير د بُست لوبډلې څخه ماته وخوړه.

کابل بازان ته صدیق‌الله اتل ۳۲، عظمت‌الله عمرزي ۲۸ او ضیا‌ءالرحمن ۱۷ منډې وکړې.

د بُست لپاره بیا سید شېرزاد او ګلبدین نایب درې ـ درې، کریم جنت دوې او امیرحمزه هوتک بیا یوه ویکټه واخیستله.

په ننۍ لوبه کې جایزه ورکوونکي لوبغاړي

د یادي لوبې غوره لوبغاړی سید شېرزاد وټاکل شو، چې د خپلې لوبډلې لپاره يې درې ویکټې واخیستلې.

څلورمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ څلورمه لوبه د تېرې سې شنبې په ورځ سهار د میس‌عینک او کابل بازانو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې کابل بازانو په څلورو ویکټو میس‌عینک ته ماتې ورکړه.

پچه د کابل بازان لوبډلې لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز د میس عینک د لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدران څخه وګټله او د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه.

میس‌عینک لوبډلې د لوبې په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳ منډې وکړې او کابل بازانو لوبډلې ته یې د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه.

د میس‌عینک لپاره شاهدالله کمال ۵۸ ناسوځېدلي، نجیب ترکي ۳۲ او شهزاد محمدي بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.

کابل بازانو ته ضیا‌‌ء اکبر درې، ننګیالي خروټې دوه او نجات مسعود بیا ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

کله چې میس‌عینک لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۹ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په ۴ ویکټو یې بریا خپله کړه.

کابل بازانو لوبډلې ته نورعلي ځدران ۶۱، صدیق‌الله اتل ۳۶ او رحمن‌الله ګربز بی ۲۱ منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو دوه لوبغاړي عبدالله مزاري، خو ابراهیم او شاپور بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې غوره لوبغاړی د کابل بازانو لوبډلې څخه نورعلي ځدران وټاکل شو، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ۶۱ منډې وکړې.

پنځمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ پنځمه لوبه د سې شنبې په ورځ ماپښین د بندامیر او بُست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې بندامیر په ۹ ویکټو بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبي پچه د بُست ساتونکو وګټل او د توپ وهني پرېکړه یې وکړل.

د بُست لوبغاړو په ۲۰ اورونو کي ۱۳۳ منډي وکړې او ۹ لوبغاړي یې وسوځېدل.

تر ټولو ډېري منډي یې عمران جنت ۳۳ او منیر کاکړ ۳۱ ترسره کړې.

د ښامارانو لپاره شراف الدین اشرف ۴ ویکيټي او وقار سلام خیل بیا درې ویکيټي ترلاسه کړې.

د لوبي په دوهمه پاڼۍ کي د بندآمیر ښامارانو غوره توپ وهنه وکړل او د بُست ساتونکو ۱۳۴ هدف یې د یو لوبغاړي په سوځېدو سره په ۱۵ اورونو کي پوره کړ.

د ښامارانو لپاره په غوره توپ وهنه کي عثمان غني ۶۲ منډي او لوبډلمشر اصغر افغان بیا ۵۵ منډي وکړې او دواړه ناسوځېدلي ووتل.

د بُست په توپ اچونه کي کریم جنت و، چي یوه ویکیټ یې واخیسته.

د یادې لوبي غوره لوبغاړی شراف الدین اشرف وټاکل سو، چي په ۴ اورونو کي يې ۱۳ منډي ورکړې او ۴ ویکیټې یې ترلاسه کړې.

شپږمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ شپږمه لوبه د چهارشنبې په ورځ سهار د بندامیر او امونهنګانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې بندامیر لوبډلې د اوو ویکټو په توپير امونهنګانو ته ماتې ورکړه.

یاده لوبه کې لومړی امونهنګانو لوبډلې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو شل اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره بندامیر ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکی.

امونهنګانو لوبډلې ته دروېش رسولي ۵۲، جاوید احمدي ۳۴ او فرهان ذاخېل بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.

شراف الدین اشرف دوه، خو وفادار مومند او وقار سلام‌خېل بیا د امونهنګانو یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

کله چې بندامیر لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره یې د لوبې په ۱۸م اورو کې د امونهنګانو له لوري ورکړل شوی هدف پوره کړ او په ۷ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د بندامیر لپاره عثمان غني ۵۷، حضرت‌الله ځاځي ۳۸ او ناصر جمال بیا ۲۰ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

امونهنګانو لوبډلې ته عبدالوسع درې ویکټې واخیستلې.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی عثمان غني وټاکل شو، چې ۵۷ منډې یې جوړې کړې.

اوومه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ اوومه د چهارشنبې په ماپښین د میس‌عینک او سپي غر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې میس‌عینک لوبډلې د ۵۸ منډو په توپير سپي غر لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

د لوبې په پیل کې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو لوبډلمشر شاپور ځدراڼ پچه وګټله چې لومړی یې د اکټو سپین غر زمریانو د لوبډلمشر کریم صادق پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د مس‌عینک لپاره د لوبې په پیل کې بهارعلي شینواري او محمد شهزاد ډېره چټکه توپوهنه پیل کړه چې تر ډېره د دوی د منډو ملګرتیا د میس‌عینک لپاره د ستر هدف لامل شوه چې د یادې لوبډلې لوبغاړو د څلور ویکټو په سوځېدو، د۲۰ اورونو په لوبولو سره له سیال لوري ۲۲۱ منډې ترلاسه کړې.

مس عینک د توپوهونکو په استازیتوب بهارعلي شینواري ۶۵ ډېرې، حشمت الله شهیدي ۵۳ او محمد شهزاد ۵۲ منډې وکړې چې له منځه یې محمد شهزاد او بهارعلي شینواري ترمنځ د لوبې چټک پیل د میس‌عینک لپاره د ستر هدف لامل شو.

د سپین غر زمریانو د توپ اچوونکو له منځه عبدالله عادل دوه، کریم صادق او قیس احمد یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه، خو د دوی توپ اچونې هم سیال لوری له ډېرو منډو ترلاسه کولو راونه ګرځولی شو.

ورپسې د اکټو سپین غر زمریانو لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې لوبډلمشر کریم صادق ۳۳ ډېرې، فضل ځاځي ۲۳، رحمت الله او قیس احمد هر یوه ۱۹ منډې ترلاسه کړې، خو حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو هدف یې ترلاسه نه شو کړلی.

په داسې حال کې چې د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو ته عبدالله مزاري څلور، لوبډلمشر شاپور ځدراڼ درې، نور احمد دوه او محمد الله همکار یوه ویکټ ترلاسه چې په دې سره د اکټو سپین غر زمریانو په ۱۸،۳ اورونو کې د ۱۶۳ منډو ترلاسه کولو وروسته ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ټاکل شوی هدف یې ترلاسه نه کړای شو.

د مس عینک اتلانو بهار علي شینواری د لوبې د غوره لوبغاړي او د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي او عبدالله مزاري بیا د سټاېلېش لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

اتمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو اتمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د بُست او سپين غر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې سپین غر لوبډلې د ۵ منډو په توپیر بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د شپږیزه کرکټ لیګ د اتمي لوبې پچه د بُست لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب د میس‌عینک لوبډلې د لوبډلمشر کریم خان صادق څخه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

سپین غر لوبډلې د لوبې په ټاکلو شل اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره بُست لوبډلې ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکی.

سپين غر لوبډلې ته تمیم سرخرودي ۷۹، مجیب عالم ۵۲ او وحیدالله شفق بیا ۱۸ منډې جوړې کړې.

د سپين غر لوبډلې دوه لوبغاړي حمزه هوتک او یو لوبغاړی بیا محمد سلیم وسوځاوه.

کله چې بُست لوبډله  د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په شل اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې او په ۵ منډو توپير یې د سپين غر لوبډلې څخه ماته وخوړه.

د بُست لوبډلې لپاره کریم جنت ۵۱، ګلبدین نایب ۳۵، شفیق الله غفاري ۲۵ او وحیدالله بیا ۲۰ منډې جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې لپاره بیا زاهدخان، عبدالله عادل او زبیر اکبري دوې ـ دوې ویکټې واخیستې او افتاب عالم بیا د بُست یو لوبغاړی وسوځاوه.

نهمه لوبه

د اتصالات فورجي شپږیزې کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په نهمه لوبه کې د نوید احمدزي امو نهنګان د ایوبي کابل بازانو سره مخ شول چې کابل بازانو د لوبډلمشر د غوره توپوهنې او ستر هدف په پایله کې خپل سیال لوری د ۶۱ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړ.

د لوبې په پیل کې د ایوبي کابل بازانو د یادې لوبې پچه وګټله چې لومړی یې د نوید احمدزي امو نهنګان پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه، چې د توپوهنې د پیل لپاره یې د تېر په څېر لوبډلمشر رحمن الله ګربز او نورعلي ځدراڼ لوبې ته راووتل.

دواړو ډېر غوره او چټک پیل وکړ، خو نورعلي د ۱۲ منډو له ترلاسه کولو وروسته د منډې پر مهال خپل ویکټ له لاسه ورکړه. لوبډلمشر رحمن الله خپلې ګړندۍ او چټکې لوبې ته دوام ورکړ، تر دې چې په ۵۰ توپونو یې ۹۹ منډې هم وکړې، خو قسمت ورسره ملګرتیا ونه کړه، ترڅو سلیزه پوره کړي چې د سلیزې لپاره د منډې د تکل پر مهال یې خپل ویکټ له لاسه ورکړه او له ډګر بهر شو.

همدارنګه د ایوبي کابل بازانو لپاره سمیع الله  شینواري ۴۴ او عظمت الله عمرزي ۴۱ منډې وکړې چې د ۲۰ اورونو په لوبولو او د ۵ ویکټو په سوځېدو یې سیالې لوبډلې ته د ۲۲۴ منډو هدف وټاکه چې په روانو سیالیو کې تر اوسه تر ټولو ستر هدف دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نوید احمدزي امو نهنګان لپاره په توپ اچونه کې یمین احمدزي، عبدالواسع او باطن شاه یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ورپسې د نوید احمدزي امو نهنګان لوبډلې د توپوهنې پاڼۍ پیل کړه چې له منځه یې دروېش رسولي ۷۳ ډېرې، فرهان ذاخېل ۳۷ او حیات الله ۱۷ منډې ترلاسه کړې، خو خپله لوبډله یې د بریا تر کچې ونه رسوله.

د ایوبي کابل بازانو لپاره د ننګیالي خروټي غوره توپ اچونه د یادونې وړ ده چې د سیالې لوبډلې څلور لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل چې ورپسې نجات مسعود او عظمت الله عمرزي هر یوه دوه ویکټې واخیستې او لوبډله یې بریالۍ کړه.

د غوره لوبغاړي او ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه رحمن الله ګربز او د سټایلېش لوبغاړي جایزه بیا دروېش رسولي ته ورکړل شوه.

لسمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۰مه لوبه نن د بندامیر او سپین غر کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې بندامیر لوبډلې د اوو ویکټو په توپیر سپين غر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سپین غر لوبډلې لوبډلمشر کریم‌خان صادق د بندامیر د لوبډلمشر اصغر افغان څخه وګټله، چې لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

سپین غر لوبډلې د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۹ منډې وکړې او بندامیر لوبډلې ته یې د ۱۴۰ منډو هدف وټاکی.

د سپین غر لوبډلې لپاره پروېز ملکزي ۴۱ او وحیدالله شفق بیا ۳۲ منډې جوړې کړي.

د بندامیر لوبډلې لپاره بیا حمیدحسن، شراف الدین اشرف، طارق ستانکزي او وقار سلام خېل یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

کله چې بندامیر لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د سپين غر له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبې په ۱۶،۱ اورونو کې د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې سره یې په ۷ ویکټو بریا خپله کړه.

د بندامیر لپاره حضرت الله ځاځي ۴۲، عثمان غني ۴۰ او لوبډلمشر اصغر افغان ۳۸ منډې جوړې کړې.

سپین غر ته قیس احمد، زاهدخان او افتاب عالم یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

د لوبې غوره لوبغاړی اصغر افغان او سټایلیش لوبغاړی بیا حضرت‌الله ځاځی وټاکل شو.

د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۱مه لوبه ماپښین دوې بجې د بُست او میس‌عینک لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

یوولسمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو ۱۱مه لوبه د بُست او میس‌عینک کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې خورا جالیب پړاو ته ورسېده او وروسته بُست په ۴ ویکټو میس‌‌عینک ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه میس‌عینک لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۸ منډې وکړې او بُست لوبډلې ته یې د ۱۸۹ منډو هدف وټاکی.

د میس عینک لپاره شهزاد محمدي ۱۰۶ ناسوځېدلې او غمي ځدران بیا ۳۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په دې سره شهزاد محمدي لومړنی لوبغاړی شو، چې د شپږیزه کرکټ لیګ په روان پړاو کې یې سلېزه بشپړه کړه.

هغه ننۍ سلېزه په ۶۴ ته توپونو ووهله.

د بُست لپاره دواړې ویکټې کریم جنت واخیستلې.

کله چې بُست لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه؛ نو ورکړل شوی هدف یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبې په وروستي توپ پوره کړ او په ۴ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د بُست لپاره ګلبدین نایب ۵۴ ناسوځېدلې، احسان‌الله جنت ۴۵، طاعر عادل ۲۸ ناسوځېدلې او کریم جنت بیا ۲۷ منډې جوړې کړې.

د میس‌عینک لپاره نوراحمد لکڼوال دوې ویکټې واخیستلې؛ خو عبدالله مزاري، شاهدالله کمال او محمدالله همکار بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

په یاده لوبه کې د میس‌عینک لوبډلې لپاره شهزاد محمدي خورا ښه توپوهنه وکړه، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ۱۰۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

په دې سره شهزاد محمدي د لوبې ډېرې شپږیزي وهونکي او سټایلش لوبغاړي جایزه وګټله.

تر شهزاد محمدي راوروسته ګلبدین نایب بیا هغه لوبغاړی وو، چې په ډېرو حساسو شرایطو کې یې ۵۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

ګلبدین بیا د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دوولسمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو ۱۲مه لوبه د شنبې په ورځ د کابل بازانو او بندامیر کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې کابل بازانو لوبډلې د سمیع‌الله شینواري په جالیبې توپوهنې سره په دوو ویکټو بندامیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز د بندامیر د لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان څخه وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بندامیر لوبډلې د لوبې په ټاکلو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۶ منډې وکړې او کابل بازانو ته یې د ۱۴۷ منډو هدف وټاکی.

د بندامیر لپاره ابراهیم ځدران ۴۸ او ناصر جمال بیا ۴۷ منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو لپاره بیا نجات مسعود او ضیاءالرحمن شریفي دوې ـ دوې ویکټې واخیستلې.

کله چې کابل بازانو لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د بندامیر له لوري ورکړل شوی هدف یې د لوبې په وروستي توپ د ۸ ویکټو په سوځولو سره پوره کړ او په دې سره یې بندامیر ته په ۲ ویکټو ماتې ورکړه.

د بندامیر لپاره په توپوهنه کې سمیع‌الله شینواري ۵۸ ناسوځېدلي، نورعلي ۲۷ او عضمت‌الله عمرزي ۱۸ منډې جوړې کړې.

د بندامیر لپاره بیا فرهاد مومند ۳ ویکټې واخیستلې، خو ضېا‌ء شریفي، بلال سمیع ، طارق ستانکزي او  وقار سلام خېل بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

د یادې لوبې غوره لوبغاړی د کابل بازانو لوبډله تکړه او نامتو لوبغاړی سمیع‌الله شینواری وټاکل شو، چې ۵۸ ناسوځېدلې منډې يې وکړې او خپله لوبډله یې په وروستي توپ بریا ته ورسوله.

د لوبې د زیاتو شپږیزه وهونکي لوبغاړي جایزه هم سمیع‌الله شینواري ته ورکړل شوه، چې په ننۍ لوبه کې په ډېرو حساسو شرایطو کې شپږیزې ووهلې.

د لوبې د سټایلش لوبغاړي جایزه بیا د بندامیر تکړه توپوهونکې فرهاد مومند ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې درې ویکټې واخیستلې.

دیارلسمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۳مه لوبه پرون د شنبې په ورځ ماپښین د میس‌عینک او امونهنګانو کرکټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې میس‌عینک لوبډلې د ۱۳۱ منډو په توپير امونهنګانو ته سخته ماتې ورکړه.

د امونهنګانو لوبډلې لوبډلمشر دروېش رسولي د میس‌عینک د لوبډلې لوبډلمشر شاپور ځدران څخه د لوبې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

میس‌عینک لوبډلې د لوبې په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره امونهنګانو لوبډلې ته د ۱۹۳ منډو هدف وټاکی.

د میس‌عینک لپاره حشمت‌الله شهیدي ۸۲ ناسوځېدلې او بهار علي شینواري ۵۷ منډې جوړې کړې.

د امونهنګانو لوبډلې لپاره بیا فریداحمد دوې، یوسف ځاځي، جمعه ګل او عبدالوسع بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

کله چې امونهنګانو لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د میس‌عینک له لوري ورکړل شوی هدف یې نه کړ پوره؛ بلکې امو لوبډله ټوله د لوبې په ۱۲ اورونو کې یوازې د ۶۲ منډو په کولو سره وسوځېده او په ستر توپير یې ماتې وخوړه.

د میس‌عینک لپاره دولت ځدران پنځه، نورحمدحمد لکڼوال دوې، شاهدالله کمال، عبدالرحمن او عبدالباقي بیا یوه ـ یوه ویکټه واخیستله.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هشمت الله شهیدي ته ورکړل شوه، چې د خپلې لوبډلې لپاره یې ۸۲ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه بهار علي شینواري ته ورکړل شوه.

او د لوبې د سټایلش لوبغاړي جایزه بیا دولت ځدران خپله کړه.

څوارلسمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۴مه لوبه نن د کابل بازانو او سپین غر کرکټ لوبډلو ترمنځ د کابل په عمومي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، چې کابل بازانو په ۶ ویکټو سپین غر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادې لوبې پچه د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر رحمن‌الله ګربز د سپین غر لوبډلې د لوبډلمشر کریم‌خان صادق څخه وګټله او توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه.

سپین غر لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره کابل بازانو لوبډلې ته د ۱۴۳ منډو هدف وټاکی.

د سپین غر لوبډلې لپاره بهیرشاه ۳۷ او تمیم سرخرودي بیا ۲۵ منډې جوړې کړې.

د کابل بازانو لپاره عضمت‌الله عمرزي ۳، ضیا‌ءالرحمن ۲ او ننګیالي خروټي ۱ لوبغاړی وسوځاوه.

کله چې د کابل بازانو لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د لوبې ۱۷،۵ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په شپږ ویکټو یې بریا خپله کړه.

د کابل بازانو لپاره ۴۰ منډې رحمن‌الله ګربز، ۲۹ منډې نورعلي ځدران او ۲۷ منډې بیا وسیم اکرم جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې لپاره زبید اکبري دوې ویکټې، خو ناصر عمر او قیس احمد بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه د کابل بازانو لوبډلې تېز توپ‌اچونکې عضمت‌الله عمرزي ته ورکړل شوه.

د لوبې د ډېرو شپږیزو لوبغاړو جایزه د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشر رحمن الله ګربز ته ورکړل شوه.

د لوبې سټاېلش لوبغاړی رحمن‌الله ګربز ته ورکړل شوه.

پنځلسمه لوبه

د شپږیزه کرکټ لیګ ۱۵مه او د لومړي پړاو وروستۍ لوبه نن ماپښین د بُست او امو لوبدلو ترمنځ ترسره شوه، چې بُست لوبډلې په لسو ویکټو امو لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په یاده لوبه کې د بُست لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب د امو لوبډلې د لوبډلمشر دروېش رسولي څخه د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د توپ‌اچونې پرېکړه یې وکړه.

امو لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره بُست لوبډلې ته د ۱۲۳ منډو هدف وټاکی.

امو ته ۵۱ ناسوځېدلې، قاسم اوریاخېل ۲۹ او مراد مرادي ۲۶ منډې جوړې کړې.

د بُست لوبډلې لپاره حمزه هوتک او ګلبدین نایب دوه ـ دوه او سیدشېرزاد بیا یو لوبغاړی وسوځاوه.

کله چې بُست لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو ورکړل شوی هدف یې د پیل دوو لوبغاړو کریم جنت او عمران جنت د لوبې په ۱۱،۳ اورونو کې پوره کړ او په لسو ویکټو یې بریا خپله کړه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ