شپږیزه کرکټ لیګ کې د نن سیالۍ!

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د شپږیزه کرکټ لیګ اووم پړاو سیالیو په څلورمه ورځ «نن چهارشنبه» هم څلور لوبډلې یو د بل په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي، چې دا سیالۍ به خورا په زړه پوري وي.
نن سهار ۹ بجې امونهنګان لوبډله د بندامیر په وړاندې او نن ماپښين ۲ بجې بیا سپین غر د میس‌عینک کرکټ لوبډلې په وړاندې د سیالي ډګر ته کښته کیږي.
دا د شپږیزه کرکټ لیګ شپږمه او اوومه لوبه ده.

تېرې لوبې

د دې لیګ په لومړۍ لوبه کې میس عینک د یکشنبې په ورځ  بندامیر ته، په دویمه لوبه کې سپین غر د دوشنبې په ورځ سهار امونهنګانو ته، په درېیمه لوبه کې بُست د دوشنبې په ورځ ماپښین کابل بازانو ته، په څلورمه لوبه کې کابل بازانو پرون سهار میس‌عینک ته او په پنځمه لوبه کې بیا بند امیر پرون ماپښین بُست لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبډلو سیالیو ته کتنه

بندامیر: ننۍ لوبه د بندامیر درېیمه لوبه ده، چې یوه یې ګټلې، خوه یوه لوبه یې بیا بایللې ده.
امونهنګان: د امو لوبډلې بیا ننۍ لوبه دویمه ده، چې لومړۍ لوبه یې بایللې ده.
سپین غر: ننۍ لوبه د سپین غر لوبډلې دویمه لوبه ده، چې لومړۍ یې ګټلې.
میس‌عینک: د میس‌عینک لوبډلې بیا ننۍ لوبه درېیمه ده، چې یوه یې ګټلې، خو یوه لوبه یې بیا بایللې ده.
بُست: بُست لوبډلې تر دې دمه دوې لوبې ترسره کړې، چې لومړۍ یې ګټلې او دویمه یې بیا بایللې ده.
کابل بازان: کابل بازانو تر دې دمه دوې لوبې ترسره کړې، چې لومړۍ یې بایللې؛ خو دویمه لوبه یې بیا پرون وګټله.
د شپږیزه کرکټ لیګ دا روان اووم پړاو د سیپټمبر میاشتې تر ۱۶مې نېټې پوري دوام کوي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.




ایا اصغر افغان به بېرته لوبډلمشر شي؟

by سمیع الله درانی in سپورټ

د سلېکشن کمېټې تېره میاشت حشمت الله شهیدي د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشرکړ، کابو دوه اونۍ وړاندې یې راشدخان د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر اعلان کړ. رحمت شاه د ټېسټ او یو ورځنیو ... نور ولولئ