سپورټ کرکټ وزش او تمرین

شپږیزه: د سپين غر دویمه بریا او د بُست دویمه ماته!

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو اتمه لوبه نن پنجشنبه د بُست او سپين غر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې پکې سپین غر لوبډلې د ۵ منډو په توپیر بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د بُست لوبډله

ګلبدین نایب، منیرکاکړ، حمزه هوتک، عمران جنت، رحمت‌ شاه، احسان جنت، سید شېرزاد، شفیق الله غفاري، محمدسلیم، وحید خان او کریم جنت.

سپین غر لوبډله

کریم خان صادق، پرویز ملکزی، وحیدالله شفق، قیس احمد، زبیر اکبري، زاهدخان، مجید عالم، ناصر عمر، تمیم سرخرودي، افتاب علام او عبدالله عادل.

د ننۍ لوبې حال

د شپږیزه کرکټ لیګ د اتمي لوبې پچه د بُست لوبډلې لوبډلمشر ګلبدین نایب د میس‌عینک لوبډلې د لوبډلمشر کریم خان صادق څخه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

سپین غر لوبډلې د لوبې په ټاکلو شل اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره بُست لوبډلې ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکی.

سپين غر لوبډلې ته تمیم سرخرودي ۷۹، مجیب عالم ۵۲ او وحیدالله شفق بیا ۱۸ منډې جوړې کړې.

د سپين غر لوبډلې دوه لوبغاړي حمزه هوتک او یو لوبغاړی بیا محمد سلیم وسوځاوه.

کله چې بُست لوبډله  د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، نو د لوبې په شل اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې او په ۵ منډو توپير یې د سپين غر لوبډلې څخه ماته وخوړه.

د بُست لوبډلې لپاره کریم جنت ۵۱، ګلبدین نایب ۳۵، شفیق الله غفاري ۲۵ او وحیدالله بیا ۲۰ منډې جوړې کړې.

د سپین غر لوبډلې لپاره بیا زاهدخان، عبدالله عادل او زبیر اکبري دوې ـ دوې ویکټې واخیستې او افتاب عالم بیا د بُست یو لوبغاړی وسوځاوه.

پر همدې بنسټ د لوبې د غوره لوبغاړي او ډېرو شپږیزو وهونکي لوبغاړي جایزه تمیم سرخرودي او د سټایلېش لوبغاړي جایزه مجید عالم ته ورکړل شو.

په شپږیزه کرکټ لیګ کې د بُست او سپين غر دا درېیمه ـ درېیمه لوبه وه، چې سپین غر د یادو لوبو څخه دوې ګټلې او بُست بیا دوې بایللې دي.

د شپږیزه کرکټ لیګ نهمه لوبه د کابل بازانو او امونهنګانو ترمنځ تازه پيل شوه.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ